سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاد پستې ګټې

د پستې ګټې

تاند –  روغتیا پوهان وایي، په دوامداره توګه د پستې خوراک د انسان د وجود لپاره ډېرې ګټې لري چې د عمر په زیاتوالي سره به مو هم سترګې روښانه پاتې شي او د سترګو له هر ډول تکلیفه به په امان وئ.

دوی وایي، وروستیو څېړنو په ډاګه کړې چې که په دوامداره توګه له پستې څخه ګټه واخیستل شي، نو که عمر مو زیات هم شي نو سترګې به مو نه کمزورې کېږي.

ماهرین زیاتوي چې پسته د شکرې ناروغي په اداره کولو کې رغنده لوبوي.

د دوی په وینا په پسته کې د (ګلېکېشن) په نوم مواد شتون لري چې ستاسو د بدن قندونه مناسب حالت ته راوستلی شي.

د معلوماتو له مخې، پسته د غني انټي اکسیډانټونو سرچینه ده، نو د وینې کلسټرول او هغې ته ورته مضر حرکات چې په بدن کې ترسره کېږي، د هغې مخنیوی هم کوي.

د روغتیا پوهانو په وینا، پسته د سترګو کمزورتیا، د کولمو درد، سرطان، شکر، د زړه حملې او وزن په کنټرول کې له تاسو سره مرسته کوي.

د دوی د معلوماتو پر اساس، پسته په خپل ترکیب کې رژیمي فایبر لري او کولای شي چې د خوړو په وسیله ستاسو کولمې نرمې کړي او ارام فعالیت پیل  کړي.

د پستې مغز په خپل ترکیب کې د کاروتنويېد په نوم مواد لري چې د زیکسانتین او لوټین په نامه پېژندل کېږي.

کاروتنويېد هغه ماده ده چې سربېره پر دې چې ستاسو د نورو ناروغیو د ګواښ کچه ښکته کوي، د سترګو له کمزورۍ او له سرطاني ناروغیو هم مخنیوی کوي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پستې ګڼ ځنګلونه شته چې یو یې بادغیس ولایت دی چې د پستې ګڼ ځنګلونه لري.

چارواکي په دې ولایت کې د پستې ځنګلونه له ۲۷ تر ۳۰ زره هکټاره اټکلوي.

خو د دغو ځنګلونو لویه برخه په لرو پرتو سیمو کې دي چې تر ډېره دا سیمې د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب