دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۴ پوځیان...

پاکستان وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۴ پوځیان وژل شوي

تاند(چهارشنبه، د ثور۱۶) پاکستان نن ادعا وکړه چې څلور پوځیان یې په هغه حمله کې  ووژل شول چې د افغانستان له خاورې څخه پرې وشوه.

د پاکستان پوځ وايي، دا پوځیان یې د بلوچستان ایالت د ژوب په سرحدي سیمه کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا، د دوی پر ځواکونو د افغانستان له پکتیکا ولایته برید شوی دی.

افغان چارواکو تر دې دمه د پاکستان د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان هم نه دي ویلي چې برید چا کړی. دا هیواد کله ناکله تور لګوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پرې حملې کوي خو ځینې وخت د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د ازغن سیم د نصبېدو پر سر شخړې کېږي.

پاکستان دا ادعا په داسې وخت کې کړې چې امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه په بشپړ ‌ډول وځي او په افغانستان کې د سیمې د هیوادونو د لا ډېرې لاسوهنې لار پرانیستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب