قدرت!!!
دا یو ټکی د طالبانو د بشپړي ایډيالوژۍ واحد محور دئ، همدغه یوه کلمه د دې ټولي مقالې محتوا په ځان کي را نغښتلای سي.
طالبانو په افغانستان کي دا شل کاله د اشغال په پلمه د «جهاد» په بټۍ کي په زرګونو خپل جنګیالي وسوځول او هم ئې د هیواد په لکونو وګړي لو لپه کړل. اوس بیا د اشغال د خاتمې سره سم د فاسد نظام عذرئي د جنګ ادامه ده.
پر دې حقیقت سترګي نه سو پټولای چي په دولت او حکومت کي فاسدي کړۍ ډېري دي خو نظام په هيڅ ډول بدګڼو ککړ نه دئ. د نظم او قانون دا دستګاه نه د اشرف غني شخصي ملکیت ده، نه د عبدالله عبدالله جایداد ده او نه هم د کرزي اجاره داري ده بلکه دا زموږ د ملک یکړه او زموږ د ټولو عمومي شته مني ده.
څرنګه چي طالبان د حکومتولۍ اوسنی ډول غیر شرعي ګڼي نو ځکه په کراتو کراتو ترې غوښتل سوي دي چي په اساسي قانون کي هره هغه ماده یا ټکي چي د اسلام سره په ټکر کي وي مشخصي کړي او بدلون پکښي راولي لاکن د دوی جواب او شعار هم دا دئ چي د شریعت تر نفاذه به جنګ دوام ولري.
دا دوې لسيزي طالبانو په افغانستان کي د امارت د بېرته را ستنېدو خوبونه لیدل مګر د دوی پر هیلو باندي په دې ورستیو کي د هغو ملکونو چي دوی ئې له کلک او پراخ ملاتړ څخه برخمن ول خاوري واړول سوې کله چي هغوی (پاکستان، ایران او روس) د امارت د حکومتي روش پر وړاندي ګډ مخالفت څرګند کړ.
له طالبه اوس لار ورکه ده، د امارت نوم ئې له خُلې ولوېد خو و هېوادوالو او نړېوالو ته ئې د اسلامي نظام ورد پر ژبه جاري سو.
خو، څنګه اسلامي نظام؟ خلافت؟ امارت؟ اسلامي جمهوري؟ شاهي؟ یا کوم بل غوره انتخاب لري دوی؟ په دې اړه د ملا صاحبانو غبرګون مبهم دئ. خلافت او امارت ته ئې سیمه او نړۍ نه پرېږدي، په شاهي کي د طالبانو د مختلفو ډلو او اشخاصو ګټي نه دي خوندي نو پاته سو اسلامي جمهوريت چي ګڼ شمېر افغانان، ګاونډي هيوادونه او نړيواله ټولنه اجماع پر لري.
نو راسئ بحث له همدې جمهوریته را پیل کړو طالبانو، چي ستاسو د دوو خواخوږو او زموږ د «ګاونډي وروڼو» ، ایران او پاکستان، بحاله حکومتي نظامونه دي، چي تر چتر لاندي ئي افغانستان ته مسلسلي فتواوي صادر کېږي.
پاکستان او ایران خپل په ګاونډ کي د هيڅ داسي دولت پلویان نه دي کوم چي د باغي تندلارو په طفېل منځ نه راغلي وي ځکه چي دا به په پاکستان کي و جنګېدونکو مذهبي افراطیانو ته د پاروني يوه اعلی نمونه وي. همدا رنګه به د داسي سخت سرو سنیانو حکومت په منطقه کي و شیعه ایران ته یو جدي او ابدي ګواښ وي لکه څرنګه چي اوس ورته سعودي عرب دئ. آیا ایران به دا مقوله قبوله کړي چي «یک نه شُد دو شُد» ؟
په همدې ډول د افغانستان شمالي ګاونډیان تر روسیې پوري د طالبانو او ترهګرو ډلو له اړیکو څخه سخت هراس لري او په دې پوهېږي چي که طالبان واک ته ورسېږي نو به و داسي ترهګرو اسلامپالو ډلو ته په خپل داخلي چارو او بهرني سیاست کي نرمه ګوښه ورکړي چي پایلي ئې و دوی ته ورانوونکي دي.
په دې ورستیو کي طالبانو ځکه خپلو حملو ته زور ورکړی دې تر څو:
هڅه وکړي هېواد د زور له لاري ونیسي، چي شونی نه بریښي
خپله نظامي وړتیا وښيي، چي کومه خاصه ګټه نه ورته لري
د افغان دولت سر د مذاکراتو د مېز پر سر تر حق زیات امیتیازات تر لاسه کړي، چي امکانات به ئې کم وي
خپل ځان خطاکول ترټولو غټ مشکل دی. کیدای سی په همدی دلیل زیات افغانان ووژل سی.