چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهازبکستان وايي، بهرنیو پوځیانو ته په خپله خاوره کې اډه نه ورکوي

ازبکستان وايي، بهرنیو پوځیانو ته په خپله خاوره کې اډه نه ورکوي

تاند(سې شنبه، د ثور۲۱) د ازبکستان دفاع وزارت وايي، په خپله خاوره کې به بهرنیو پوځیانو ته اډه ورنه کړي.

تر دې مخکې وال ستریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې ویلي و چې امریکايي چارواکي غواړي چې په افغانستان کې د تروریزم د خطر د څارلو لپاره د دغه هیواد د شمالي ګاونډیو لکه ازبکستان یا تاجکستان او همداراز د منځني ختیځ د هیوادونو له اډو کار واخلي.

امریکايي پوځي چارواکو هم ویلي چې له افغانستانه خپل یو شمېر ځواکونه او پوځي وسایل د دغه هیواد شاوخوا هیوادونو ته وړي.

امریکا د منځني ختیځ په ډېرو هیوادونو کې اډې لري او اوس هم ورڅخه کار اخلي خو هڅه کوي چې اډې یې افغانستان ته نژدې وي.

همداراز د اپریل په ۲۷ او ۲۸ تاشکند ته د روسیې د دفاع وزیر سرګی شویګو له سفره وروسته رسنیو وویل چې روسیه غواړي چې په ازبکستان کې پوځي اډه ولري او په دې اړه یې له ازبک چارواکو سره خبرې کړي دي.

د ازبکستان دفاع وزارت د خپل هیواد یوې رسنۍ ته ویلي چې د دغه هیواد پالیسي اجازه نه ورکوي چې بهرنیو پوځیانو ته په خپله خاوره کې اډه ورکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په وروستیو کې ازبکستان او تاجکستان ته لاړ او ویل کېږي چې د افغانستان د سولې ترڅنګ یې په دغو هیوادونو کې د امریکايي پوځیانو لپاره د اډې پر جوړولو هم خبرې کړي دي.

په همدې حال کې امریکايي رسنۍ وايي چې له افغانستانه یې د ځواکونو او پوځي وسایلو د ایستلو بهیر روان دی او تراوسه پورې یې ۱۳۰۰ پوځي وسایل، چې له افغانستانه یې ایستل اسانه نه و، ویجاړ کړي دي.

د امریکا پوځ ډېر نور وسایل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی