جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد هالیووډ سینما مشهور اداکار جانسن په کوچنیوالي کې خلکو نجلۍ باله

د هالیووډ سینما مشهور اداکار جانسن په کوچنیوالي کې خلکو نجلۍ باله

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱۶)  د هالیووډ امریکایي سینما مشهور اداکار ډوین جانسن چې په ټوله نړۍ کې خورا ډېر مینووال لري وایي، په کوچنیوالي کې داسې سټایل کې ګرځېده چې ان خلکو پرې د نجونو ګومان کاوه.

جانسن چې په هالیووډ کې د یو غښتلي اداکار ترڅنګ د ریسلینګ لوبو یو پیاوړی لوبغاړی هم دی دځان د کوچنیوالي په اړه وایي، په ښوونځي کې به نورو ماشومانو فکر کاوه چې نجلۍ ده.

نوموړي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې په شخصي ژوند کې د ډېر نرم مزاج څښتن دی او په کوچنیووالي کې به یې اوږده وېښتان پرېښودل چې له همدې کبله به پرې خلکو هم د نجلۍ ګومان کاوه.

هغه زیاتوي چې په ښوونځي کې به د ښوونکو ترڅنګ ترې تل خپلو ټولګیوالو پوښتل چې نجلۍ خو به نه یې.

جانسن د کوچنیتوب د یوې خاطرې په توګه وویل: (ما په یو نوي ښوونځي کې داخله واخیسته، چې هلته یوازې ۶۰ ثانیې وروسته رانه یو ماشوم پوښتنه وکړه، چې ته نجلۍ او که هلک؟.)

جانسن چې د هالیووډ په مخکښو او هټ فلمونو کې یې د فلم هلک رول لوبولی ټول فلمونه یې د مینوالو د خوښ شوي او ډېرې پیسې یې ګټلې دي.

هغه له ډېره وخته له رسنیو سره په مرکو کې وایي چې هیله لري د خپل کردار له طریقه خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي او دا یې ستره هیله ده چې وطنوال یې په اتفاق او اتحاد ارام ژوند ولري.

په دغه مرکه کې له جانسن څخه دا هم وپوښتل شول چې د امریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې مینووال لري نو ایا نه غواړي چې د امریکا ولسمشر وټاکل شي.

نوموړي په ځواب کې وویل چې که خلک داسې غواړي نو دی به حتما په دې اړه فکر وکړي او ټاکنو کې به برخه واخلي.

د هغه په وینا، ارمان او موخه یې هم دا ده چې د امریکا په خلکو کې یووالی راشي، که خلک دی د امریکا ولسمشر غواړي نو چمتو دی چې ټاکنو کې ګډون وکړي.

د هالیووډ امریکایي سینما مخکښ اداکار ډوین جانسن پخوا هم په ځینو مرکو کې دا یادونه کړې ده چې د امریکا د ولسمشر د غوره کېدو ارمان لري او غواړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

خو هغه دا نه دي ویلي چې دی به کله د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب