جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې غړي: د وزارت رهبري، د پوهنې بهیر له سقوط...

د ولسي جرګې غړي: د وزارت رهبري، د پوهنې بهیر له سقوط سره مخ کړی

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۵) د ولسي جرګې غړي وایي د پوهنې سکتور په بشپړه توګه له سقوط سره مخ دی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې د معارف اوسنی وضعیت خورا بوږنوونکی او د جدي اندېښنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پوهنې وزارت اوسنۍ رهبري په بشپړه توګه کمکاره او بې پروا ده او د پوهنې بهیر یې له سقوط سره مخ کړی دی.

د هغه په خبره ان د پلازمینې کابل ښوونځي، ښوونکي نه لري، کتابونه نه لري، ودانۍ نه لري او لسګونه نورې ستونزې شته چې د پوهنې په برخه کې موجودې دي خو د پوهنې وزارت چارواکي یې په ختمولو نه دي بریالي شوي.

نوموړي همدا راز ویلي که وضعیت همداسې روان وي دا به د هېواد راتلونکي نسل ته خطرناکه او نه جبرانېدونکې ضربه وي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې رسنیو ځینې راپورونه خپاره کړل، چې د کابل ښار یوه ښوونځي کې ۳۰۰۰ شاګردانو ته درې استادانو تدریس کوه.

دغې پیښې د ګڼو خلکو غبرګونونه راوپارول او حکومت یې په دغه برخه کې په پاتې راتلو تورن کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب