چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال ... (۳)

هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال … (۳)

رحمت شاه فراز ||

زه درې نجونې لرم… نه توبه! یانې زما په ټولګي کې درې نجونې دي… اوهو! یانې هغه ټولګی چې زه پکې درس وایم، په هغه کې درې نجونې دي… یانې… خیر هدف مو اخیستی دی… یوه رڼا او بله شجره نومېږي. رڼا پښتنه ده او شجره درۍ یانې دري ژبي ده. رڼا، د رڼا په څېر تېزه او چالاکه ده او شجره د ونې په څېر ځای په ځای، ساکنه او بې غمه نجلۍ ده. دې ته چې ګورم د رحمان بابا شعر را یادېږي:

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

که خزان راباندې راشي که بهار

شجرې هم ډېر خزانونه او بهارونه لیدلي. په دې زېړو او زرغونو باغونو کې به مو بیا کوم بل وخت را وګرځوم، اوس به د نن ورځې سرګذشت ته راشم. سرګذشت ځکه وایم چې نن مو د operating system ساعت درلود او ټول لېکچر مو پر سر تېر شوی (سر ګذشت شده) دی. د متضادو، مشابه او مختلطو مباحثو، موضوعاتو او عنواناتو له یو بل سره اخ و ډب وو چې نن زموږ په ټولګي کې روان وو. په تخته باندې رسامۍ وې چې جوړېدلې او ړنګېدلې… جوړېدلې او ړنګېدلې… کله به سړی کمپیوټر ته ناست وو، کله به کمپیوټر سړي ته ناست وو؛ بس تاسو ته به دواړو کې توپیر نه ښکاري، خو که په ټولګي کې وای، بیا يې په فرق پوهېدلئ.

 Operating system پخپله یو پوستغالی (یا په ساده اصطلاح پروګیرام) دی چې د کمپیوټر هارډویر (سختغالی) مدیریت، تنظیم او رهبري کوي. په دې مضمون کې موږ د همدې پوستغالي په جوړښت، تخنیک، ترکیب، اجزاوو، اساسي برخو، ډولونو او … خبرې کوو Windows 7, 8, 10 او لینکس او یونیکس دا ټول operating systems دي، زموږ په پښتو کې ورته عامل سیسټم وايي. مضمون ډې جالب دی، خو د استاذ لېکچر دومره جالب وي چې موږ يې نه په سر پوهېږو او نه په بېخ. خو دومره پوهېږو چې جالب ډېر دی. استاذ په بهر کې ماسټري کړې، خو فکر کوم چې په غلطۍ کې د کمپیوټر ساینس د پوهنځي پر ځای د کانونو او معدنیاتو پوهنځي ته ور برابر شوی.

ښه لکه چې بحث ډېر رانه مسلکي او استاذي شو. اوس به لږ په نجونو خبرې وکړو. نه توبه! په ټولګیوالو به خبرې وکړو. ځه خیر! په نجونو به وغږېږو. درې نجونې په لومړي کتار کې ناستې وي. په دوهم کتار کې زه، سیدا خان (که خان ورسره نه وای، نو خلکو به ګومان کاوه چې نجلۍ ده) او زموږ د ټولګي نماینده ناست وي. له رڼا شاته سیدا خان، له شجرې شاته زه او تر دریمې هغې شاته نماینده ناست وي.

لېکچر ختم شو. سیدا خان را څنګ ته شو:

– بیادر واتساپ داری؟ (پښتو ژباړه: وروره! واټساپ پېژنې؟)

پوهېږم چې (داری) د لرلو په معنا ده؛ خو هدف خو یې همدا وو ځکه د کمپيوټر ساینس محصل به يې ولې نه لري!

– هو لرم یې.

– ښه شمېره دې را کړه.

– 0092

– دا څنګه شمېره ده؟

– په پاکستاني نمبر مې جوړ کړی. د پاکستان کوډ همدا دی.

– خخخخوووووو! پښتو ژباړه: ښښښښهههههه!

 په دې خووو کې يې له پاکستان سره د خپلو عاطفي او جذباتي اړیکو ټول زور وښود.

 اوس به درته د ځان کیسه وکړم. په ټولګي کې انګلش زما ښه زده ده او دوه، درې نور کسان یوازې ډېره کمه او خورا کمه ګوزاره پکې کوي او پاتې نور که د انګلش کوم معتبر کورس ته ورشي، نو قسم يې کړې، که یې له ابتدايي کتاب نه پورته ونيسي. د ټولګي نماینده ته مې وویل چې که د هلکانو خوښه وي (په زړه کې خو مې نجونې هم کلکې نیولې وې) ، زه به ورته انګلش شروع کړم. نماینده وویل سمه ده. په اوله ورځ ډېر کسان کېناستل، ځکه فکر يې کاوه چې دا ځوان به په دا یوه ورځ موږ ته انګلش را زده کړي او نور چې تر کوره رسېږو، نو د امریکې سفارت به زنګ راته ووهي چې: ښاغلیه! د دندې لپاره هره ورځ دفتر ته راځئ او که موږ خپل سفارت ستاسې کور ته څېرمه در وړو! مګر زه خو هم زه یم. خبره مې له دې ځایه شروع کړه:

– یوه خبره په یاد ولرئ چې انګلش مو په یوه ورځ نه زده کېږي.

دوه کسان خو له دې خبرې سره له ټولګي ووتل. په پاتې کسانو کې هم شیمه او انرژي اخري درجې ته کوزه شوه.

خبره مې وغځوله:

– په دې کورس کې به موږ ګرامر وایو، یو به کتاب وایو او هره ورځ به لس یا شل لغتونه زده کوو.

ټولو را چیغې کړې:

– له دې ګرامر نه تېر شه، موږ ته انګلش را زده کړه.

له ژبو سره بلد کسان د دې دواړو جملو په جدیت او منطقي ربط ډېر ښه پوهېږي. دا خبره خو ټولو کوله، خو ما چې ډېر هوښیار فکر ورته کاوه، یانې رڼا. هغې هم بار، بار ویل: ګرامر پرېږده، انګلیسي سيي ده.

په دې ځای کې د یوه امریکايي سریال یوه جمله را یاده شوه: چې یا به ته ښکلی یې او یا به هوښیار یې. دواړه نه شې کېدای.

بس نو څه به یې اوږدوم! د دوی دا خبرې روانې وې او ما یوازې په مایوسو او ناهیلو سترګو ورته کتل او د خپلو ټولګیوالو د دانش او هوښیارتیا عروج او لوړتیا ته مې د حیرانتیا په دسترخوان باندې شخوند واهه… نور سبا ته…

ماخذونه:

۱- زما فکر

۲- ټولګیوال هلکان

۳- ټولګیوالې نجونې

۴- زما ښوونکي

۵- زما مضامین

۶- و امثالهم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب