Homeخبرونهد کوچني اختر رانږدې کېدل؛ په بازارونو کې د توکو بیې لوړې...

د کوچني اختر رانږدې کېدل؛ په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱۶)  د کوچني اختر په رارسېدو سره د پلازمېنې د کابل په ګډون د ډېری ولایتونو اوسېدونکي د وچو میوو او خوراکي توکو د بیو له لو‌‌ړوالي سر ټکوي.

دوی وایي، د کوچني اختر په را رسېدو سره په بازارونو کې د وچو میوو تر څنګ د خوراکي توکو بیې د تېر په پرتله ډېرې لوړې شوي او ګڼ خلک د اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای ورته رسیدګي وکړي.

خلک وایي، هر کال د اختر د ورځو په رارسېدو سره هټۍوال په خپل سر له کوم دلیل پرته د خوراکي توکو په تېره بیا د وچو میوو بیې په بې ساري ډول لوړوي.

دوی دغه راز زیاتوي چې سوداګر د ازاد بازار د اقتصاد څخه په استفادې توکي په لوړه بیه پلوري چې جدي ستونزې یې راپیدا کړي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی مسید احمد وایي چې د وچو میوو تر څنګ د خوراکي توکو بیه د تېر کال په پرتله ډېره لوړه شوې ده چې په وینا یې د ده په ګډون ډېرې کورنۍ یې د اخیستلو توان نه لري.

نوموړی تاند سره په خبرو کې وایي؛ اړوند ارګانونه باید په جدي توګه د خوراکي موادو د کیفیت ترڅنګ د بیو د کنټرول په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.

ورته مهال د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار اوسیدونکي هم هلته د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي او وایي د هېوادوالو وروستي اقتصادي وضیعت ته په کتو باید د حکومت ترڅنګ هټۍ وال او سوداګر هم دې برخې جدي پام وکړي.

صفي الله چې د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی تاند سره خبرو کې زیاتوي: ( دا منو چې د نرخونو کنټرول او څار د ښاروالي او حکومت دنده ده او دې برخه کې پاتې راغلي؛ مګر زموږ دوکاندار او سوداګر هم د دې وطن بچي دي له ټولو حالاتو خبر دي که ۵۰% مو ښاروالي او حکومت ګرم دی همدومره سوداکر او هټۍ وال هم دي.)

نوموړی وایي، له ټولو هېوادوالو او اړوندو خلکو غواړي څو د خپلو وطنوالو پر حال رحم وکړي او د احتکار په ځای له انصافه کار واخلي.

مسوولو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې درې اوونۍ وړاندې د افغانستان د صنعت او سوداګري وزارت چارواکو ډاډ ورکړی و چې د روژې په مبارکه میاشت کې به د خوراکي توکو نرخونه ثابت پاتې شي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ویلي وو چې د صنعت او سوداګري وزارت په مشري یو ګډ کمېسیون جوړ شوی چې د کابل په بازارونو کې به د خوراکي توکو بیې کنټرولوي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د اخترونو په رارسېدو سره هېواد کې ډیری هټۍوال او سوداګر په خپل سر نرخونه لوړوي او د خلکو کمزوري اقتصاد ته په کتو، ډېری کورنۍ د اختر لپاره د اړینو خوراکي توکو او وچو میوو د پیرولو توان نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...