Homeخبرونهکابل کې ۷ تنه طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

کابل کې ۷ تنه طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

تاند ( سې شنبه، د ثور ۲۱)  کورنیو چارو وزارت وسلوالو طالبانو سره د اړیکو په تړاو د اوه کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

له دغې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل په موسهي ولسوالي کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه له وسلوالو طالبانو سره د همکاري په تړاو نیول شوي دي.

ورته مهال ملي امنیت ریاست وایي چې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کابل په پغمان او بګرامیو ولسوالیو کې پنځه تنه د هدفي وژنو او نورو پېښو په تړاو نیولي دي.

ملي امنیت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان ځواکونو نوموړي کسان د پغمان ولسوالي له «باغ داود» سیمې او د بګرامي له «ګوسنفد سې» سیمې څخه نیولي دي.

خبرپاڼه کاږي، نوموړو کسانو په هدفي وژنو او ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم د ملي امنیت ځانکړو ځواکونو په ننګرهار کې یو پاکستانی نیولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...