Homeخبرونهد کابل د تېرې ورځې چاودنو کې د مړو شمېر ۵۵ ته...

د کابل د تېرې ورځې چاودنو کې د مړو شمېر ۵۵ ته پورته شو

تاند ( یک شنبه، د ثور ۱۹مه) کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د تېرې ورځې په چاودنو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۵۵ تنو ته پورته شو.

یاد وزارت زیاتوي، چې د یادو چاودنو له امله تر سلو زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت هم وایي، چې په کابل کې د تېرې ورځې په چاودنو کې د مړو شمېر تر ۵۰ پورته او دغه راز له سلو ډېر ټپيان شوي دي.

تېر مازدیګر د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې یوه دولتي ښوونځي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې وشوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د تېرې ورځې په دې چاودنو کې ډېری قربانیان زده کوونکي دي.

یادې پېښې په هېواد دننه او د باندې توند غبرګونونه راپارولي دي.

افغان ولسمشر د دې چاودنې مسوولین وسله وال طالبان بولي خو وسله والو طالبانو د کابل د تېرې ورځې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...