Homeخبرونهپښتین: د کابل د تېرې ورځې برید د افغانستان پر روښانه راتلونکی...

پښتین: د کابل د تېرې ورځې برید د افغانستان پر روښانه راتلونکی برید دی

تاند ( یک شنبه، د ثور ۱۹مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کابل په دشت برچي سیمه کې د تېرې ورځې چاودنې چې، له امله یې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته غندلې.

پښتین ویلي، د کابل دشت برچې کې د تېرې ورځې چاودنې د افغانستان پر روښانه راتلونکي برید دی.

بل لورته په کابل کې د امریکا، جاپان، برتانيې، چین سفارتونو هم یاد برید غندلی.

دغه راز د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو هم د کابل ښار د تېر مازديګر برید غندلی او د تاوتريخوالي پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د ښوونځي مخې ته چاودنې چې، له مله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته غندلې ده.

یاد وزارت ویلي: «کابل ښار کې د تېرې ورځې چاودنې چې، له امله یې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، په کلکو ټکو غندو او په عاجله توګه د داسې وحشیانه بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کوو.»

د کابل د تېرې ورځې چاودنو کې د مړو شمېر ۵۵ ته پورته شو

تېر مازدیګر د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې یوه دولتي ښوونځي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې وشوې.

د وروستیو معلوماتو له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د تېرې ورځې په چاودنو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۵۵ تنو ته پورته شو.

یاد وزارت زیاتوي، چې دغه راز په یادو چاودنو کې له سلو ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...