سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا په کابل کې د تېرې ورځې برید بشرضد جنایت بللی

امریکا په کابل کې د تېرې ورځې برید بشرضد جنایت بللی

تاند ( یک شنبه، د ثور ۱۹مه)  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د تېرې ورځې خونړی برید غندلی.

یاد وزارت ویلي د نجونو پر ښوونځي او ملکي وګړو برید بشر ضد جنایت دی.

خبرپاڼه زیاتوي،چې د دې بوږنوونکې پېښې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب د افغانستان له خلکو سره شریکوي.

په خبرپاڼه کې امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې.

سرچینې همدا راز ټینګار کړی،چې دوی په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د دغه هېواد ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ په کابل کې یوه ښوونځي ته نږدې د موټربم او ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د وروستیو معلوماتو له مخې په یاده چاودنه کې ۵۰ زده کوونکي وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

ولسمشر غني هم په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی او د دې برید پړه يې پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

ولسمشر ویلي، چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي.

ولسمشرغني دغه راز امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د دې پېښې غچ له طالبانو واخلي.

بل لورته بیا وسله والو طالبانو د کابل د تېرې ورځې په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې پر ښونځیو او ماشومانو د تېرې ورځې برید غندي او دوی په دې پېښه کې ښکېل نه دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب