یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاانار او ځانګړتیاوې یې | جاوید اوربل

انار او ځانګړتیاوې یې | جاوید اوربل

ځينې ميوې د ښايست او خوږوالي سره سره ډيرې روغتيايي ګټې هم لري چې له دې جملې څخه انار هغه ميوه ده چې په افغانستان كې ډيره پيدا كيږي او په ښه كيفيت او خوند سره پيدا كيږي. دلته د كندهار ، د تاشقرغان او د کاپيسا د تګاب انار ډير مشهور دي.

د تاشقرغان د انارو په اړه مې اوريدلي چې دې انارو ته بې دانه انار ويل کيږي ځکه چې هيڅ دانې نه لري. اوس راځو د انارو په اړه مالوماتو ته چې راټول كړي او ژباړلي مې دي.

د انار اوبه د سرطان په مخنيوي كې رول لري ، زړه سالم ساتي او جنسي قوت زياتوي.

انار د وينې په جوړلو كې خاصه برخه اخلي، وينه صفا كوي او د ډير عمر لرونكو كسانو د بډوډو ځواكمنتيا ډيروي. انار سربيره پر دې چې رنګ روڼوي ور سره د انسان پوستكى هم سپين او ښكلى كوي د غږ پر كيفيت هم اثر كوي يعنې كه سړى د انار جوس وڅښي ورپسې خبرې يا وياندويي  وكړي  غږ يې ور سره صاف او ښكلى كيږي.

د بريټانيا يوې ډلې متخصصانو چې د انارو په هکله يې څيړنه کړې ده وايي چې د انارو په ورځني استعمال سره د وينې لوړ فشار ټيټيږي، چې د زړه او د ماغزو د حملې ويره هم را كموي  او د كار له وجې را ولاړ شوى فشار يعنې ستړيا هم ور سره كميږي.

د كوين پوهنتون متخصصاتو چې دوى هم په دې اړه يوه څيړنه كړې ، څرګندوي هغو كسانو چې په دې څيړنې كې يې برخه اخيستې وه او هره ورځ يې د انار ۵۰۰ ملي ليتره جوس څښل د كار سره يې مينه تر نورو ډيره وه او ستړيا هم پرې غلبه نه كوله.

د ټلګراف ورځپاڼې هم ليكلي چې د صحت د پاره د انارو ګتې زياتې دي او په دې اړه بايد نور ډير كار هم وشي چې انار د كومو ناروغيو په درملنه كې اغيزمن دى. د انارو په هكله كه څه هم ويل شوي كه څوك غواړي چې چاغ شي او ويې خوري نو ور سره چاغيږي خو د بلې خوا د وازدو د ويلي كيدو سبب هم ګرځي خصوصا د ګيډې او معدې په شاوخوا كې راټول شحم ويلي كوي.

د انار اوبه انټي اكسيډانټ لري چې د هغه سرطان په مخنيوي كې رول لوبوي چې د ازادو راډيكالونو په وسيله رامنځ ته كيږي. دا اكسيډانټ وظيفه لري چې همدا ازاد راډيكالونه خنثى كړي او په سرطان باندې د اخته كيدو چانس را كم  كړي. دا رنګه پر موږكانو د څيړنو څخه معلومه شوې چې د پوستكي ، سينې او پروستات د سرطانونو په مخنيوي كې د انارو اوبه خاص ځاى لري.

د انټي اكسيډانټ ماده په نورو ميوو كې هم شته لكه نارنج او انګور كې خو انار هغه يوازينۍ ميوه ده چې دا ماده بيخي ډيره لري ځكه نو د مختلفو سرطانونو په مخنيوي كې خاص اهميت لري.

انار د ميكروبونو مخنيوى كوي او د هغو كسانو د پاره هم ډيره ګټه لري چې د بډوډو د ناروغۍ سره مخ دي يا يې سروكار د دياليز سره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب