جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههندي پولیسو له ۲ افغانانو سره ۱۲۵ کیلو هیروین ونیول

هندي پولیسو له ۲ افغانانو سره ۱۲۵ کیلو هیروین ونیول

تاند(یکشنبه، د ثور۱۹) د هند پولیس وايي، د جمعې په ورځ یې په پلازمېنه ډیلي کې دوه افغانان له څه باندې ۱۲۵ کلیو هیروینو سره ونیول.

د پولیسو په وینا، له جرمونو سره د مبارزې د پولیسو یوه ډله ګومارل شوې وه چې د ډیلي په لوېدیځ کې د هیروینو پلورونکي ومومي. دوی دوه تنه افغانان ونیول او له هغوی سره یې ۱۲۵ کیلو او ۴۸ ګرامه هیروین کشف کړل.

هندي رسنیو د نیول شویو کسانو نومونه محمد شفیع او تارینا ښوولي چې لومړی ۴۸ کلن او دوهم ۳۶ کلن بلل شوي دي.

په وروستیو کې په ځلونو د ډیلي د هوايي ډګر د ګمرک مامورینو له افغانستانه له ورتلونکو مسافرو سره مخدر مواد نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...