Homeخبرونهخلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوبند هرکلی وکړ

خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوبند هرکلی وکړ

تاند ( سې شنبه، د ثور ۲۱)  د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو له لوري د اختر په درناوي د درې ورځني اوربند له اعلانه هرکلی وکړ.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغانانو د روان تاوتریخوالي له کبله لوړه بیه پرې کړې او په ورستیو اونیو کې ډېرې بدې پېښې وشوې.

خلیلزاد زیاته کړې، افغانان د سیاسي جوړ جاړي، دایمي اوربند مستحق دي او باید دایمي اوربند ته زمینه برابره شي.

هغه د سولې خبرو د ګړندۍ کېدو او د روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده او په وینا یې افغانان د سولې هیله لري چې په دې برخه کې امریکا د دوی ملاتړ کوي.

دده په خبره سره له دې چې د درې ورځني اوربند هرکلی کوي، خو افغانان دایمي اوربند غواړي او ښکېلې خواوې باید د خپل ولس غږ واوري.

هغه د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی او یو ځل بیا یې ویلي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او ښکېلې خواوې باید د خبرو له لارې ددغه جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني تېره ورځ د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د طالبانو ټینګار پر پوځي حل لارې افغانانو ته د منلو نه دی، افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت او طالبانو د اختر په درناوي دري ورځنی اوبند اعلان کړی، خو افغان ولس له دواړو خواوو غواړي چې دایمي اوربند وکړي او خبرې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...