Homeخبرونهپه هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا ۳۷۸۰ تنه مړه...

په هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا ۳۷۸۰ تنه مړه کړي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱۵مه) په هندکې اوس هم د کورونا درېيمه څپه په تېزۍ د خپرېدو په حال کې ده.

تازه د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کورونا ویروس اخته ۳۷۸۰ کسان مړه شوي دي.

سرچینو د هند د روغتیايي چارواکو له قوله ویلي، چې په یاده موده کې د کورونا ویروس ۳۸۰ زره مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

له دې پېښو سره په هند کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ میلیونه اوښتی دی.

په هند کې د کورونا ناروغۍ د تازه څپې له خپرېدو سره په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله ورځ تر بلې د مړو او ناروغانو شمېر زیاتېږي.

په یاد هېواد کې دکورونا تازه څپې د خلکو تر څنګ د هند حکومت هم له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

د یادونې ده، چې په هند کې د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې د یاد هېواد سوداګریز لیګ آی پي اېل هم تر نامعلومې نېټې ځنډېدلی دی.

د هند سربېره د کورونا درېیمې څپې په ایران او پاکستان کې هم اندېښنې را ولاړې کړې دي.

د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې په ایران او پاکستان کې هم د کورونا ناروغۍ مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...