تاند ( سې شنبه، د ثور ۲۱ ) د هندوستان سینما پیاوړي او په کم وخت کې د ډېر پرمختګ لروونکي اداکار پراباس د فلم په سر د ډېرو پیسو اخیستو په برخه کې د بالیووډ مخکښ اداکاران شاته پرېښودل او په یو فلم یې ۱۰۰ کروړه هندۍ پیسې واخیستې.
د یو فلم په سر دومره اندازه پیسې د بالیووډ په سینما کې لومړی ځل دی چې پراباس اخلي.
د (باهوبلي) په نوم د مشهور فلم اداکار پراباس چې په کم وخت کې یې د دغه فلم له لارې په ټوله نړۍ کې مینووال پیدا کړل اوس د بالیووډ له مخکښو اداکارانو هم مخکې شو او تر په یو فلم یې تر ټولو ډیرې پیسې تر لاسه کړې.
نوموړي دا پیسې د خپل نوي راتلوونکي فلم (سالار) څخه تر لاسه کړې دي.
پراباس اوس مهال د خپل فلمي کیریر په اوج کې دی او یو په بل پسې هټ فلمونه جوړوي.
باهوبلي فلم د هغه په فلمي ژوند کې ستر بدلون راوست چې له هغه وروسته يې په باليووډ کې د شردا کپور سره هم په یو فلم کې کار کړی و.
د معلوماتو له مخې، پراباس اوس د کناډا فلمونو ډایریکټر پرشانت نیل چې د (کی جي ایف) په څېر کامیاب فلم يې جوړ کړی و، سره د (سالار) په نوم فلم جوړوي.
هندي رسنۍ وایي، پراباس ته په (سالار) فلم کې د کار کولو لپاره ۱۰۰ کروړه (۱۰۰۰ میلیونه) روپۍ ورکول کېږي.
د پراباس له لوري د سالار فلم په سر دومره اندازه پیسې اخیستل په باليووډ کې د یو اداکار له خوا تر ټولو زیاتې پیسې یادې شوې دي.
باید وویل شي چې په باليووډ سینما کې عامر خان، سلمان خان او شاه رخ خان یو له هغه اداکارانو څخه دي چې په فلمونو کې د کار کولو زیاتې پیسې اخلي.
خو اوس پراباس د دغو پخوانیو مخکښو اداکارانو دا رکاډونه مات کړل.