دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهوحیدعمر: ولسمشر به هېڅکله واک انتقالي ادارې ته ونه سپاري

وحیدعمر: ولسمشر به هېڅکله واک انتقالي ادارې ته ونه سپاري

تاند (چهارشنبه، د ثور ۱۵مه) د ولسمشر سترسلاکار او د ستراتیژیکو اړیکو رئیس وحید عمر وايي، یو شمېر داخلي او بهرنیو رسنیو د ولسمشر خبرې ناسمې تعبیر کړې دي.

وحید عمر زیاتوي، ولسمشر به هېڅکله هم واک انتقالي ادارې ته ونه سپاري.

د نوموړي په خبره ولسمشر تینګار کړی، چې د واک لېږد به یواځې د خلکو د رایو پر اساس بل کس ته انتقالیږي.

 ولسمشرغني په یوه مقاله کې، چې فارن افېرز مجلې خپره کړې ده، په ضمني ډول له انتقالي حکومت سره موافقه ښوولې ده.

 په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی«د افغانستان لپاره د خطر او فرصت شېبه» ولسمشر غني ويلي، چې د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره باید دواړه خواوې د یوې انتقالي ادارې د جوړولو لپاره خبرې وکړي او په خبرو کې پرې پرېکړه وکړي.

ولسمشر غني همداراز لیکلي، که څه هم د جمهوري نظام جوړښت باید بدل نه شي خو د سولې یو انتقالي حکومت د انتخاباتو په ترسره کولو او د چارو په سمبالولوکې نظام خوندي کوي.

ولسمشر غني د سولې له انتقالي حکومت سره موافقه ښکاره کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب