لیکوال: همایون بهادري
زموږ وطن کې د فکري جنګ او تبلغاتو مورچې ته تللي جنګیالیان ورځ تر بلې پرشاتګ کوي. د دې پر ځای چې نظام ته اکسیجن ورکړي، دوی یې له انظامه غلا کوي. ملامت نه دي دوی خپله د ناپوهۍ د مرګ په پوله پراته دي. داسې ښکاري چې په نن او سبا کې به یې په تابوت باندې وروستي مېخونه ټک وهل شي.
ټول په دې پوهېږو چې فکري جنګ او تبلغات د سوټي او ټک چپه تر جنګ سخت او مهم هم دی. هر جنګ په فکر ګټل کېږي او فکر په سوټي نه خپلږي او نه عام کېږي. که جنګ کوو باید پام هم وکړو، چې پام د فکر په مرسته کېږي. که فکر ونه کړو ښایي خپل ورمېږ په خپله توره پرې کړو. که په میوند کې ملالې په یوه ټپه شازلمي نه وای مست کړي، نو موږ به نن هم دا ویاړ نه لرلای او اوس به هم هغه د دیدار وزیر صاحب خبره لګیا به وای د بایلل جنګ اسباب به مو را ټولو لولای. ملالې د وخت په اړتیا فکر وکړ او شازلمو ته یې په ډک ستوني ټپه وویله یا وویل شوه او بری خپل کړه.
اوس هم که موږ د ټولنې اړتیاوې درک نه کړو او په هغه باندې ځان پوه نه کړو؛ نو موږ به فکري جنګ بایللی وي او تبلغات به مو بې مانا وي. زموږ ټولنه لکه غریب یتم په لږ څه ډېر خوشالېږي. بدبختي دلته ده چې هغه لږ څه باندې زموږ هغه کسان نه پوهېږي چې د تبلغ لپاره د د نظام له چراغ څخه تېل را پټوي او ځان د فکري جنګ په لومړۍ کړښه کې ولاړ سرتېری ورته ښکاري. مګر د ده فکر لکه هغه د دروغحن مجاهد شاجور چې په یو پوچک کارتوس یې سهار تر ماښامه له روسانو سره جنګ کړی و. دی هم غواړي ټول عمر په دغه پوچ زربې وکړي او خلک ویښ وساتي. دا نو بیا هېڅ امکان نه لري چې دی دې په پوچ کارتوس دښمن له مورچې پسې واخلي پر ځای یې خپل د بري بیرغ ودروي.
زموږ اکثریت فکري جنګیالانو د ټولنې په ارزښتونو نه پوهېږي او نه ځان پوهوي، ځکه خو یې هره خبره یې دمره اثر کولي لکه په پیل باندې د مچ وزن. ډېری یې زموږ ټولنې ته د یوې ډېرې پرمخ تللې ټولنې په نظر ګوري. دوی دلیل وایي چې نو موږ تر چا کم یو او پرمختګ باید وکړو. و سړیه پرمختګ د هر هغه چا خوښېږي چې په ککرۍ کې یې د مغزو په نوم یوه سپينه ماده وي نه خوشایه. خبره دا ده چې پرمختګ مو نه دی کړی. لا ورته جوړ هم نه یو او ته د دې لپاره یې چې د ولس دا فکر کې د پرمختګ خوند و پېچکاري کړي چې بله ورځ د وطن آبادۍ ته تر تا مخکې ملا وتړي او لېچې را بډوهي. تر هر څه وړاندې باید ولس ته د پرمختګ لارې چارې او له جنګ د نفرت خبرې وکړو او دې ته اړ کړل شي د جګړې پر ځای د مینې تخم وشیندي.
زموږ ټولنه لا فکر کوي چې ښه ژوند ته د رسېدو یوازینۍ لار جنګ دی، مګر د تبلیغ دستګاه ته ناست کس دا نه شوي ورته ویلی چې سړیه جنګ کې یوازې د څو کسانو او په ارامۍ او امنیت کې بیا د ټول ولس د سوکالي ده.
د آبادۍ خبرونه که څومره هم ډېر شي خوند لري، خو تر څنګ یې باید پر هغه چا هم کار وشي چې تر آبادۍ په ورانۍ ډېر خوشاله وي.
ځينې بیا هغه څه د ټولنې مخې ـ مخې ته کوي چې د هغه په ښه او بد یې هر هغه څوک پوهېږي چې ځان د دې وطن بولي. په داسې حال کې چې باید داسې څه راوسپړل شي چې له منلو او ستایلو یې عام ولس منکر وي. دا سپړنه هم باید داسې وي چې وګړو کې د وطنپالنې جذبه راویښه کړي. هر ټولنیز او مذهبي ارزښت باید پام کې ونیول شي. زموږ لپاره ښه او بریالي تبلغات هغه دي چې د ټولنې د خلکو سره مدهبي تړاو ولري. په دې هم پوهېږو چې اوس وخت نړۍ د مذهب تر کړۍ وتلې ده. مګر زموږ ټولنه لا دې ته نه ده تیاره چې د مذهب کړۍ ماته کړي. اوس وخت کې تر ولسواکۍ هم موږ وطندوستۍ ته اړتیا لرو، ځګه تر هر چا وړاندې زموږ چارواکو او د نظام تبلغیانو د ولسواکۍ په څېره خاورې شیندلې دي. د دې پر ځای چې فردي آزادي ومني او د نظر زغمل زده کړي، دوی رټل او پوچ او پاش ښه په خوند زدهکړي دي.
په کار خو دا ده چې حکومت خپل هغه کسان چې د خلکو مخې ته یې د ویاند یا بل هر هغه چا په څېره معرفي کړي دي. باید د مسلکي کسانو لخوا وروزي او بیا یې رسنیو ته ورمخکې کړي. دلته خو له هر څه د ګوړې اچار جوړ کړي دي، د تبلغاتي کارونو لپاره نامسلکي کسان ګمارلي او بېځایه مصرفونه پرې کوي. تر دوی هغه في سبیل الله وطندوستان او آبادۍ غوښتونکي ښه چلېږي.
د ټولنې او خلکو مطالعه کول؛ پر دین او مذهب باندې پوهېدل زموږ سره په ښه تبلغ کې ریاته مرسته کوي.
له تاند څخه مننه!