جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د سولې له انتقالي حکومت سره موافقه ښکاره کړه

ولسمشر غني د سولې له انتقالي حکومت سره موافقه ښکاره کړه

تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه مقاله کې، چې فارن افېرز مجلې خپره کړې ده، له انتقالي حکومت سره موافقه ښوولې ده.

په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی«د افغانستان لپاره د خطر او فرصت شېبه» ولسمشر غني ويلي چې د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره باید دواړه خواوې د یوې انتقالي ادارې د جوړولو لپاره خبرې وکړي او په خبرو کې پرې پرېکړه وکړي.

ده همداراز لیکلي، که څه هم د جمهوري نظام جوړښت باید بدل نه شي خو د سولې یو انتقالي حکومت د انتخاباتو په ترسره کولو او د چارو په سمبالولو نظام خوندي کوي.

ده دا هم لیکلي چې «د دې انتقالي حکومت دوره باید لنډه وي او چې څرنګه د ولسمشرۍ، ولسي جرګې، او سیمه ییز انتخابات ترسره شول او نوي ولسمشر غوره شو، دا دوره باید پای ته ورسېږي.»

ولسمشر غني ویلي «زه په داسې انتخاباتو کې ځان نه کاندیدوم او حاضر یم چې د اوسنۍ دورې تر پای ته رسیدو وړاندې استعفا وکړم.»

ښاغلي غني د روان کال د سپټمبر تر یوولسمې له افغانستانه د پاتې ۲۵۰۰ امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر بايډن پرېکړه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره مهم فرصت بللی دی لو لیکلي یې دي چې د افغانستان حکومت دغه پرېکړه د حکومت، افغانانو، طالبانو او سيمې لپاره د فرصت او خطر شېبه ګڼي.

د مقالې په دوام کې راغلي چې، له هیواده د امريکايي ځواکونو د وتلو اعلان د افغان د ملت لپاره له امريکا سره د دوامداره مشارکت د یو بل پړاو پیل دی. افغانستان پخوا هم د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته شرایطو پايلې تجربه کړي دي.

«په ۲۰۱۴ م کال کې زما د ولسمشرۍ لومړۍ دورې سره هم‌مهاله ۱۳۰ زره امريکايي او د ناټو غړو هېوادونو سرتېري له افغانستانه ووتل چې افغانانو ته يې د دې امکان ورکړ چې د امنيتي سکتور او د هغو بنسټونو بشپړه مشري په غاړه واخلي چې د نړيوالو همکارانو په مرسته جوړ شوي وو. له هغه وخته تر دې دمه افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د جمهوريت ساتنه کړې او د ملي انتخاباتو د دوو پړاوونو لپاره يې زمينه برابره کړې ده. نن ورځ حکومت او زموږ امنيتي ځواکونه له هغه وضعيت څخه څو برابره پورته په ښه او غښتلي موقعيت کې دي چې ۷ کاله پخوا وو. موږ په بشپړ ډول چمتو يوو چې د امريکايي ځواکونو له بشپړه وتلو وروسته د خپلو وګړو خدمت او ساتنې ته دوام ورکړو.»

ده په عین حال کې ویلي چې افغانستان یوه نامعلوم پړاو ته درومي خو هڅه کوي چې د افغانستان د ملي حاکمیت، اسلامي حمهوریت، ولسواکۍ، یووالي او بې طرفۍ د ساتنې لپاره تر ټولو ښه ممکنه حللار ومومي.

ده دا هم لیکلي چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو توجیه نوره ختمه شوې ده.

ولسمشر غني ویلي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن پرېکړه د طالبانو او په پاکستان کې د هغو د ملاتړو لپاره ناببره وه او هغوی اوس مجبوره دي چې په دوو انتخابونو کې یو غوره کړي، ایا غواړي جې په دې پروسه کې معتبره لوبغاړي شي او که غواړي چې ګډوډي او تاوتریخوالی لا پسې زیات کړي؟

د ولسمشر غني په باور که طالبان دوهمه لار غوره کړي، د افغانستان وسله وال ځواک به ورسره وجنګېږي او که طالبان له خبرو لا هم انکار ته دوام ورکړي، معنا یې دا ده چې د هدیرې لاره یې غوره کړې ده.

ولسمشر غني د استانبول په کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون د دې ښکارندوی وباله چې دا ډله دوهمه لار غوره ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب