Homeداسې هم شتهد لامبو وهلو لپاره هوایي حوض

د لامبو وهلو لپاره هوایي حوض

تاند –  راپورونه وایي، په انګلستان کې د لامبو وهلو لپاره د دوو سترو ودانیو په منځ کې هوایي ډنډ ( حوض) جوړ شوی دی.

نړۍ کې ډېر داسې حوضونه ــ د لامبو وهلو ځایونه شته خو راپورونه وایي، دا حوض له تر ټولو پاک او ښکلی حوض بلل کیږي.

دا حوض – د لامبو وهلو ځای د انګلستان په مرکزي ښار لندن کې دا د ‘سکایپول” په نوم جوړ شوی دی.

دغه حوض تر اوسه په رسمي ډول نه دی افتتاح شوی خو معلومات په ډاګه کوي چې دا حوض د ځانګړي قوي پلاستیک څخه جوړ شوی دی.

د لامبو وهلو دا ځانګړی حوض د لندن په “نو ایلمز” کې د دوه سوداګریزو ودانیو تر منځ په ۸۵ فوټه اوږدوالي او ۱۱۵ فوټه لوړ والي سره جوړ کړل شوی دی.

د دې هوایي ډنډ لپاره نرمې پلاستیکي ټوټې د امریکا له کلراډو څخه راوړل شوي او د روان کال په لړ کې به پرانیستل شي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې ډنډ کې د لامبو وهلو لپاره د خلکو لیوالتیا بیخي ډېره ده او له پرانېستل کېدو سره سم به په لوړ فیس مراجعین ورته مراجعه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...