پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeټولنیزڅنګه فیلسوف شو؟

څنګه فیلسوف شو؟

لیکوال: یان راونسکرافت

ژباړن: مسعود عمر

څه ډول کالي واغوندو؟

فیلسوفان په ډېره لږه توګه کالیو اغوستلو ته اهمیت ورکوي. کالي کولای شي د ښکلا پېژندنې خوند، سرچینه وګنل شي او ځینې فیلسوفان په سخته توګه له لذت سره مخالف دي. د ځینو کالیو ټاکل له فلسفي روح سره سر نه لګوي. فلسفه، له آره د اقتدار غوښتنې پر ضد دی، یا لږ تر لږه، فلسفه د عقل ځواک، جدل او شهود باندې اعتراف لري. د اقتدار شکمن ډولونه هم له وګړیو، مذهب او دولت، چې ړوند اطاعت ته لېوالتیا لري، له فلسفي هڅو سره په تضاد کې دی. پاملرنې وړ ده، چې ډېری فیلسوفان له سقراطه نه نیولې تر آبلار او له آبلاره نیولې تر راسل پورې، له دنیوي اقتدار سره یې ستونزې درلودې. د اقتدار غوښتونکو رژیمونو په هکله له جذابو شیانو څخه، یو ډول کالي او یونېفورم اغوستل دي، د فاشیستانو له قهويي رنګه کالیو څخه نیولې د اسقفانو تر اوږدو بنفشي کالیو پورې. اقتدار غوښتونکو رژیمونو خیاطۍ او خولۍ ګنډلو برخې ته یې د عبادت تر حده لوېوالتیا درلوده. ځینو یونېفورمونو، لکه د فوټبالیستانو په څېر چسپ کالي، چې په لوبې کې د دندې د آسانه کولو لپاره په پام کې نیول شوی دی. ټولې برخې یوې خوا ته، که چېرې زړه نا زړه واست، چې خپل ظاهري بڼې ته بدلون ورکړئ او بشپړ کالي یا یونېفورم پر تن کړئ، یا تر هغه ناوړه پر نورو هم دغه کار تحمیل کړئ، په دې ډول سره ښه به وي، په خپل فلسفي اعتبار کې بیا کتنه وکړئ.

څه شی وخورو؟

فیلسوفان هم لکه نورو خلکو د خوړو ټول ډولونه خوري؛ اما تر ډېره بریده سابه خوړو ته ډېر زړه ښه کوي، لږ تر لږه دغه چاره د معاصرو انګلیسي ژبو فیلسوفانو په هکله ډېر لیدل کېږي. سابه خوړل په ټولیزه توګه د پیټر سېنګر تر پاملرنې لاندې و. سېنګر ډېر نور فیلسوفان یې هم وهڅول، چې غوښه خوړل په هر حال سره له اخلاقي پلوه تېروتنه ده. هغه د غوښې خوړل، چې د خوند او پروتین سرچینه ده، انکار نه کوي؛ اما د هغه په اند د ژویو ارزښت د غوښې خوړلو له ګټې ډېره ده. هغه ګټې، چې موږ د غوښې په خوړلو کې تر لاسه کوو، د ژویو د درد او رنځ په قیمت دی او دغه چاره، دده په اند د منلو وړ نه دی.

څه شی وڅښو؟

هر شی چې مو خوښېږي؛ اما که روښانه ووایم فیلسوفان د نورو شیانو په پرتله قهوې ته ترجیح ورکوي. استرالیایی فیلسوف جان بېګلو معتقد دی: په کافین کې حقیقت دی. مسلماً په ښې قهوې کې زما جوهر پېژندنه په جریان کې راځي.

کوم کتاب ولولو؟

ده ښه فیلسوف لپاره، تاسې د ډېرو فلسفي کتابونو لوستلو ته اړ یاست. آندره اریکسون تخمین کړی دی، چې یو څانګه وال (متخصص) د ډېرو نورو څانګو په منځ کې متخصص کېدو لپاره باید لس زره ساعته تمرین وکړي؛ څو پر یو نابغه متخصص بدل شي. په فلسفې کې، تمرین (نه د ډېرې ستړیا په مانا) له فلسفي ذهنونو سره متقابله ستره اړیکه ده او د هغې د ترسره کېدو لپاره تر ټولو ښه لاره، د ډېریو فیلسوفانو لپاره یواځنۍ لاره د هغوی د کتابونو لوستل دي. کله کله پر هغه شي، چې غواړئ پوه شئ، په یو ستړي کوونکي کتاب کې پروت دی، په دغه ډول برخې کې تاسې باید خپلو غاښونو ته فشار ورکړئ او کتاب وژویئ. ډېر وختونه ښه او ګټور دی، چې لکه یو کارغه عمل وکړو. هغه څپرکي ولولو، چې ستاسو پاملرنه یې ورګرځولې ده. که چېرې یو فلسفي کتاب بې ربطه او ستومانه کوونکی او یا هم ډېر ښه نه وي، هغه څنګ ته کړئ او لوستلو لپاره، ښه کتاب پیدا کړئ. په تېرو شلو کلنو کې، فلسفي قاموسونه، لارښود او جیبي کتابونه په بې سارې ډول ډېر شوي دي. دغه قاموسونه هم ګټور او هم مشغولونکې دي. زما د خوښې وړ درې قاموسونه، د اکسفورډ فلسفي قاموس، د بلک ول فلسفې قاموس او د اسټنفورد آنلاین فلسفې قاموس دی. ورڅخه خوند واخلئ.

پر څه شي فکر وکړو؟

کله چې د لیسانس محصل وم، ما ته وویل شو، چې فلسفه له حقیقت، ښکلا او ښو کړونو سره اړیکه لري. دغه پېژاند اوس ډېر محدود دی. ټول طبیعي او ټولنیز علوم هم سم لکه هنر، ادبیات، سیاست، تاریخ او روانې چارې د فلسفې لپاره ښه بستر رامنځته کوي؛ دلته د ورستیو څېړونو په هکله د خپلې خوښې کسانو د نومونو لړلیک ته نغوته کوم: کیم استرلني «په خصمانه نړۍ کې تفكر» تر سرلیک لاندې کتاب کې له تعاملي اوسېدو سره د تعامل او علم پېژندنې څخه خبرې کوي، سوزان هرلي په خپلې مقالې کې د ناسم چلند له ریښو، تقلید، د رسنیو، وینا آزادۍ او له تاوتریخوالي څخه خبرې کوي، مارتا نوسبام په خپل کتاب کې، چې «شاعرانه عدالت» د ادبیاتو ستونزمنو دندو ته پاملرنه را ګرځوي او جاناتان ګلور په خپل کتاب کې، چې د «بشريت» تر سرلیک لاندې دی، د شلمې پېړۍ په هکله جذاب اخلاقي تاریخ وړاندې کوي.

د یوې مسالې په هکله څه ډول فکر وکړو؟

په فلسفې کې تاسې کولای شئ هر نظر، چې ورسره مینه لرئ، ولرئ.  تر هغو پورې، چې په کلک استدلال سره له هغه څخه دفاع وکړئ. ډېوېد لوییس په خپل کتاب «د نړۍ د كثرت په هکله»(1986) په ځلېدونکې ډول له دې نظر څخه دفاع وکړه، چې دا نړۍ یوازې له ابدي نړیو څخه یوه ده. پل چرچلند هم له دغې نظر څخه دفاع وکړه، چې د دودیزې او د خلکو د ګډې پوهې برعکس، هېڅ څوک پر هېڅ شي نه ګروهه او نه میل لري، ددې لپاره، چې د اعتقاد او میل په نامه شی نه شته.

د یوې مسالې په هکله خبرې کول

تي جیندرسینګ، د کرنر شاپ ډلې فوق العاده موسیقي غږونکی وړاندیز کوي، چې له ملګرو او دښمنانو سره خبرې وکړو، ددې لپاره، چې دواړه زموږ زړونه ژوندي ساتي. د ملګرو او دښمنانو په منځ کې له فلسفې څخه خبرې کول، د ځوان پاتې کېدو لپاره ښه لاره ده. اپلاتون خپل ټول ژوند یې همدغه ډول تېر کړ. (ظاهراً د هغه غېږ نیونه هم خوښېده.) استدلالونه ـ له مقدماتو څخه عقلاني پایله اخیستل، په فلسفې کې محوري رول لري. د استدلال بله مانا هم ـ د نظرونو کره تبادله، څه شفاهي او څه کتبي، د فیلسوفانو په منځ کې معمول دی. د نظر تبادل، د حقیقت د ترلاسه کلو ځای دی او هغه کسان، چې له حقیقت څخه خجالت باسي، غواړي له استدلال څخه څنګه ته شي. پر دې بنسټ، د نېغو او ورایه خبرو اترو ترسره کېدو لپاره چمتو ووسئ. خبرې اترې تاسې نه وژني او ستاسو د پوهې په لوړوالي کې اغېزمنه ده.

خوش اخلاقه واوسو

خوند واخلئ. ستر امریکايي فیلسوف جري فورډ، چې په رسنیو کې ټوکې کول یې خوښېږي، یو ځلې همدې لپاره تورن شو، چې فلسفه جدي نه نیسي. ده، ددې تور په ځواب کې وویل: «فلسفه جدي نیسي، خپل ځان جدي نه نیسي.» دقيقاً.

ژوند او مړینه           

که چېرې فلسفې له موږ سره مرسته نه وای کړې، چې له خیانت څخه پرته خپلو ارزښتونو سره ژوند وکړو او له ډار څخه پرته مړه شو، زموږ لپاره یې ګټه نه درلوده. د ساري په ډول ډېوژن، سقراط او والټر، د خپلو ارزښتونو پر سر جوړ جاړي څخه یې انکار کاوه. ویل کېږي، چې قاتل او جګړه مار اسکندر مقدونې له دېوژن څخه پوښتنه کوي، که چېرې مرسته غواړي، چې ورسره مرسته وکړي. ډیوژن چې د لمر اخیستلو په حال کې و، دا ډول یې د هغه ځواب ورکوي: «د لمر له مخې در دورې شه.» ډېر فیلسوفان له ډار څخه پرته مړه شول.  ښه بېلګه یې سقراط دی، چې په آرامه او یو فلسفي بحث څخه وروسته، د شکرام جام یې پر سر واړاوه. د مډرنو فیلسوفانو په منځ کې کولای شو د مړینې په وخت کې د دېود هیوم له متانت څخه نوم واخلو، چې د کلیسايي بد ویونکو د خشم لامل شو.  زه هره ورځ د مصالحې او جوړجاړي پر وړاندې مبارزه کوم؛ اما په دې آزمیښت کې بریالی کېږم. فلسفه و آزمایه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب