پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې پر ملکي کسانو نننیو چاودنو توند غبرګونونه راپارولي

کابل کې پر ملکي کسانو نننیو چاودنو توند غبرګونونه راپارولي

تاند(شنبه، د ثور ۱۸) ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې نننی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ددې برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده او ولسمشر ویلي چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي.

نوموړي همدا راز دا برید بشر ضد جنایت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د قرآن عظیم الشان د نزول په شپه هم عام افغانان د وير پر ټغر کېنول.

هغه امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې ددې پېښې غچ له طالبانو واخلي.

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او هغه یې انسان ضد او بشر ضد جنایت یاد کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما هم په یوه پیغام کې د نجونو پر ښوونځي موټربم برید په کلکو ټکو غندلی دی او په دې اړه یې خپلې خواخوږۍ مراتب د قربانیانو له کورنیو سره شریک کړي دي.

نن مازدیګر د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې یوه دولتي ښوونځي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوې دي.

وروستیو مالوماتو کې کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دشت برچي سیمې په نننې چاودنه کې ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د کابل په ننني برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې پر ښونځیو او ماشومانو نننی برید غندي او دوی په دې پېښه کې ښکېل نه دي.

تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د کابل په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ ته ورسېد

4 COMMENTS

  1. الله ته رحم را باندې وکړې.

    الله دې د افغانستان دښمنان (ټالبان، داعشیان، پاکستان، ایران، امریکا، روسیه) ټول تباه کړې. یا الله که ټول افغانان ستا د ترحم مستحق نه وي. ته خو هغو معصومو ماشوما ته وګورې چې لا خبرې نه شی کولی او د داعش او طالب قاتل په لاس وژل کېږي.

  2. نور د غندنو وخت تېر دی، شل کاله شو چې هره ورځ غندنې کوو. په غندنو والله که دا ملت جوړ شي. د طالب او د ای اس ای د ټولو لاسپوسو پر ضد ملی قیام او جدي عکس العمل ته ضرورت دی. داسې ناروا والله که د نړۍ په هيڅ ګوټ کې پېښ شوي وي یا وشي. دا افغان نسل وژنه ده. حکومت باید دا موضوع په نړېواله سطحه مطرح کړي او تر شا یې سخت ودرېږي او تر څنګ یې خپل ضد استخبارات په کار واچوي او د هر عمل پر ضد باالمثل اقدام وکړي، کنه والله که ددې په شان نورو حماو مخه ونیوله شي. دوی غواړي له دې لاره د افغان قومونو تر منځ دشمني واچوي. خو افغان ولس به انشاءالله ددوی هر پلان شڼد کړي. الله دی ددې شهېدانو کورنیو ته صبر ورکړي. لعنت پر طالب چې د پردیو د ګتو لپاره یې دې ټولو کړونو ته یې زمینه برابره کړې.

  3. هر قتل عام چې افغانستان کې تر سره کيږي طالب يي بايد جواب ور کړي… دا که هزاره،تاجک ایماق يا پښتون ځان کې بایلي ټول افغانانو ته شرم پکار ده او ددې جواب غوښتل په هر افغان فرض عين ده… طالب نه افغان ده نه مسلمان، یوازې د پنجاب غلام او جاسوس ده او د افغانستان تباهۍ ته يي قران او رسول بهانه کړای… دوی نه د خلاصون لاره يوازې د سريلنکا د پړانګانو په شان عمل پکار ده چې له هر غار او کور نه يي افغانان بايد ورک کي…

  4. مومن وروره کاشکه دا کار افغانان بلخوصوص پښتانه وکړي چه دا ناولي له جماته او له کلي کوره ورک کړي
    طالب ته خو کاروانه د افغانستان له دولته نه راځي همدا پښتانه د چه ډوډی ورکوي او په جماتو کي شپي ور کوي.
    تر څو چه د طالب پارازيته تايفه د دپښتو له ميشتو برخو ورک نشي په د بدبختيو به دوی پشتانه اخته وو او اخته به يي.
    تالب ، سيد، حضرتان………..دا ټول انګريزانو د پښتنو دبدبختي، علمي ورسته پاته کيدو لپاره روزلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب