شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاروپايي هېوادونه په نړۍ کې د کورونا واکسین پر عادلانه وېش ټینګار...

اروپايي هېوادونه په نړۍ کې د کورونا واکسین پر عادلانه وېش ټینګار کوي

تاند( یک شنبه، د ثور ۱۹مه) د اروپايي او د ځینو اسیايي هېوادونو مشرانو په یوه ګډه غونډه کې په نړۍ کې د کورونا واکسین پر عادلانه وېش ټینګار وکړ.

یادو هېوادونو ویلي، چې د واکسینو تولیدوونکي ستر هېوادونه باید ژر تر ژره د واکسینو انحصار پای ته ورسوي او نورو نړیوالو ته دې هم په دې پروسه کې برخه ورکړي.

دوی نیوکه کړې، چې امریکا د سترازینکا واکسین ټول د ځان لپاره انحصار کړی او نورو هېوادونو ته یې نه دي صادر کړي.

په دې غونډه کې امریکا بیا ډاډ ورکړی، چې د ۶۰ میلیونو دوزو په شاوخوا کې واکسین به د نړۍ نورو هېوادونو ته ولېږي.

بل لورته د هند لومړي وزیر، چې په دې انلاین غونډه کې يې ګډون کړی و له نړیوالو د واکسینو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه .

اروپايي ټولنې هم هند سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

یاد هېوادونه داسې مهال د واکسینو پر عادلانه وېش ټینګار کوي، چې تازه د کورونا وبا درېیمې څپې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې سختې اندېښنې را ولاړې کړې دي.

هند یو له هغو هېوادونو دی، چې د کورونا درېیمه څپه په کې خورا په چټکې د خپرېدو په حال کې ده.

په دې وروستیو کې په ياد هېواد کې هره ورځ په زرګونه کسان د کورونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او زرګونه نور بیا پرې اخته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب