چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+سان يو سان اختر | جان روان ځاځی

سان يو سان اختر | جان روان ځاځی

د نړۍ هر ملت او توکم ځانګړي رواجونه او دودونه لري. که څوک غواړي، یو ملت یا قوم وپېژني، نو اړ دی، چې د همغه هيواد د خلکو فولکلور يا ولسي ادب مطالعه کړي، ځکه د قوم پېژندنه په فولکور کې ښه انعکاس شوې وي او که د یو ملت يا قوم ولسي ادب مو مطالعه کړ، نو په ډېرې اسانۍ يې پېژندلی شو.

ما څه موده مخکې د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې ته اته ورځنی کاري سفر کړی و او هلته مې د سيمې د خلکو په یو لړ دوديزو مراسمو کې ګډون درلود، چې يو يې سان يو سان اختر و.

سان يو سان اختر د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې د خلکو ځانګړی اختر دی، ځيني چينايان يې د شانګ سه اختر په نوم هم پېژني. مخکې له دې چې د دغه اختر په اړه کرښې تورې کړم، لومړی به ګوانګ شي او ورپسې به د دغه اختر په زړه پورې ټکي درسره شريک کړم.

ګوانګ شي د چين د جوانګ قوم کورواکه سيمه ده او د دې هيواد په جنوب کې پرته ده، ختيځ ته يې يون نان ولایت، لوېديځ ته يې ګوای جو ولايت، شمال ته یې هونان او ګوانګ دونګ ولايتونه او شمال ختیځ کې له ويتنام سره ګډه پوله لري، پرخوالی یې ۲ لکه، ۳۶ زره او ۷ سوه کيلو متره مربع او نفوس يې څه د باندې ۵۰ ميليونه ښودل شوی، چې ۳۲ اعشاريه نوي سلنه يې جوانګ قوم جوړوي او دغه توکم په چين کې تر هان قوم وروسته دویم لوی توکم دی، وګړي يې پر خپلې ژبې ګړيږي او پر چينايي ژبې هم خبرې کولی شي.

په دغې سيمې کې د چين د قومي لږکيو شمېر د نورو ځايونو په پرتله زيات دی، دغه سيمه د جوانګ، هان، ياو، مياو، دونګ، مو لاو، ماو نان، هوی، جينګ، يي، شوې او ګه لاو قومونه ميشت دي او که لنډ يې ووايو، په چين کې ۵۶ قومونه اوسيږي، چې د هغو له جملې نه يوازې په دغې سيمې کې۴۴ قومي لږکي ژوند کوي. د دې سيمې هوا د کال په څلورو موسمونو کې معتدله او پر ونو او بوټو يې د طبيعت شين څادرغوړيدلي وي.

د چين جوانګ قوم ځانګړي دودونه لري، خو ما ته يې ځيني دودونه ډېر جالب او په زړه پورې وو.

د سندرو ميله

د سندرو ميله د ګوانګ شي د خلکو دود دی او له يوه نسل څخه بل نسل ته په ميراث ورپاتې شوې او خلک يې هم ډېره خوښوي او په ډېر شوق او مينې يې لمانځي، خو سندرې او زمزمې يې د زمانې په تېرېدو بدليږي.

د جوانګ قوم وګړي د سان يو سان اختر په موده کې د سندرو سيمه ييزې مېلې جوړوي. د سيمې خلک په دغه ورځ دوديزې جامې پر تن کوي او په ځانګړو لویو ډګرونو کې راغونډيږي، هغه کسان چې غواړي، د سندرو په سيالۍ کې ګډون وکړي، ډګر ته ښکته کيږي.

د سندرو ميله په دوو ډلو(ښځينه او نارينه) ويشل کيږي او د سندرو سوال ځواب پکې کيږي. يوې خوا ته يې ځوانان او بلې خوا ته يې پيغلې دريږي او د سندرو له لارې د مينې او ژوند په اړه خپل احساست څرګندوي. دوی د سندرو او شعرونو سيالي او زمزمې کوي.

د سندرو ميله د ځوانانو لپاره ښه فرصت دی، چې د خپل ژوند ملګری يا معشوق او معشوقه پکې پيدا کړي او دا د دوی د مينې او ژوند ملګري د پيدا کولو لپاره ښه صحنه بلل کیږي.

په سندریزه ميله کې د ځوانانو سيالي او ورېښمين پنډوس

نجونې د دغې مېلې لپاره ورېښمين پنډوس جوړوي او ښکلې خامک دوزي پرې کوي. دغه پنډوس ته په چينايي ژبه شيو جيو ويل کېږي.

که يوه نجلۍ کوم ځوان ته خپل پنډوس ډالۍ کړي، نو مانا يې دا ده، چې له دغه ځوان سره مينه لري. دغه ورېښمين پنډوس په دغې سيمې کې د پاکې مينې نښه بللی کیږي.

د سندرو مېلې پر وخت د شاوخوا کليو نجونې او ځوانان راغونډېږي. ځوانان لومړۍ سندرې وايي، له دې لارې خپلې نيکې هيلې ښيي او بيا نجونو ته د سندرو ويلو بلنې ورکوي.

ورپسې د سندرو ميلې تنظيموونکي دوه ټوکرۍ په ډګر کې کيږدي، چې ترمنځ يې کابو له پېنځو تر اوو مترو واټن وي او د ټوکريو ترمنځ پنډوس کيږدي.

دوه دوه ځوانان په ډګر کې ودريږي او د لوبې برابروونکي پر ځانګړو ټوکرينو رسيو ملاوې ور وتړي.

په دغې سيالۍ کې له دوو تر شلو ځوانان ګډون لري او هڅه کوي، چې پنډوس په يوې ټوکرۍ کې واچوي، د دوو دوو کسانو ملاوې پر ټوکرينې رسۍ تړلې شوې وي او يو بل نه پرېږدي، چې پنډوس ټوکرۍ ته وغورځوي، نو ترمنځ يې سخت کشګير روان وي.

نجونو ځانګړې ښکلې جامې پر تن او د ډګر يوې خوا ته ولاړې وي او د ځوانانو د سيالي ننداره کوي.

کله چې کوم ځوان وتوانيږي، ټوکرۍ ته بال وغورځوي، نو بیا د ډګر مخامخ د نجونو ټولي ته ورځي او د ژوند ملګرې ټاکي. دغه ځوان د يوې نجلۍ غاړې ته ورېښمين پنډوس يا په رنګونو جوړه هګۍ چې په خاص ډول يوې جالۍ کې د اميل په بڼه اچول شوې وي، اچوي، که جينۍ هم خپل ورېښمين پنډوس يا رنګينه هګۍ د هلک پر غاړه کړي، نو دوی بیا د ژوند ملګري جوړيږي، که جینۍ د هلک غاړې ته ياد اميل وانچوي، نو بيا به هلک بل ډګر کې هڅه کوي، چې بريالی شي او د ژوند ملګرې پيدا کړي.

د چين د کرنيزې جنترۍ د هر کال د درېيمې مياشتې درېيمه نېټه له سان يو سان (شانګ سه) اختر سره برابره وي.

په ګوانګ شي کې مېشت د جوانګ، هان، مياو او ياو په شمول زيات قومونه دغه اختر لمانځي او د دغه اختر په وخت کې يو لړ درانده مراسم تر سره کوي.

د ګوانګ شي د جوانګ قوم وګړي پر دې باور دي، چې د چين د کرنيزې جنترۍ د درېيمې مياشتې په درېيمې نېټې د دغه قوم نيکه (بو لوه توه) پيدا شوی او همدغه ورځ د دغه قوم د بابا د زېږېدنې ورځ ده، نو په ډول ډول مراسمو يې لمانځي.

په همدې ورځ د ګوانګ شي د جوانګ قوم په کورواکې سيمې کې خلک د خپل نيکه د يادونې مراسم ترسره کوي او د دې تر څنګ د سندرو مېله هم جوړوي.

چيني تاریخپوهان په دې اند دي، چې د دغه اختر د تاريخ پېر له زرو کلونو ډېر دی، په تېره بيا د جوانګ قوم په اوسيدونکو سيمو کې دغه اختر ډېر لرغونی تاریخ  لري.

د دې سيمې ځوانان له لرغونې زمانې راهيسې، په همدې ورځ د سيند پر غاړه او واټونو د سندرو مېلې تر سره کوي، چې پيمانه يې ډېره پراخه او د ګډون کوونکو شمېر يې له زرګونو کسانو څخه هم زيات وي. ځايي اوسيدونکي دغو مراسمو ته ( ګه شيو) نوم اخلي.

د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې حکومت د دوديز کولتور د ساتلو په موخه، په۲۰۱۴م کال کې پريکړه وکړه، چې د دغه اختر د لمانځنې لپاره ځايي اوسيدونکو ته دوه ورځې روخصتي ورکړي او ځايي خلک له همغه وخت راهيسې د دې اختر په پار دوه ورځې رخصتي کوي.

 بوه جي يان خواړه

 د بوه جي يان په نوم خواړه د جوانګ قوم دوديز خواړه دي او په اخترونو کې يې  ډېر پخوي.

د دغې سیمې خلکو به پخوا وختونو کې ډېره کرکيله کوله، نو د کرنيزو چارو په وخت کې به يې له ځان سره پاخه ډوډۍ او نور خواړه راوړل او د دمې په وخت کې به يې د با جياو په نوم د يو ډول ونې پر لويو پاڼو اچول او له نورو همکارانو سره به يې يو ځای خوړل.

بوه جي يان خواړه د جوانګ قوم په دود او دستور کې د يووالي نښه بلل کيږي.

ځايي اوسيدونکي د اخترونو او نورو مهمو دوديزو ورځو کې بوه جي يان خواړه پخوي، خپلوانو، ګاونډيانو او کليوالو ته د مېلمستيا  بلنې ورکوي او په ګډه ياد خواړه خوري.

د اوسنۍ زمانې خلک نوي او عصري شيان خوښوي، خو د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې خلک اوس هم په داسې مېلمستياوو کې څپ کاروي.

د څپ بڼه ګرده او شکور ته ورته یو ډول کرنيزه وسيله ده، په يادې سيمې کې د يووالي او نيکمرغۍ نښه بلل کیږي او د خلکو په کورونو کې ډېره کارول کېږي.

ځايي خلک د بوه جي يان خواړو د خوړلو په وخت کې د باڼس لرګيو جوړ يو لوی څپ کاروي او پر دغه څپ د با جياو ونې لویې پاڼې اچوي.

دوی پر دغه څپ ډول ډول خواړه( ورېجې، سبزي، غوښه، مېوه….) ږدي او ټول يې په شريکه خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی