یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهسقیمد تاريخ بې‌خونده تکرار؛ يو باتور ملت، بيا غرقېږي؟

د تاريخ بې‌خونده تکرار؛ يو باتور ملت، بيا غرقېږي؟

سيدشاه سقيم||

کم و زيات اته ويشت کاله وړاندې په افغانستان کې جګړې لکه د اوس ګرمې وې، بيا “د سولې خبرې” لکه اوس تودې شوې، شهيد ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې غږ پورته کړ او پر حکومت يې “د ملي وحدت حکومت” نوم کېښود.

هغه مهال دوستم د ارګ په خوا کې ولاړ و، د شمال جهادي توپکيان اپوزيسيون ول، له پاکستان سره د حکومت اړيکې سمې شوې، جي‌ايچ‌کيو د ملي وحدت حکومت ته په حکومت کې د ننوتو اشرارو يو اوږد ليسټ ورکړ.

ګارنېزيونونه جوړل شول، ملېشې او اربکيان وسله‌وال شول، خو د جنګ لمبې د کښېناستو پر ځای، لا ژبغړاندې شوې.

ناامنۍ د هېواد له لمنو راوخوځېدې، مرکزونو ته يې خوله ورکړه، لويې لارې توپکيانو ونيوې، داړه داړه به پر لويو لارو د پاټکونو پر سر ولاړ ول، له روانو موټرو به يې باج اخيست، ځينې موټرونه به يې تشول او ځينې به يې درول.

سوکه سوکه له پاکستان سره اړيکې بېرته ترينګلې شوې، بيا پسې تر بدو بترې شوې او بالاخره شهيد ولسمشر نجيب سر ورکوم، خو سنګر نه پرېږدم چيغه پورته کړه، د وطن او کفن خبره يې ياده کړه او هېواد له پاکستان سره عملا د جګړې ډګر ته کښته شو.

ډېورنډ ته پر څېرمه پرتو سيمو د پاکستان بريدونه پيل شول، د ننګرهار حماسه په دې وخت پېښه او د پنجابيانو او جهادي توپکيانو په شرم پای ته ورسېده، خو حکومت د داخلي کشمکشونو تاب را نه وړای شوای.

وروسته “دوستم لاره بېله کړه، ملېشې او اربکيان په بدو واوښتل، سيمې يو په بل پسې د حکومت له لاسه ووتې، ذهنونه مغشوش او فکرونه ګنګس شول، خلکو همدا چيغې وهلې چې نجيب دې واک پرېږدي او بيا د ملي وحدت حکومت وروستۍ سلګۍ ووهلې، تخت نسکور شو او افغانستان اور واخيست.

ملامت به نه ياست که فکر کوئ چې زه د اوسني وضعيت او اوسني حکومت کيسه کوم.

دا د تاريخ بې‌خونده تکرار دی. هغه ملتونه چې له تاريخه عبرت نه اخلي، پر جغرافيو يې تاريخي پېښې بيا بيا راګرځي او بيا بيا تکرارېږي، خو ښايي د نړۍ هيڅ ولس به دغسې ټکي په ټکي تکرار نه وي ليدلی لکه موږ چې يې ګورو.

څه باندې څلور کاله مخکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشري د ملي وحدت حکومت جوړ شو. دوستم به سهار په ارګ کې منډې وهلې او د څاښت پر مهال به يې له رسنيو سره د ارګ په سلام‌خانه کې د خبرو پر وخت، خولې وچولې.

له پاکستان سره هغه مهال اړيکې ښې شوې، يو تړون هم لاسليک شو، خو اړيکې بېرته ترينګلې شوې، تړون لغوه شو او بيا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې وويل چې له پاکستان سره په نااعلان شوې جګړه کښېوتی دی.

پخواني جهادي توپکيان بيا په اپوزيسيون کې دي او له حکومت سره په ډغرو کې پر نظام داسې وارونه کوي چې د دې نيمه‌نيمزاله نظام ستنې ورسره ښوري.

دوستم پخوانۍ ملېشې بيا وسلې والې کړې، تر دوو دريو لښکرکشيو او مانورونو وروسته يې ارګ تر شا پرېښود او يو ځل بيا د حکومت مخ ته ودرېده.

په تېرو کلونو کې ناامنۍ تدريجي زياتې شوې، ولسوالۍ سقوط شوې، ولايتونه له ګوتو ووتل، غزني اور واخيست، پر فراه قيامت راغی، د کندوز د څلورلارو پر فوارو طالبانو استنجاوې وهلې او په کوڅو کې يې توپک په اوږه قوماندانانو په موبايلونو کې د چينجي ګېمونه وهل.

پر لويو لارو اوږدې ږېري او ځړېدلې لمنې وروختې، له موټرو باج اخيستل پيل شول، شکمن مسافر په نيمه لار کې له موټرو کښته کېدل پيل شول او اوس د هېواد حلقوي سړک د طالبانو د عوايدو لويه برخه جوړوي.

 دا دی بيا د سولې خبرې خوله په خوله کېږي، يو په بل پسې د سولې ناستې کېږي او بې نتېجې ختمېږي. ولس نه پر ډيموکراسي باور لري، نه يې د وطن راتلونکي ته تمه پاتې ده. د جنګ د دوام تاب ختم دی، خو د سولې له پروسې هم د خپلو اولادونو د وينو بوی ورځي.

ولس بيا ګنګس دی، اذهان مغشوش دي او له فکرونو د حل لارې ورکې دي.

ځينې ځينې اوس بيا چيغې وهي چې ولسمشر دې واک خوشې کړي. ځينې نور کټ مټ لکه څه کم درې لسيزې وړاندې د موقت حکومت ډول په غاړه ګرځوي، ځينې له نظامه دننه دښمن ته لکۍ ښوروي. ځينې يې په حکومت کې دننه د واک پر سر په کمکشو اخته دي او حکومت له دننه له پښو غورځوي.

ملېشې او اربکيان بيا په بدو اوښتي، حکمتيار ژوندی ګرځي، د مسعود پر ځای شل مسعودان نور ناست دي، د ربانې زوی يې تر پلار لوړ کښېني، سياف تر پخوا تر و تازه دی، دوستم تر بغل زوی هم درولی، اسماعيل خان لا هماغه چهارخانه‌يي دسمال تر سر پېچلی او پاتې نور توپکيان چې مخکې يې دا وطن ټوکر ټوکر کړ، لا هم ژوندي، ګړندي او د نظام په دښمني کې ښه خونړي دي.

که د تاريخ دې بې‌خونده تکرار ته په ځير وګورو، يوازېنی بدلون چې راغلی هغه د ولسمشر په نوم کې دی، خو نومونه هم دوه په درې حصې سره ورته دي.

ډاکټر نجيب احمدزی، ډاکټر غني احمدزی

کلونه وروسته تاريخ بيا تکرارېږي. د ساعت عقربه سوکه سوکه د سقوط نقطې ته نږدې کېږي. موږ لکه پر ټايم بم چې سپاره يوو، هره لحظه چې تېرېږي، د انفجار وخت رالنډېږي. زموږ لاسونه او پښې د خپل حماقت په رسۍ تړلي او د خپلې خودخواهي په چاړه، لکه د قرباني اوښ، اووه واره حلالېږو.

د ۲۰۱۹ د اګست ۲۸ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب