سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د ښځو په مخ د دانو د راختلو امکان درې برابره زیات...

د ښځو په مخ د دانو د راختلو امکان درې برابره زیات دی

تاند – د ښځو په مخ باندې نه یوازې د نوې ځوانۍ په کلونو کې بلکې هغه وخت هم دانې راخیژي چې عمر یې تر پنځه ویشتو کلونو واوړي. محققان اوس وایي چې دا دوهم ځل دانې د هغو ښځو په مخ نسبتا ډیرې راخیژي چې په ژوند کې فعالې وي.

د ټلګراف ورځپاڼې له راپور سره سم، کابو نیمې ښځې له څوویشت کلنۍ وروسته یو ځل بیا د مخ د دانو له جنجال سره لاسوګریوان کیږي. تحقیقاتو ښودلې ده چې له څوویشت کلنۍ وروسته کله کله د هغو ښځو په مخ باندې هم د دانو امکان شته چې په نوې ځوانۍ کې یې مخ دانې نه لرلې.

یوه تیوري دا ده چې د اوسني نسل مېرمنې نسبت پخوانو میرمنو ته زیاتې فعالې ، زیاتې سرګردانې او په نتیجه کې زیاتې مضطربې دي. د اضطراب او پریشانۍ په وجه نارینه هورمونونه فعالیږي او کله چې دغه هورمونونه په بدن کې فعال شي، په پوست کې د غوړو د تولید باعث ګرځي. دغه غوړ د دانو په شکل راڅرګندیږي.

د نېنتس پوهنتون په روغتون کې د پوستکې ماهرانو معلومه کړې ده چې دا دوهم ځل دانې له ځواني دانو څخه توپیر لري. دوهم ځلي دانې چې له پنځه ویشت کلنۍ وروسته راپیدا کیږي، معمولا د زنې په منځنۍ برخه کې، په پوزه او په تندي باندې وي او څرنګه چې ریښې یې تر پوست لاندې وي نو په اسانه نه ختمیږي.

څیړنې ښیي چې د ښځو په مخ باندې د دانو د راختلو امکان تر نارینه وو درې ځله زیات دی چې وجه یې ممکن دا وي چې د ښځو پوست د نارینه هورمونونو په مقابل کې ډیر حساس دی او لکه څنګه چې وویل شول اضطراب او پریشاني په بدن کې د نارینه هورمونونو د تولید او ترشح سبب ګرځي.

د جلدي ناروغیو متخصصه ساسانه بارون وایي چې اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې د ښځو په ژوند باندې د مخ د دانو د منفي اغیزو په اړه فکر وکړو. د میرمن بارون په نظر، مونږ اکثره میرمنې چې هم د کور کار کوو او هم بهر کارونه لرو، د مخ دانې راته لا یو بل جنجال وي چې ځوروي مو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب