یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت؛ د اروپايي ټولنې، ناټو او امریکا د وروستۍ خبرپاڼې هرکلی...

افغان حکومت؛ د اروپايي ټولنې، ناټو او امریکا د وروستۍ خبرپاڼې هرکلی کړی

تاند( یک شنبه، د ثور ۱۹مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې، ناټو او امریکا د وروستۍ خبرپاڼې  چې په کې یې د افغانستان ملاتړ کړی هرکلی کړی.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا خبرپاڼه په ډاګه کوي، چې نړیواله ټولنه د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره سوله وکړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې خبرپاڼې پر بنسټ طالبان باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم خپلو ورانکارو فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي او سوله وکړي.

د سرچینې دغه راز له ټولو هغو هېوادونو هم مننه کړې، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د راتګ په موخه هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې تېره ورځ اروپایي متحدینو له امریکا غوښتني، چې له افغانستان څخه دې د سرتېرو په ویستلو کې له احتیاط نه کار واخلي او دا بهیر چې اوس په ډېرې چټکۍ پر مخ روان دی ورو کړي.

د سرچینې د راپور له مخې یادو هېوادونو ویلي، چې په امنه فضا کې د ځواکونو ویستل وخت ته اړتیا لري.

د یادونې ده، چې امریکا د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل کړې او ویلي یې دي، چې دا لړۍ په ښه ډول پر مخ روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب