Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار کې د ځمکني توتانو حاصلات ډېر شوي

کندهار کې د ځمکني توتانو حاصلات ډېر شوي

تاند ( سې شنبه، د ثور ۲۱ ) د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د ځمکني توتانو په حاصلاتو کې د تېر په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

دوی وایي، سږ کال په دغه ولایت کې بزګرانو په لسګونه جریبه ځمکه ځمکني توتان کرلي چې ښه حاصلات یې ورکړې دي.

افغانستان د ځمکنيو توتانو کرکيلي لپاره مناسبه هوا او اوبه لري چې سږ کال د هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه کندهار او ننګرهار کې یې کرکیله پراخه شوې ده.

ځمکني توتان په لويه کچه د ويټامين سي تر څنګ په خپل ترکيب کې نور ويټامينونه هم لري چې د انسان روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي.

بزګران وايي، چې سږکال د ځمکني توتانو حاصلات د تېرو کالونو پرتله څو برابره زیات شوي دي، خو له مسوولینو یې غوښتنه دا ده چې حکومت دې د بازار موندلو ترڅنک د ځمکني توت د ساتلو لپاره سړې خونې ورته جوړه کړي.

دوی همدا راز له حکومت غواړې چې د ځمکني توتانو د کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو، بسته بندۍ او پلور په موخه ورته زمينې برابرې کړي.

د معلوماتو له مخې، ځمکني توتان له کرلو درې میاشتي وروسته پر حاصل راځي او هرو دوو ورځو کې ترې حاصل ټولیږي.

باید وویل شي چې اوس په بازار کې د يو کیلو ځمکنيو توتانو بېه له ۲۰۰ نیولې تر ۲۵۰ افغانۍ پورې ده.

د کندهار ترڅنګ ننګرهار کې هم سږکال د ځمکني توتانو حاصل ۱۵۰ ټنه اټکل شوی دی.

مسوولان وایي د دې ولایت په دره نور، سره رود، خوږياڼو، ګوشتې، کوز کونړ او پچیر ګام ولسواليو کې د کرنې رياست او بزګرانو له لوري ۷۳ جريبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...