دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۳) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۳) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم:هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

دیارلسمه برخه

دویم څپرکی

هومیوساپیینس یا ځیرک انسان دنیا ته مانا او مفهوم ورکوي

دا څه ډول دنیا وه چې انسان جوړه کړه

څنګه انسان  په دې قانع شو چې د نړۍ نیواک کافي نه دی بلکه باید مانا او مفهوم هم ورکړل شي؟

څه ډول هیومانیزم یا انسان پالنه د نړۍ په مهم مذهب بدل شو؟

۴

کیسه او داستان ویوونکی

حیوانات لکه لیوان او بیزوګانې په دوه ګوني واقیعیت کې ژوند کوي، یا واقعیتونه په دوه ډوله پيژني له یوه پلوه له خپل ځانه بهر له عیني واقعیتونه سره اشنا دي د مثال په توګه ونې، ډبرې، سیندونه او داسې نور. له بلې خوا په خپل وجود کې ذهني واقعیتونه احساسوي. لکه ویره، خوشالي،  تمایلات او داسې نور. ساپیینس یا ځیرک انسان بر عکس په داسې واقعیتونو کې ژوند کوي چې درې طبقې یا پردې لري. په بله وینا واقعیتونه په درې ډولونو پيژني د ونو، غرونو، سیندونو، ویرې، او تمایلاتو په شان د عیني او ذهني واقعیتونو ترڅنګ د انسان یا هوموساپیینس نړۍ کیسې، افسانې، تاریخ، پيسې، خدیان، ملتونه، او نړیوال شرکتونه هم لري. لکه چې تاریخ شاهدي ورکوي د سیندونو، ویرې او غرایزو اغیز ورو ورو کم او د خدایانو، ملتونو، او شرکتونو اغیز ترې زیات شو. که څه هم لا زیات سیندونه په نړۍ کې شته دي او خلک لا هم له ویرې او هیلو اغیزمن کیږي خو عیسی، د فرانسې جمهوریت او د اپل شرکت سیندونه په خپل کنټرول کې راوستي دي او په دې پوه شوي دي چې څنګه  زموږ ژورې ویرې او شوقونه بڼه خپلوي.

 د یوویشتمې پیړۍ ټیکنالوجي په غالب ګمان دغسې تخییلات نور هم پياوړي کوي له دې کبله د راتلونکې د درک او پیژندګلوۍ لپاره دا اړینه ده چې پوه شو عیسی، فرانسې، اپل او نورو څنګه او څه ډول دغه توان او وړتیا پیدا کړه. انسان ګمان کوي چې تاریخ جوړونکی دی خو په حقیقت کې تاریخ د کیسو او تخیلاتو پر نيټورک یا شبکې را چورلي. د انسان فردي وړتیاوې د ډبرو له زمانې تر اوسه ډیرې نه دي بدلې شوي. که کوم بدلون هم په ټوله کې رامنځته شوی وي هغه دا دی چې انسان په وګړنیزه توګه کمزوری شوی دی. خو د دې په وړاندې د تخیلاتو او کیسو نټورک یا شبکه پرله پسې مذبوته او پراخه شوې ده. دغه تخیلات او داستانونه دي چې تاریخ ېې د ډبرو له زامانې د سیلیکان تر زمانې پورې را رسولی دی. (د سلیکان له زمانې هدف د مډرنې ټیکنالوجۍ زمانه ده. سلیکان ویلي په امریکا کې یوه منطقه ده چې ټول ټیکنالوجیکي شرکتونه پکې پراته دي. ژباړن.)

هرڅه له کابو اویازره کالو مخکې پیل شول. دا هغه وخت ؤ چې ادراکي انقلاب (cognitive revolution) رامنځته شو. له دغه انقلاب سره انسان دا وړتیا پيدا کړه چې په خپلو خیالونو او فانټیزي کې د موجودو شیانو په هکله خبرې وکړي.  انسان په وروستیو شپېته زره کلونو کې ډیرې زیاتې تخیلي شبکې یا چینلونه جوړ کړي دي خو ټول دغه چینلونه واړه او ځايي وو. د نیکونو روحانيت چې د یوې قبیلې له لوري ېې عبادت کیده د ګاونډۍ قبیلې لپاره نا اشنا او بېګانه وه. اروا به په یوې سیمې کې ارزښت درلود چې له یوه غره به وا وښتې او بلې سیمې ته به ورسیدې نو بې ارزښته به شوه.  له دې ټولو سره سره د نیکونو روحانیت او د ارواوو په شان افسانو او کیسو هوموساپیینس ته ډیره ګټه ورسوله. ځکه چې له همدې امله په سلګونو او زرګونو انسانانو په فعاله توګه له یو بل سره ملګرتیا او ګډکار کاوه. دغه وړتیا بیزوګانو او نیاندرټال انسان (هغه انساني ذات چې کابو څلویښت زره کاله مخکې منقرض شوی دی«Homo Neanderthalensis» ژباړن.) نه درلوده. هومیوساپیینس ښکاریان وو او یا ېې د ونو او بوټو ریښې راټولولې نو دوي نه شواي کولی د ښکار او یا د ریښو په راټولو سره یوه لوي ښار او لوېې پرګنې ته خواړه برابر کړي ځکه نو په وړو وړو ډلو او قبیلو کې به ېې ژوند کاوه. دا په دې مانا ده چې د ډبرو د زمان شیطانان، پیریان او دیوان په هغه وخت کې کمزوري مفهومونه وو ځکه چې عام نه وو او د ټولو لپاره یو شان نه وو.

له کابو دولس زره کاله مخکې کرهڼیز انقلاب پيل شو، دغه انقلاب د پراخو او مذبوتو ګډو ذهني او خیالي شبکو لپاره مالي بنسټونه برابر کړل. کرهڼې په لویو ښارونو کې د زرګونو کسانو او په پوځونو کې د منظمو سپاهیانو د مړولو امکانات برابر کړل. نو دغې پراخې ملګرتیا  لوېې او نورې هم مذبوتې منځوۍ یا ګډې ذهني شبکې ته اړتیا درلوده. لومړنیو کروندګرو د ډله ییزو افسانو اړوندو معلوماتو د ساتلو او د پرګنیزو ملګرتیاوو د منظمولو لپاره د معلوماتو یا ډیتا په تحلیل کې یوازې په فردي توګه د خپلو ماغزو په وړتیاوو تکیه کوله چې دغه وړتیاوې کافي نه وې نو ډله یزې ملګرتیا ته ېې اړتیا درلوده.

 کروندګرو د لویو خدایانو په افسانو دیر باور درلود. دوي  د خپلو خوښو خدایانو لپاره معبدونه جوړ کړل، د دوي  د درناوي لپاره ېې جشنونه جوړول،  قربانۍ ېې ورته کولې او ځمکې، مزدوران او ډالۍ به ېې ورکولې. کابو شپږزره کاله مخکې د لرغونو سامریانو په لومړنیو ښارونو کې معبدونه یوازې د عبادت لپاره نه وو بلکه مهم اقتصادي او سیاسي مرکزونه هم شمېر کیدل. د سومریانو خدایان بیخي د ننیو شرکتونو او مارکونو یا برنډونو په شان وو. په اوسني وخت کې شرکتونه خیالي حقوقي مرکزونه یا ادارې دي چې جایدادونه لري، پیسې په پور ورکوي، خلک په کارونو ګماري، او تجارتي نوښتونه کوي. د لاګاش ( د دجله او فرات)، اوراک (د عراق د جنوب) او شوروپاک (د سومریانو ښار) خدایانو د قضايي ادارو په شان فعالیت کاوه چې ځمکه به ېې په اجاره ورکوله مرییان ېې ساتل، پورونه او تنخواګانې په ېې ورکولې او دغه راز بندونه او کانالونه به ېې جوړول.

له دې چې خدایان نه مړه کیدل، او نه ېې هم ماشومان درلودل چې په جایدادونو شخړه وکړي نو شتمني او قدرت ېې ورځ تر بلې زیاتیده. ورو ورو یو شمېر سومریان د خدایانو کارکوونکي شول. له هغوي ېې پیسې پور کولې، د هغوي په کروند کې به ېې کارونه کول او خدایانو ته به ېې مالیه هم ورکوله. لکه نن سبا چې په سانفرانسیسکو کې ېې ګورو. دلته د مثال په توګه جان د ګوګل مامور دی او ماري د مایکروسافټ لپاره کار کوي همداسې چې په لرغوني اوروک کې یو کس د «اینکي» په نامه د یو خداي کارکوونکی ؤ خو ګاونډي ېې له بل خداي «اینانه» سره کار کاوه. د اینکي او اینانه خدایانو د اوروک  په ځمکو واک چلاوه او د هغوي  تجارتي خدايي نښې او برنډونه به پر معبدونو، جامو او محصولاتو لګیدلي وو. د سومریانو لپاره اینانه او اینکي همدومره واقعي او حقیقي وو لکه موږ ته چې ګوګل او مایکروسافټ حقیقي ښکاري. د سامریانو خدایان د ډبرو په زمانه کې د خپلو نیکونو له ارواوو، دیوانو او پیریانو پیاوړي وو.

طبیعي خبره ده چې خدایانو په خپله چارې نه سمبالولې ځکه چې هغوي یوازې په انساني خیالونو کې شتون درلود. د ورځنیو چارو مدیریت د معبدونو د ملایانو او مخکښانو له لوري ترسره کیدلې. همدغه شان ګوګل او مایکروسافټ له غوښې او وینې جوړ انسانان ګمارلي دي چې چارې سمبال کړي. وروسته وروسته چې کله خدایانو نوره شتمني او قدرت پيدا کړ نو پادریانو یا ملایانو د چارو د سمبالښت وس نه درلود نوښايي دوي د اسمانانو د قدرتمن خداي او یا الهې استازیتوب کاوه خو په خپله دوي هغه انسانان ؤ چې ممکن ګناه وکړي، او یا هم مړه شي. دوي  دا وس نه درلود چې د اینانه خداي جایدادونه په یاد ولري. د مثال په توګه دا سخته وه چې څوک په یاد ولري چې د اینانه کوم کارکوونکي تنخوا اخیستې ده، د خداي کوم پوروړي خپل پور پرې کړی دی او خداي له پوروړو څخه څومره سود اخیستی دی. له همدې امله  په سومریانو یا د ځمکې په هره بله برخه کې انسان د کرهڼیز انقلاب په لومړنیو زرو کلونو کې د ګډکار او ملګرتیا په وړاندې خنډونه درلودل. لوېې باچاهۍ او امپراتورۍ نه وې جوړې شوې، دغه راز هیڅ ډول پراخ تجارتي نټورک شتون نه درلود. او هیڅ دین نړیوال شوی نه ؤ.

دغه خنډونه څه د پاسه پنځه زره کاله مخکې کم شول دا هغه وخت ؤ چې سامریانو لیک اختراع او پیسې جوړې کړې. دغه له یو بل سره نښتې غبرګولي له یوه موراو پلاره، په یوه وخت او یوه ځاي کې وزیږیدل چې د ا نسان د ماغزو د محاسبې سرحد ېې له منځه یوړ. لیک او پیسو له زرګونو کسانو د ماليې د اخیستو زمینه برابره کړه او د پېچلیو بیروکراسیو او دفتري کارونو لپاره ېې لاره اواره کړه. په دې ډول لوېې باچاهۍ رامنځته شوې. په سامره کې دغه باچاهۍ د خداي په نامه د پادري یا ملا باچاهي وه او د دوي له لوري هرڅه اداره کېدل. د نیل په غاړه پراته ولسونه تر دې هم وړاندې لاړل او د پادري یا ملا په جامه کې  باچاهانو له خدایانو سره ځان واغښه او ځانونه ېې ژوندي خدایان (فرعون) وبلل.

مصریانو فرعون ته د خداي د استازي په سترګه نه بلکه د حقیقي خداي په سترګه کتل. ټول مصر د دغه خداي مالکیت ؤ او ټول ولس باید د ده امرونو ته غاړه ایښې وای، او مالیه ېې ورکړي. فرعون د سامریانو په شان په خپله خپل جایداد نه اداره کاوه ځینو به د وسپنیز سوک په زور حاکمیت او هرڅه اداره کول او ځینو به په مهمانیو او جشنونو مصر اداره کاوه خو په دواړو حالتونو کې اصلي اداري او دفتري کارونه په زرګونو نوکرانو او کارکوونکو کاوه چې لیک لوست ېې کولی شواي. فرعون د نورو انسانانو په شان یو بیولوجیکي بدن درلود چې بیولوجیکي اړتیاوې ېې درلودې خو دغه بیولوجیکي فرعون مهم نه ؤ. د نیل په غاړه حقیقي حاکم هغه خیالي فرعون ؤ چې په کیسو او تاریخونو کې موجود ؤ او میلیونونو مصریانو ېې یو بل ته کیسې او افسانې بیانولې.

 کله چې  به فرعون په پلازمېنه ممفیس کې ناست ؤ او له خپلو وینځو سره په عیاشۍ بوخت ؤ او انګور به ېې خوړل د هغه مامورینو او سپاهیانو به په ټوله باچاهۍ کې د مدیټرانې له غاړو د حبشې تر بیدیاګانو ګزمې کولې، د ماليې مامورینو به حساب کتاب کاوه چې کوم ښار څومره مالیه ورکړې او دا ټول به ېې د پاپیروس په اوږدو طومارونو لیکل او ممفیس ته ېې استول. کله چې به له ممفیس څخه لیکنی حکم راغی چې د مثال په توګه پوځ ته عسکر وګماري او یا د ودانیو لپاره کارګر پيدا کړي نو کارکوونکو به د اړتیا وړ کسان راغونډ کړل. دغه کارکوونکو به تل پام کاوه چې د باچاهۍ په ګودامو کې څومره غله موجوده ده، څو کاري ورځې پکار دي چې د اوبو کانالونه او زیرمې پاکې شي، ممفیس ته د استولو لپاره څو دانې هیلۍ او خنځیران پکار دي چې د فرعون په حرم کې د خوړو کمی رانه شي. دغه بیروکراسي او سیستم حتي په هغه وخت کې هم روان ؤ او چلیده چې ژوندی خداي یعنې فرعون به مړ شو او د هغه جنازه به ېې له مومیايي کولو وروسته له ممفیس څخه بهر سلطنتي هدیرې ته لیږدوله. که فرعون مړ هم ؤ خدمتګارانو او مامورینو ېې لیکل کول، مالیه ېې راټولوله، امرونه ېې صادرول، او د راتلونکي فرعون د دربار لپاره ېې تیاری کاوه.

۲۱- د جامو او وسیالو مارک یا برنډ موډرنه ښکارنده نه ده. فرعون هم د ایلویس پریسلي په شان تر ډېرو ژوندیو مخلوقاتو پياوړی برنډ یا مارک ؤ. د فرعون نوم او مفهوم د هغه د میلیونونو پیروانو لپاره له غوښې او وینې د جوړ انسان په پرتله ارزښتمن ؤ او له مرګ وروسته ېې هم عبادت کاوه.

که موږ د سامریانو خدایان د خپل وخت له برنډونو او مارکونو سره پرتله کړو نو ډیر ورته والی به راته څرګند شي اود اوسنیو لویو کمپنیو نومونه زموږ په ذهن کې تداعی کوي. ژوندي خدایان لکه فرعون چې خیالي قدرت او اغیز ېې درلود د ایلویس پریسلي، ماډونا او جیسټین بایبر په شان برنډونه او مارکونه دي. د فرعون په شان ایلویس هم یو بیولوجیکي بدن او بیولوجیکي اړتیاوې، احساسات او عواطف درلودل.  ایلویس به خوب، خوراک او څښاک کاوه خو هغه تر یو بیولوجیکي بدن وراخوا مخلوق ؤ. د فرعون په شان ایلویس یو تاریخ، یوه افسانه او یو برنډ ؤ. او دغه افسانه او برنډ تر بیولوجیکي بدنه ډیر مهم ؤ. کله چې ایلویس ژوندی ؤ د هغه برنډ یا نوم به د کسټونو، ټکټونو او حقوقي امتیازاتو له لارې په میلیونونه ډالره ګټل. په خپله ایلویس د دغو ټولو کارونو یوازې یوه وړه برخه ترسره کوله. د کارونو زیاتره برخه به د هغه استازو، وکیلانو، پروډیوسرانو، او سکرټرانو تر سره کوله. کله چې بیولوجیکي ایلویس د یوه فرد په توګه مړ شو نو تجارت او نوم ېې همغسې روان دی. د ایلویس مینه وال لا هم د زړونو د دغه باچا عکسونه او کسټونه یا سي ډي ګانې اخلي. راډیوګانې لا هم د امتیاز د خاوند په توګه د هغه په نوم پيسې ورکوي. په کال کې پنځه لکه کسان د ټینسي په ګریسلنډ کې د هغه قبر ته ورځي لکه د فرعون د ممفیس هدیرې په شان چې پخوانیو مصریانو ته سپېڅلې وه.

تر دې وړاندې چې لیک اختراع شي کیسې او افسانې هم د انسان د ماغزو د ظرفیت په کچه وې. هیچا پیچلې کیسې او افسانې نه شواي جوړولی ځکه چې خلکو نه شواي یادولی خو چې کله خط او لیک اختراع شو نو د ډېرو پیچلو او اوږدو کیسو او تاریخونو د لیکلو لپاره زمینه برابره شوه. ځکه چې دغه کیسې په انساني ماغزو کې نه بلکه په پاپیروس پاڼو او ډبر لیکونو کې خوندې شوې. په مصر کې هیچا دا وس نه درلود چې د فرعون جایدادونه، ماليې او عشر په یاد وساتي. ایلویس پریسلي ټول هغه تړونونه چې د ده په نوم کیدل نه لوستل. هیڅ ژوندی موجود د اروپا په ټولو قوانینو او اصولو بر لاسه نه وي، هیڅ  یو صراف یا د سي اي اې جاسوس په نړۍ کې د هرډالر د لګولو او ګټلو پل نه شي څارلی. خو دغه ټول شیان په یو ځاي کې لیکل شوي او خوندي شوي دي. دغه ټول اړونده اسناد او کاغذونه دي چې د فرعون، ایلیوس، اروپا، او ډالرو د توان او حاکمیت پیژندګلوي ده.

لیک انسان ته دا وړتیا ورکړه چې خپله ټوله ټولنه د الګوریتمونو په شان منظمه کړي. موږ پر الګوریتم مخکې خبرې وکړې. کله چې موږ هڅه وکړه انساني عواطف درک کړو او ماغزو په فعالیت او کړچار پوه شو. موږ الګوریتم د بېلابېلو پړاونو ارزښتمنه ټولګه وبلله چې د محاسبې، د ستونزو د اواري او پریکړو په وخت ترې کار واخیستل شي. په نالوستو ټولنو کې خلک د محاسبې او پریکړو لپاره له خپل ذهنه کار اخلي خو په لوستو ټولنو او په منظمو چینلونو کې هر انسان  په یو پراخ الګوریتم کې یوه وړوکی ګام یا پرزه ده او په ټول کې دا الګوریتم دی چې پریکړه او انتخاب کوي. دا د بیروکراسۍ اساس او بنسټ دی.

 د مثال په توګه یو مډرن روغتون په نظر کې ونیسئ. کله چې روغتون ته ننوځئ په رسپشن یا د معلوماتو په غرفه کې یوه فورمه درکول کیږي او  منشڼه یا رسپشونیسته له تاسو یو لړ اړوندې پوښتنې کوي. بیا هغه دغه پوښتنې نرس یا نرسې ته استوي. نرسه بیا ستاسو د ځوابونو په اساس او د روغتون د ورځنیو قوانینو له مخې تاسو معاینه کوي او درته ځینې معاینې لیکي. داسې ګمان به وکړو چې نرسه ستاسو د وینې فشار او نبض معاینه کوي او د وینې معاینه درنه اخلي. نوکریوال ډاکټر معاینې ګوري او ستاسو له معاینه کولو وروسته د روغتون د طرزالعمل له مخې پریکړه  کوي چې تاسو په کوم وارډ یا برخه کې بستر شئ. کله چې خاصې څانګې ته واستول شې نو هلته له نیژدې او اساسي معالجه پیلیږي. د مثال په توګه، ایکسري، ایم ار ای، او ګام په ګام د طبابت د کتاب په اساس معالجه کیږئ. له هغه وروسته د مشخصو ګرافونو او لابراتواري معایناتو او نورو ارزونو په اساس یا درمل درکول کیږي  او یا ممکن نور ازمیښتونه ترسره شي.

دغه الګوریتمیکه پروسه داسې زمینه برابروي چې هیڅ توپیر نه لري چې منشڼه څوک ده، نرسه څوک ده او نوکریوال ډاکټر څوک دی. د روغتون د کارکوونکو شخصي ژوند، سیاسي درک او دلچسپي، او اخلاق په دغه کار کې هیڅ رول نه لري. تر هغه چې دغه دایمي قوانین او طرزالعمل شته دی ته به معالجه کیږې. د دغه الګوریتم په اساس ستا روغتیا د یوه انسان په لاس کې نه ده چې له غوښې او هډوکو جوړ دی او که مړ شي نو هرڅه په ټپه دریږي ستا روغتیا د یوه سیسټم په غاړه ده. په سیسټم کې ګومارلی شوی کس ممکن کله په یوې څانګې او کله په بلې برخې کې وي خو سیسټم به روان وي.

دغه چاره یوازې په روغتون کې نه بلکه په پوځ، زندانونو، ښوونځیو، او د  ونډو په بازارونو او دغه راز په پخوانیو باچاهیو کې هم همداسې روانه ده. د ټیکنالوجۍ په اساس پخوانی مصر تر اوسني روغتونه ډیر وروسته ؤ خو الګوریتمیک سیسټم یې یو شان دی. په پخواني مصر کې هم اکثره پریکړې د یو خاص ځیرک کس له لوري نه بلکې د یوشمېر رسمي کارکوونکو د یوه نیټورک له لوري کیدلې، دغه چینل د پاپیروس د لویو طومارونو او پر ډبرو د لیکل شویو ټکو او تورو په بڼه پیل شوی ؤ. چینل د ژوندي خداي فرعون په نوم چلېده، انساني ټولنه یې بیا ورغوله او طبیعیت ېې بدل کړ. د دریم سینوسرت په نامه فرعون او د هغه زوي دویم امنیحمت پر مصر له ۱۸۷۸ مخزیږدیزه تر۱۸۱۴ مخزیږدیزه پورې حکومت وکړ او یو لوي کانال ېې جوړ کړ چې نیل ېې د فایوم په دره کې له جبه زار سره یوځاي کړ. داسې یو کانال او د اوبوخوړ سیسټم ېې رامنځته کړ چې پنځوس میلیارډ مټر مکعب ځمکه ېې خړوبه کړه او د اوبو یوه لویه زیرمه بلل کیدله.۱  په امریکا کې د میډ جهیل د انسان په لاس جوړ شوی لوی جهیل او د اوبو د زیرمه کولو لوي ډنډ دی چې د  هوور د بند په وسیله مهار شوی دی دغه لوي جهیل یوازې ۳۵ میلیارډ مکعب میټر اوبه زیرمه کولی.

 د فایوم پروژې فرعون ته  دا امکان برابر کړ چې نیل کنټرول کړي، د سیلابونو مخه ونیسي، او په وچکالۍ او د اوبو د کمیدا په وخت له اوبو ګټه پورته کړي. د دغې پروژې له برکته د فایوم دره چې شاوخوا ېې پراخې دښتې وې او یوازې تمساح ګانې پکې اوسیدلې د مصر لپاره د اوبو په یوې سترې سرچینې او د غنمو په ګودام بدله کړه. د سهیدت په نامه یو نوی ښار پکې ودان شو چې یونانیانو به د تمساح ښار (Crocodilopolis) باله. په ښار کې د تمساح  د خداي «سوبِک»  لپاره یو معبد جوړ شوی ؤ چې پر ښار ېې اغیز درلود. په حقیقت کې سوبک د فرعون نښه وه او فرعون ېې تداعي کاوه  «د هغه وخت په ځینو مجسمو کې فرعون د تمساح له سر سره ښودل شوی دی». په دغه معبد کې یوه ژوندۍ تمساح ساتل کیده چې پیټسوچوس نومیده او د سوبک ژوندۍ نښه وه. د ژوندي خداي فرعون په شان پټسوچوس هم د معبد د ملایانو له مینې او پاللو برخمنه وه. او دغه نیکمرغه حیوان ته ېې ښه خواړه او حتي د لوبو وسایل برابرول، حتی طلایي جامې او د قیمتي ډبرو تاج به ېې ورته اخیستل. پیټسوچوس د پادریانو تجارتي نښه وه او د ملایانو ژوند او حاکمیت په دې تمساح پورې اړوند ؤ، کله چې پیتسوچوس مړه شوه بله تمساح غوره شوه چې د هغې تشه ېې ډکه کړه او مړه شوې خزنده مومیايي او په ممفیس کې وساتل شوه.

د دریم سینوسرت او دریم امینمحت په زمانه کې مصریانو نه بیلډوزرې درلودې او نه هم چاودیدونکي مواد  چې ځمکه په وکیندي، حتي دوي وسپنیز وسایل ، د کار اسونه او ګاډۍ هم نه درلودل «ګاډۍ هم په مصر کې له میلادي ۱۵۰۰ کاله مخکې دود شوه». برونزي وسایل په هغه وخت کې تر ټولو پرمختللي وسایل ګڼلی شو خو دغه وسایل هم ډیر ګرانه بیه وو او زیاترو ګارګرانو د ډبرو او لرګیو جوړ وسایل کارول او انساني ځواک یوازینی کاریدونکی ځواک ؤ. زیاتره ادعا کوي چې د مصر د هغه وخت دغه دنګي ودانۍ او لوي لوي کانالونه د نورو سیارو اوسیدونکو جوړ کړي دي ، ګني څوک به حتي د ګاډۍ او وسپنې په شان د معمولي وسایلو په نه شتون کې دغسې ودانۍ او تاسیسات جوړ کړي؟

خو دغه ادعا سمه نه ده! ځکه چې مصریانو د فایوم بند او اهرامونه د اسماني قدرتونو اونورو مخلوقاتو له مرستې پرته په خپله جوړ کړي دي. دا ټول کارونه د فوق العاده مدیریتي استعداد برکت دی. فرعون د زرګونو مامورینو په مرسته په لسګونو زره کارګران راغونډ کړل او د کلونو په اوږدو کې ېې ورته خواړه هم برابر کړل. دغو لسګونو زره کارګرانو کلونه کلونه ګډ کار او ملګرتیا وکړه . کله چې په لسګونو زره کارګران څو لسیزې ګډ کار او ملګرتیا وکړي مصنوعي جهیل او اهرامونه جوړولی شي حتي که ډبرین وسایل هم ولري.

فرعون په خپله په دې موده کې حتي یوه ګوته هم پورته نه کړه، هغه په خپله مالیه راټوله نه کړه، هیڅ ډول نقشه ېې ونه کښله، حتی یوځل ېې بیلچه هم ونه وهله خو مصریانو عقیده درلوده چې د ژوندي خداي فرعون عبادت او د هغه اسماني بادار سوبک نمځ د نیل دره د سیند له سیلابونو او وچکالیو ساتلی شي. د دوي دغه عقیده او باور سم ؤ. فرعون او سوبِک خیالي مخلوقات وو چې په خپله ېې د سین د اوبو د لوړیدا او ټیټیدا لپاره هیڅ هم نه کول خو کله چې میلیونونه کسانو په فرعون او سوبِک باور کاوه نو د لویو بندونو، او کانالونو د جوړولو لپاره ېې له یو بل سره ملګرتیا کوله او په دې ډول ېې د سییلاونو او وچکالیو مخه نیوله.

که د ډبرو په زمانه کې له ارواوو تېر شو له سامري خدایانو سره د لرغوني مصر د خدایانو په پرتله کولو سره ویلی شو چې د مصر خدایان په رښتیا قدرتمند وو چې ښارونه به ېې جوړول، پوځ ېې راټولولای شو، او د میلیونونو انسانانو، غواګانو او تمساح ګانو پر ژوند ېې کنټرول درلود.

ښايي دا خبره عجیبه وي چې د لویو پروژو او نورو شیانو جوړول په خیالي شیانو پورې اړوند وبولو. خو نن سبا موږ د عادت له مخې وایو چې امریکا لومړی اټمي بم جوړ کړ،  چین درې لوي بندونه جوړ کړي دي او یا ګوګل له ډریور پرته چلیدونکی موټر جوړ کړی دی. نو موږ دا هم نه شو ویلی چې فرعون د اوبو لوېې زیرمې جوړې کړې او سوبِک  هم د اوبو کانالونه ودان کړل؟

 د کاغذ پر مخ

لیک د پیاوړیو خیالي مخلوقاتو پنځول او مذبوتل نور هم اسانه کړل. د مثال په توګه میلیونونه کسان ېې منظم کړل، د دغه مدیریت له امله د سیندونو، جهیلونو او تمساح ګانو واقعیت بدلولی شو. لیک دغه راز له دې سره مرسته هم وکړه چې انسان د دغسې خیالي شیانو پر شتون باور پیدا کړي. ځکه چې انسان عادت پیدا کړ چې واقعیتونه د نښو او سمبولونو په مرسته لمس او تجربه کړي.

ښکاري او د ریښو او بوټو راټولوونکي انسان خپل وخت ونو ته په ختلو، د پوڅکیو په راټولولو، د وحشي خنځیرانو او سویانو په ښکار کولو تیراوه. د دوي د ژوند ورځني واقعیتونه ونې، پوڅکۍ، وحشي خنځیران او سویان وو. کروندګرو بهر په ځمکو کې قولبه او ماله کوله او دغه راز غله به ېې کرله او په کروندو کې به ېې مالداري کوله. د دوي د ورځني ژوند واقعیتونه د لمدې او وترې ځمکې لمس کول، د غواګانو د بویونو احساسول، د تناره له ګرمې پخې ډوډۍ خوند اخیستل ؤ. خو د پخواني مصر کاتبانو خپل ډیر وخت په لیکلو، لوستلو او حساب کولو تیراوه. د دوي د ورځني ژوند واقعیتونه پر پاپیروس طومارونو، رنګ کړې نښې او لیکنې وې چې ښودل ېې کومه ځمکه د چا ده، د یوه سخوندر بیه څومره ده، او سږ کال باید کروندګر څومره مالیه ورکړي. یوه کاتب د قلم په څوکه او په یوې امضا د یو لوي کلي برخلیک بدلولی شو.

تر موډرن پېره پورې زیاتره خلک نالوستي وو خو زیاتره مهمو مدیرانو واقعیتونو ته د لیکنو او متنونو له دریڅې کتل. په پخواني مصر او د شلمې پیړۍ په اروپا کې د دغو خاصو لوستو او لیکوالو لپاره هر هغه څه چې په کاغذ لیکل شوي وو همدومره حقیقي ول لکه ونې، غوایان او انسانان.

کله چې د ۱۹۴۰ کال په پسرلي کې نازیانو فرانسه ونیوله زیاتره یهودانو هڅه وکړه هیواد پریږدي. د دې لپاره چې په ختیځ سرحد کې اسپانیا یا پرتګال ته واوړي نو ویزو ته ېې اړتیا درلوده او په لسګونو زره یهودان  په بورډیوکس کې د پرتګال کونسلګرۍ ته په کتارونو کې ولاړ وو ترڅو که ېې قسمت ښه وي او د ژوند د خوندي کولو ترټولو مهم کاغذ تر لاسه کړي. پرتګالي چارواکو په فرانسه کې خپلو کونسلګریو ته امر وکړ چې د ویزو ورکړه د خارجه وزارت له تائید پرته بنده کړي خو په بورډیوکس کې د «اریسټیډس دو ساوسامینډس» په نامه یو کونسل پر دغه امر سترګې پټې کړي او خپل دیرش کلن ډیپلماټیک ماموریت اوکرکټر ېې له خطر سره مخامخ کړ. کله چې د نازیانو ټانکونه بورډیوکس ته نیژدې کیدل ساوسامینډس او ملګرو ېې د ویزو د ورکولو او د ټاپولګولو لپاره شپه ورځ کار وکړ. ساوسامینډس لس شپې او ورځې زرګونو کسانو ته ویزې ورکړې تر هغه چې په خپله له لوږې بې هوشه شو.

پرتګالي چارواکو چې د مهاجرو منلو ته تیار نه وو خپل استازي ولیږل چې دغه سرغړونکی کونسل لاس تړلی راولي او سمدستي ېې له دندې ګوښه کړ. خو هغه چارواکي چې د انسانانو ستونزې ېې درک کولی شواي دغه اسنادو ته درناوی کاوه. دغه راز د فرانسې، اسپانیا، او پرتګال د دفترونو د صادر شوي حکم په خلاف  ېې دغه ویزې چې ساوسامینډس صادرې کړې وې د اعتبار وړوبللې. په دې ډول دیرش زره کسان د نازیانو په لاس له وژل کیدا وژغورل شول. ساوسامینډس د هلوکاست د عاموژنې په کلونو کې د ژغورنې اتل وبلل شو.۲

اریسټودوسوسامینډیس د پلاستیکي ټاپې درلودونکی د ژغورنې پرښته

خو دغسې لیکل شوي مکتوبونه ډیر کم دي چې مثبت اغیز ېې درلودلی وي. د ۱۹۵۸ او۱۹۶۱ کلونو په واټن کې په کمونیست چین کې خلکو د مائوزودونګ په مشرۍ یو ستر لاریون پیل کړ چې چین په یو ستر اقتصادي ځواک بدل کړي. مائو امر وکړ چې کورني تولیدات دوه او حتی درې چنده لوړ کړي چې له اضافي عایده ېې فابریکې او پوځي تجهیزات جوړ کړي. د مائو دغه جېنجالي او ناممکن امر ښکته پوړیو ته په بیجینګ کې له حکومتي ودانۍ رانیولې تر ولایتونو، ولسوالیو او کلیو پورې ټولو مامورینو او کارکوونکو ته واورل شو.

ټولو مامورینو او ټیټ پوړیو چارواکو له دې ویرې چې د خپل مشر له سترګو ونه لویږي او خپل ځان مشرانو ته ثابت کړي نو د کرهڼیزو تولیداتو ناسمې شمېرې ېې حکومت ته وړاندې کړې. هر مامور په یو ډول د قلم د څوکې په یو حرکت سره یو صفر پر عددونو ور زیات کړ او په دې ډول د تولیداتو یوه ناسمه او له حده زیاته شمېره حکومت ته ورسیده. په ټول کې حکومت ته په کلني راپور کې ښودل شوي وو چې تولیدات پنځوس سلنه زیات شوي دي. حکومت په دغو شمېرو باور کړی ؤ نو د کاغذ پر مخ د ارقامو په اساس ېې میلیونونه  ټنه غنم او نوره غله بهر ته صادره او په ځاي ېې وسلې او درانه ماشینونه او تجهیزات وارد کړل، حکومت ګومان کاوه خلکو ته هم کافي غله دانه ورپاتې ده نو په چین  کې د تاریخ تر ټولو سخته کاختي او لوږه راغله چې میلیونونه چیناییان ېې د مرګ کندې ته ټیل وهل.۳

په عین وخت کې د کرهڼې په برخه کې د چین د دغه پرمختګ اوازې نورو هیوادونو ته هم ورسیدې. د تانزانیا ایډیالیست صدراعظم «جولیوس نیېرهره» د چین له دې بریا سخت اغیزمن شوی ؤ، نیېرهره فیصله وکړه چې د چین په سټایل ډله ییزې کروندې (کوپراتیفي کروندې) جوړې کړي او د تانزانیا زراعت موډرنه کړي. کله چې کروندګرو اعتصاب وکړ نو جولیوس نیېرهره له پوځ او پولیسو مرسته وغوښته چې دودیزه باغداري ویجاړه او په لکونو کروندګر ېې مجبوره کړل چې د کرهڼې نوی کوپراتیفي سیسټم رامنځته کړي.

د سوسا مینډیس په لاس له زرګونو لاسلیک شویو ویز وه ویزه چې د ۱۹۴۰ کال په جون کې صادره شوې وه. د ویزې نمبر ۱۹۰۲  دی چې د لازره سنسر او د هغه کورنۍ ته د ۱۹۴۰ د جون  په ۱۷ ورکړل شوې ده.

حکومتي پروپاګندو دغه کروندې کوچنیو جنتونو ته ورته بللې خو دا یوازې په حکومتي کاغذونو کې وې. په پلازمېنه دارالسلام کې راپورونو او حکومتي راجسټر شوي اجنډاوې په ډاګه کوي چې د پلاني کلي اوسېدونکي په پلانۍ نیټې، پلانیو کروندو ته کډه وکړه. خو کله به چې کلیوال دغه ټاکلو ځایونو ته استول کېدل نو هیڅ ېې هم نه موندل. نه کوم کور، نه کرونده او نه کوم ډول وسایل هیڅ به نه وو.

حکومتي مامورینو خپلو لوړ رتبه مدیرانو او هغو لومړي وزیر نیېرره ته د لويې بریا خبرونه ورکول خو تر لسو په کمو کلونو کې تانزانیا په افریقا کې د غلو دانو له یوه لوي صادرونکي هیواد څخه د غلو په واردونکي هیواد بدل شو حتي له بهرنۍ مرستې پرته ېې د خپلو خلکو خیټې هم نه شوای مړولی. په ۱۹۷۹ کال کې د تانزانیا کابو نوي په سلو کې کروندګر په کوپراتیفي کروندو کې اوسېدل خو دوي د ټول هیواد پنځه سلنه غله دانه تولیدوله.۴

له دې سره سره چې تاریخ له دغسې ناوړه پېښو ډک دی، خو په عمومي توګه یو فعاله مدیریت په دې ارزي چې لګښت پرې وشي او په ډېرو برخو کې ېې حکومتونو ته دا وس ورکړی دی چې تر پخوا بریالي شي او ښه مدیریت وکړي. لږ ترلږه د حکومتونو نظر په دې هکله مثبت دی. هر واکمن په ټولیزه توګه د ښه مدیریت ګټې په ځلونو تر زیانونو ډیرې بولي ځکه چې چارواکو ته ېې دا وس ورکړی دی چې حکومت په ښه توګه پر مخ بوځي. هیڅ حاکم د هغو وسوسو په وړاندې مقاومت نه شي کولی چې واقعیتونه د قلم په څوکه بدلولای شي که فرض وکړو نتیجه ناسمه او له غمیزو ډکه شوه نو بیا به هم نورې اوږدې لیکنې وکړي او نور قوانین او اصول به پلي کړي.

لیکنۍ ژبه ښايي د داسې یو پیغام په بڼه درک شوې وي چې باید واقعیتونه پرې بیان شي، خو ورو ورو د واقعیتونو د بدلولو لپاره په یوې مهمې وسیلې بدله شوې ده. کله چې رسمي راپورونه له ځمکنیو واقیعیتونو سره یو شان نه وي زیاتره وخت دا واقعیتونه دي  چې باید تسلیم شي. ټول هغه کسان چې له خزانه داریو، تعلیمي ادارو،  او نورو پیچلیو بیروکراتیکو ادارو سره کار کوي په دې پوهېږي چې واقیعیتونه ډیر کم رول لوبوي. هغه څه چې ستا په کاغذ او یا ورقو کې لیکل شوي دي تر واقعیتونو ډیر مهم دي.

1 COMMENT

  1. هم له ډاکترصاحبه اوهم له هغه چا ډيره مننه چې ډاکترصیب یې دژباړلوپه کار ګمارلی اوهڅولی دی
    ډاکترصیب عیسی ډير خواریکښ او دپوره حوصلې خاوند ښکاري
    خدای دې یې حوصله نوره هم پراخه کړي چې ددې کتاب په څير نورې ښایسته ترجمې هم وکړي
    کور مودان غله مو ډيره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب