هومیودیوس
د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)
لیکوال: یوال نوح هیراری
ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی
یولسمه برخه
د لابراتواري موږکانو ژور خپګان یا ډپریشن
اوس چې له ذهن او شعور سره څه ناڅه اشنا شو او په دې خبر شو چې څومره لږ پرې پوهېږو بېرته به دې پوښتنې ته ستانه شو چې د نورو حیواناتو ذهني تجربې او شعور څنګه او څومره دی. ځینې حیوانات لکه سپي لږ تر لږه د ټورینګ د ټیسټ له اسانه بڼې څخه کامیابه وتلی شي. کله چې انسان هڅه کوي چې په یو ژوي کې د ذهن او شعور درلودل معلوم کړي معمولا په ریاضۍ کې د دغه ژوي قابلیت او ښې حافظې ته پام نه کوي بلکه په خپله له موږ سره د دغه ژوي د عاطفي اړیکو پر وړتیا بسنه کوي. کله ناکله خلک د ټوپک، موټر، او حتی جامو په شان له وسایلو سره دومره ژورې عاطفي اړیکې نیسي چې زړه ترې نه شي شکولی خو دغه ټولې اړیکې یو اړخیزه دي او کله هم په دوه اړخیزه اړیکو نه بدلیږي. دا یو حقیقت دی چې سپیان له انسان سره دوه اړخیزې عاطفي اړیکې ټینګوي چې دوي ېې یوه خوا وي، ډیر هغه کسان چې سپیان لري په دې ښه پوهېږي چې سپیان بې شعوره او بې احساسه روبوټان یا کمپیوټري ماشینونه نه دي. خو دغه خبرې هغه کسان نه شي قانع کولی چې ادعا کوي عاطفه او احساس الګوریتمونه دي او یا دا چې وايي هیڅ پیژندل شوی الګوریتم شعور ته اړتیا نه لري. موږ دا نه شو ثابتولی چې د یوه حیوان پيچلي عاطفي اړیکې دې د ظریفو او منظمو خو غیر شعوري الګوریتمونو نتیجه وي. همدغه استدلال په طبیعي توګه د انسان په هکله هم صادقه دی. هر هغه څه چې یو انسان ېې ترسره کوي حتي که وايي چې ذهن او احساس هم لري ممکن د لا شعوري الګوریتمونو نتیجه وي.
د انسان په هکله له دې سره سره زموږ فرضیه همدا ده چې کله یوڅوک ووايي چې شعور او احساس لري موږ پرې اعتماد کولی شو او وايو چې نوموړی یا نوموړې ذهن، شعور او احساس لري. نن سبا د دغه وړوکي احتمال په بنسټ د یوه احساس او شعور په وخت د کیمیاوي او نیورولوجیکي بدلونونو له امله په ماغزو کې د احساس نښې لیدلی شو او له همدغو نښو په سیسټماټیکه توګه ګټه اخیستلی شو چې په انسان کې د شعور او لاشعور توپیر وکړو. د حیواناتو او د انسان د ماغزو ترمنځ ګډ ټکي ډیر دي نو که په ماغزو کې د احساس او ذهني تجربو له امله په رامنځته شويو بدلونونو ډیر پوه شو نو ښايي له هغه په استفادې سره دا پرېکړه وکړاي شو چې نور حیوانات هم احساس لري که نه. که د یوه سپي مازغه همغه ډول بدلونونه ولري لکه د انسان مازغه ېې چې د احساس او باطني تجربو په وخت لري نو دا به لوي ثبوت وي چې حیوانات هم شعور او باطني تجربې یا احساسات لري.
په بیزوګانو او موږکانو لومړنۍ تجربې او ازمیښتونه دا په ګوته کوي چې د بیزوګانو او موږکانو مازغه د احساس او باطني تجربو نښې لري.۸ خو د انسان او حیواناتو د ماغزو توپیرونو ته په پام سره او دغه راز دې ته په کتو سره چې د شعور او احساس په ټولو رازونو او نښو نه یو خبر نو ښايي دا څو لسیزې وخت ونیسي چې داسې برخلیک ټاکونکي ټیسټونه رامنځته شي چې د شکمنو کسانو رضایت ترلاسه شي. خو تر هغه وخته پورې به د دې ادعا بیه څوک پرې کوي او د ادعا بار به څوک په اوږه وړي؟ ایا موږ به سپي ته د لاشعوره ماشینونو په سترګه ګورو تر هغه چې خبره اپوټه ثابته شي؟ که موږ به له سپیانو سره د احساس او شعور د خاوند حیوان په شان چلند کوو که څه هم هیڅوک له کره شواهدو سره نه وي راغلي؟
د ۲۰۱۲ کال د جولاي په اوومه نیټه د نیوروبیولوجي او ادراکي څېړنو تکړه متخصصین د کمبریج په پوهنتون کې راِغونډ شول او د هوښیارۍ په هکله ېې د کمبریج اعلامیه (Cambridge Declaration on Consciousness) لاسلیک کړه. په اعلامیه کې راغلي دي : کوټلي شواهد ښيي چې «غیرانساني حیوانات» هم د نیورواناتومیکل، نیورو بیوکمیکل او نیورو فزیولوجیکل شریطو لپاره زمینه او دغه راز د ارادي چلند وړتیا لري. دغه موندنې او ثبتونه دغه راز دا راښيي چې یوازې انسان د عمومي هوښیارۍ او ذهني تجربو نیورولوجیکه زمینه یا وړتیا نه لري بلکه د تیي لرونکو حیواناتو، مرغانو، او سمندري ستورو په شمول ډیر مخلوقات هم دغه نیورولوجیکي یا عصبي وړتیا درلودلی شي.۹
دغه اعلامیه او توضیح دومره پر مخ نه ځي چې په ښکاره ثابته کړي چې نور حیوانات ذهني تجربې، شعور او احساس لري ځکه چې موږ لا هم قاطع او پرېکنده ثبوت ته اړتیا لرو خو دغه څېړاند د ثبوت بار د هغو کسان په اوږه اچوي چې مخالف نظر لري.
د تحقیقاتو د تبادلې په پراخې نړۍ کې نیوزیلنډ لومړنی هیواد ؤ چې د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې ېې حیوانات په هغو مخلوقاتو کې راوستل چې احساس لري او دغه مسله په قانون کې هم شامله شوه او په همدې اساس ېې د حیواناتو د پالنې قانون هم تصویب کړي. په قانون کې راغلي دي چې له دې وروسته باید ټولو حیواناتو ته د احساس لروونکو ژویو په سترګه وکتل شي. او باید تل په تیره بیا د کورنیو حیواناتو شرایط برابر وي. په داسې هیواد کې چې پسونو ېې تر انسانانو زیات دي« دیرش میلیونه پسونه او څلور اعشاریه پنځه میلیونه انسانان» دغه قوانین ډیر اهمیت لري. له دې وروسته د کاناډا په کیوبیک ولایت کې دې ته ورته قانون تصویب شو او دا احتمال ډیر زیات دی چې نور هیوادونه هم دې ته ورته قوانین جوړ کړي. ډیرې اقتصادي کمپنۍ هم شته چې حیونات د احساس لرونکو ژویو په توګه پيژني خو په متناقض اقدام کې ډیری حیوانات په لابراتوارونو کې له کړوونکو ازمیښتونو سره مخامخ وي.
د مثال په توګه د فارمسۍ کمپنۍ په دوامداره توګه له موږکانو د لابراتواري حیواناتو په توګه ګټه پورته کوي چې ډپرشن ضد درمل نور هم ښه کړي. دا یوه عادي چاره ده چې دغه څېړاند سل موږکان(سل د دې لپاره چې د شمېرې له پلوه حساب برابر او د تیروتنې امکان پکې کم وي) راټول کړي او هر موږک په یوه شیشه ای نل کې واچوي او بیا اوبه هم ورخوشې کړي. موږکان هلې ځلې کوي چې له شیشه ای نلکې بهر شي خو بهر کیداي نه شي. پنځلس دقیقې وروسته زیاتره خپل برخلیک ته تسلیم شي او نور نه خوځیږي. موږکان حرکت نه لري او بې اختیاره په شیشه ای نل کې لامبوزن وي. په بل پړاو کې سل نور موږکان راولي او په شیشه ای نلکې کې واچوي او اوبه پرې خوشې کړې خو دا ځل په څوارلسمه دقیقه کې تر دې وړاندې چې موږکان بیخي بې هوشه شي او له هلو ځلو لاس په سر شي خوشې کوي. بیا ېې په په یوه دستمال او په ګرمه هوا وچ کړي او دمه ورکړي. له هغه وروسته ېې بیا نلکو ته دننه کړي. په دویم ځل اکثره موږکان تر شلو دقیقو پورې مقاومت او هلې ځلې کوي چې ځان خلاص کړي. خو ولې دوي تر مخکنۍ تجربې شپږ دقیقې زیات مقاومت او مبارزه کوي؟ هو دا د دې لپاره چې دوي په یاد ساتي چې په مخکینۍ تجربه کې کامیابه شول او وژغورل شول. په دغه حالت کې د موږکانو مازغه یو ډول کیمیاوي ماده تولیدوي چې موږکانو ته هیله ورکوي او شک او نهیلي ېې ځنډوي. که موږ وکړای شو دغه بیوکمیاوي مواد راجلا کړاي شو نو د انټي ډپرشن درملو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستلی شو. خو په دغسې حالت کې د موږکانو په ماغزو کې ډیر نور مواد هم تولیدیږي. نو څرنګه به وکړاي شو همدغه خاص مواد په ماغزو کې وپېژنو او له نورو ېې بیل کړو.
د دې کار لپاره تاسو نورو موږکانو ته اړتیا پيدا کوئ چې مخکې ېې په ازموینه کې برخه نه وي اخیستلي. تاسو هرې ډلې ته ځانګړي کیمیاوي مواد پيچکاري کوئ چې تاسو فکر کوئ ممکن همغه انټي ډپرشن مواد وي چې تاسو ېې د موندلو هیله کوئ. بیا موږکان بیرته په اوبو کې لاهو کړئ. هغه موږکان چې الف کیمیاوي مواد ورته پیچکاري شوي دي ترڅو چې په ډپرشن اخته کیږي پنځلس دقیقې مبارزه کوي نو الف مواد له لسته بهر کړئ. هغو موږکانو چې ب مواد اخیستې وي او د ژوندي پاتې کیدا لپاره ېې شل دقیقې هڅه کړي وي نو خپل مشر او شریک ته ویلی شئ چې د نښې منځ مو ویشتلی او درمل مو پیدا کړي دي.
۱۶ـ کیڼ لوري ته: یو هیلمن موږک چې له شیشه اي نلکې د وتلو لپاره مبارزه کوي. ښي لوري ته یو وارخطا موږک چې هیله نه لري او مرګ ته ېې ځان تسلیم کړی.
منتقدین او څوک چې شک لري حتمن ادعا کوي چې دغه توضیحات بې ځایه دي او یوازې موږکان انسان ته ورته ګڼل کیږي چې احساس او هیله لري. په داسې حال کې چې موږکان نه هیله او نه هم نهیلي تجربه کولی شي. ځینې وخت موږکان ګړندي او ځینې وخت غلي وي خو بل هیڅ احساس نه لري. موږکان د دوي په باور په لاشعوري توګه د خاصو الګوریتمونو په اساس فعالیت کوي.
که داسې وي دغه تجربه بیا څه مانا لري؟ د سیکياتري یا رواني ستونزو درمل باید یوازې د انسان چالچلن بدل نه کړي بلکه د انسان احساسات هم باید بدل کړي. کله چې یو څوک اروا پوه ته ورځي نو ورته وایي: ډاکټر صاحب له دغه خپګانه مې خلاص کړه. دغه کس داسې میخانیکي مُحَرِکونه نه غواړي چې لاسونه او پښې ېې حرکت ولري او لوبې پرې وکړاي شي . ناروغ غواړي له روحي او رواني پلوه مرستې او درملنې ته اړتیا لري. ناروغ غواړي ښکلی احساس ولري. پر موږکانو تجربه له کمپنیو سره مرسته کوي چې جادويي درمل جوړ کړي خو په دې شرط چې دغه تصور ولري چې د موږکانو احساسات او چالچلن د انسان له احساساتو او چالچلن سره ورته والی ولري . دا هغه وړاند وینه ده چې په څیړنیزو مرکزونو کې دود او عامه ده.۱۰
پر خپل شعور خبرې بیزوګانې
د انسان د سپیڅلتیا او تلپاتې روح په اړه یوه بله هڅه دا ده چې په خلکو دا خبره ومنل شي چې موږکان، سپیان او نور حیوانات شعور او باطني حواس لري خو دوي د انسانانو بر عکس پر خپل شعور او احساس نه پوهېږي او نه ېې درک کولی شي. حیوانات ممکن دپرشن ولري، خوشاله یا وږې او ماړه وي خو دوي په خپله د دغو احساساتو درک نه لري او پر دې نه پوهېږي کوم شیان چې دوي ېې احساسوي په داسې ښکارندې پورې اړه لري چې «زه یا ځان» بلل کیږي.
دغه نظریه چې څومره عامه ده هومره مبهمه او په تیارو کې هم ده. ښکاره خبره ده چې کله یو سپی وږی شي نو هڅه کوي ځانته لږغوښه برابره کړي او د دې په ځاي چې بل سپي ته ېې ورکړي په خپله ېې خوري. خو موږ به دلته د سپي د شعور او احساس په هکله یو بل مثال وړاندې کړو. یو سپی د یوې ونې ډډ بویوي او ډیر ژر پرې پوهېږي چې ایا دا د ګاونډي سپي بولې دي، که نه یوه بل بیګانه سپي دلته میتازې کړي دي. سپیان یوه وړتیا لري چې کله بولې بوي کړي نو پوهېږي چې دا ېې خپلې بولې دي، که د یوه دوست او ملګري او که نه بل پردی او بیګانه سپی دلته راغلی او بولې ېې کړي دي. ۱۱ بیا نو دا چې ویل کیږي هغوي پر خپل شعور خبر نه دي او یا په ځان نه پوهېږي او«self-awareness» نه لري څه مانا لري او ولې دغه استدلال کیږي؟ د دغه استدلال یو نرم دریځ دا دی چې پر شعور د خبرتیا سویې سره توپیر کوي. یوازې انسان دی چې په خپله دا پوهه لري په پخوا او راتلونکې کې دایمي «یو یا فرد» دی او دغه فردیت ېې دوامداره دی. ښايي د ا یوازې انسان دی چې له خپلې ژبې ګټه اخلي او پخوانۍ تجربې انځوروي او راتلونکي اقدامات او فعالیتونه څرګندوي. یانې په پخوا، اوس او راتلونکې کې ژوند کوي. خو زیاتره حیوانات په اوسني دایمي وخت کې ژوند کوي. له دې سره سره چې داسې ښکاري حیوانات پخواني وختونه په یاد ساتي او د راتلونکې لپاره پلانونه جوړوي خو یوازې په اوسنیو محَرکونو غبرګون ښيي.۱۲
یو سنجاب چې غوزان د ژمي لپاره پټوي، د تیر ژمي لوږه ېې په زړه نه وي او نه هم د راتلونکې لپاره ېې پټوي بلکه د خپلو اوسنیو ګروهنو پیروي کوي او د خپل هدف په هکله هم په څه نه پوهېږي. له همدې امله حتي د سنجاب بچی چې د تیر ژمي د لوږې تجربه هم نه لري خوراکي توکي او غوزان د اوړي لپاره زیرمه کوي.
دا لا نه ده معلومه چې ولې پر تیرو تجربو د پوهیدا او د راتلونکو اقداماتو لپاره ژبه یوه مهمه وسیله ده. خو دا چې انسان د دغو تجربو لپاره له ژبې استفاده کوي ثابته شوې خو کافي ثبوت هم نه دی. انسان د وېرې او د مینې د اظهار لپاره له ژبې کار اخلي خو نور حیوانات هم ښايي دغه شیان تجربه کړي او ښايي د ډار او مینې اظهار په ژبه نه بلکه په نورو ډولونو وکړي. انسان ډیر ځله له تیر وخته خبر او د راتلونکې په هکله پلانوونه کوي له دې پرته چې له ژبې کار واخلي. په ځانګړې توګه کله چې موږ خوب وینو نو په خوب کې ډیرې کیسې او خبرې اورو له دې پرته چې ژبه وکاروو او چې کله راویښ شو بیا ېې په جملو او کلمو سره بیانوو.
ډیرې څېړنې ښیي چې ځینې حیوانات د مثال په توګه مرغان، طوطیان، او یو ډول کارغان ځینې پیښې په یاد ساتي او په شعوري توګه د ځینې شیانو لپاره پلان جوړوي.۱۳ البته دا بیله خبره ده چې تر اوسه پورې داسې کره ثبوت او شواهد نه شته چې زموږ شک په یقین بدل کړي. پر دې سربیره چې یو حیوان ډیر دقیق او پر شعور ولاړ کار وکړي بیا هم مخالفین او شکاکیان ادعا کولی شي چې د حیوان دغه کار په ذهن کې د څرګند تصویر او شعور په وسیله نه بلکه د منظمو او غیر شعوري الګوریتمونو په اساس کیږي.
د دې لپاره چې دغه ستونزه ښه وسپړو نو یوې پیښې ته به اشاره وکړو:
د سویډن په فیورویک ژوبڼ کې د سانتینو په نوم یوه بیزو ساتل کیدله. سانتنیو یوه موده ځانګړې ساعت تیري نه درلوده نو خُلق به ېې تنګ ؤ. بیا ېې د ځان لپاره یوه خوندوره لوبه برابره کړه او د ژوبڼ د کتونکو په لور به ېې ډبرې ګوزارولې. دا کومه خاصه ځانګړنه هم نه ده ټولې بیزوګانې چې عصبي شي نو غالبن ډبرې، لرګي او یا حتي خپل غایطه مواد ګوزاروي. خو سانتنیو به له مخکې پلان جوړاوه چې څه به کوي. تر دې مخکې چې به ژوبڼ خلاص شو سانتینو به خپلې مرمۍ «ډبرې او د ویشتلو نورشیان» له دې پرته چې د عصبانیت او کاوړ نښې څرګندې کړي یو چېرته پټې کړې. نو ساتونکو او نندارچیانو به څارله په تیره به کله چې به له خپلو ټولوشویو ډبرو او لرګیو سره ولاړه وه نو دوي به پام کاوه. بیزو ته د نښو نه موندل یوه ستونزه شوه. د ۲۰۱۰ کال په مې میاشته کې سانتینو نوې ستراتیژي غوره کړه. سهار وخته به ېې له خپلې کوټې وچ واښه د هغه دېوال خوا کې کیښودل چې نندارچیان به پرې ولاړ ول او د بیزوګانو سیل به ېې کاوه. بیا به ېې ډبرې ټولولې او تر وښو لاندې ېې پټولې او یو ساعت وروسته به چې لومړی نندارچي ژوبڼ ته ننوت بیزو به صبر کاوه او د عصبانیت او کاوړ هیڅ نښه به ېې نه څرګندوله خو چې کله به قرباني نیژدې شو چې ویشتل کیداي شو نو بمبارد به ېې پيل کړ. په ۲۰۱۲ کال کې سانتینو نور پرمختګ هم وکړ او ډبرې او نور شیان به ېې په نورو برخو کې هم پټول نه یوازې تر وښو لاندې بلکه د ونې له ډډ سره، د ودانیو په کونجونو، او بل هر ممکن ځاي کې.
له دې ټولو سره سره سانتینو هم شکاکیان نه شي قانع کولی. څنګه موږ ډاډمن شو چې سانتنیو تصور وکړي چې دغه کار د مسخرو دی چې سهار اوو بجې په هرځاي کې ډبرې او نور شیان ځاي په ځاي کړه او په دولس بجو چې نندارچیان راځي نو په ډبرو ېې ووله؟ ښايي سانتینو د یوه لا شعوري او منظم الګوریتم په اساس دغه کارونه کوي همدغه ډول چې یو سنجاب بې له دې چې مخکې ېې د ژمي تجربه کړي وي، د ژمي لپاره خواړه زیرمه کوي.۱۴
څوک چې شک کوي بیا هم دلیلونه پيدا کولی شي د مثال په توګه ویلی شي دغه کار پر یوه دښمن د بیزو برید دی چې څو اونۍ مخکې ېې ژوبله کړې وه او اوس ېې غچ اخلي؟ بیزو یوازې د عصبانیت د سخت احساس له امله غبرګون ښيي. خو د عصبانیت په دلیل نه پوهېږي؟ کله چې یوه فیله ویني چې زمری ېې بچیان ګواښي نو پر زمري برید کوي او له خپل ژوند سره لوبې کوي د دې لپاره نه چې هغه په یاد لري چې له میاشت میاشتو انتظار وروسته ېې پرې ګران دغه ماشومان او خوښي پيدا کړې ده بلکې د دې لپاره دغه برید کوي چې د زمري په وړاندې ېې یو غلیمانه احساس هدایت کوي. کله چې یو سپی کور ته د خپل خاوند په لیدو سره د خوښۍ ټوپونه وهي، د دې لپاره دغه خوشالي نه کوي چې داسې کس ورپه زړه کیږي چې له ماشوموالي ېې مړۍ ورکړې ده او یا ېې ناز ورکړی دی، سپی ځکه ټوپونه وهي چې له حده زیاته د خوشالۍ احساس کوي.۱۵ موږ د دغسې ادعاګانو سموالی او ناسموالی نه شو ثابتولی ځکه چې دا د نورو له ذهن او باطني احساسه بیلابیل اخېستونونه دي. له دې چې تر اوسه پورې موږ داسې کوم الګوریتم نه پیژنو چې هوښیارۍ او باطني احساس ته اړتیا ولري نو ټول هغه کارونه چې حیوانات ېې ترسره کوي د یوه لاشعوري الګوریتم محصول ېې بولو او د یوه شعوري او پلان شوي عمل په سترګه نه ورته ګورو. له همدې امله د سانتینو په کیسه کې هم پوښتنه د ثبوتونو ده. د سانتینو د دغه اقدام په اړه احتمالي توضیح څه کیدای شي؟ ایا موږ ویلی شو چې بیزو په شعوري توګه د یوه پلان له مخې دغه کار کاوه او اړینه ده چې مخالفین باید د دې نظر برعکس ثابت کړي؟ که دا به منطقي وي چې فکر وکړو بیزو د غیر شعوري الګوریتمونو په وسیله هدایت کیږي او دا ېې یوازینی شعوري احساس دی چې ډبرې تر وښو لاندې پټوي هغه هم څرګنده توضیح نه لري؟ او یا دا چې که بیزو پخوا وختونه نه ورپه زړه کولی شي او راتلونکې ته پلان نه شي جوړولی نو په خپله په خپل شعور نه پوهېږي؟ له دې ټولو سره سره موږ پر شعور د پوهیدا او د باطني احساس د درک کیسه یوازې په انسان پورې اړونده ګڼو حتي هغه وخت چې تیر وخت نه شي ورپه زړه کولی او د راتلونکې لپاره پلان نه شي جوړولی بیا هم وایو چې انسان پر خپل باطني احساس پوه دی. د مثال په توګه کله چې یو ماشوم د سړک په لور ځي او مور ېې د ژغورنې لپاره منډه ور وهي نو په تیر وخت او راتلونکې هیڅ ډول فکر نه کوي. د فیل د بچي د مور په شان دا هم یوازې منډه وهي چې خپل ماشوم وژغوري. د فیل د مور په هکله موږ وایو چې مور پر زمري حمله کوي او خطر ته غاړه ږدي چې خپل ماشوم وژغوري او د خپل د دغه احساس هیڅ ډول درک نه لري هغه یوازې د یوه اتومات او لاشعوري غبرګون له لارې خپل ماشوم ژغوري، ولې همدغه استدلال د انسان په هکله هم نه کوو چې مور د غیر شعوري اقدام له امله خپل ماشوم ژغوري؟
یوه ځوانه جوړه په نظر کې ونیسئ چې په لومړي ځل کتلو سره په څومره مینې او اشتیاق یو بل ښکلوي، یو عسکر د دښمن ګولیو په لور منډې وهي چې د سنګر ژوبل ملګری وژغوري او یا یو انځورګر په نظر کې ونیسئ چې د برش په وسیله د انځورګرۍ یو شهکار انځوروي. په دوي کې یو هم نه دریږي چې د پخوا په هکله فکر وکړي او راتلونکي ته کوم پلان جوړ کړي. نو دا په دې مانا ده چې دوي د خپل عمل او احساس درک نه لري او په ځان نه پوهېږي؟ او ایا د دغو کسانو شعور او احساس تر سیاستمداره ډیر ټیټ دی چې په خپلو انتخاباتي ویناوو کې د تیرو پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په هکله خبرې کوي؟
ځيرک اس
په ۲۰۱۰ کال کې څېړاندو پر یوه موږک عجیبې او زړه بوږنونکې څېړنې وکړې. دوي موږک په یوه وړوکي قفس کې بند کړ او بیا ېې قفس په یوې لوېې کوټې کې کیښود ورسره ېې یو بل موږک په دې کوټه کې ازاد پریښود. په قفس کې بندي موږک د شک او سټرس نښې څرګندې کړې او له هغه وروسته په کوټه کې د ازاد موږک په حرکاتو کې هم د سترس او نارامۍ نښې څرګندې شوې. په کوټه کې ازاد موږک ډیر ځله هڅه کوله چې بندي موږک را خوشې کړي او له ډېرو هلو ځلو وروسته موږک قفس خلاص کړی شو او بندي موږک ېې هم ازاد کړ. څیړاندو وروسته تجربه بیا تکرار کړه خو دا ځل دوي په کوټه کې چاکلیټ کېښودل. ازاد موږک اوس باید په دو کې یو خوښ کړی واي. یا به ېې په قفس کې بند موږک راخوشې کاوه او یا به ېې چاکلیټ په خپله نوش جان کاوه. زیاتره موږکانو په دغه ټیسټ کې لومړی خپل بندي ملګری راخوشې کړ او بیا ېې چاکلیټ هم ورسره وویشه. (البته ډېرو لږو موږکانو خود خواهي وکړه او دا د دې ښودنه کوي چې ځینې موږکان هم تر نورو ظالمان دي ). خو شکاکانو دغه نتیجې هم رد کړې او ادعا ېې وکړه دا زړه خوږی او مهرباني نه شو بللی. دوي ادعا کوله چې ازاد موږک د دې لپاره په قفس کې بند موږک را خوشې کړ چې د بندي موږک اوازونو په خپله په ازاد موږک کې سترس او پریشاني رامنځته کوله. موږکان د ناوړه احساس له امله تشویق شول چې ځان له دغه حالته وباسي ګني دوي د ښو اخلاقو او مهرباني هڅوونکی احساس نه لري چې د هغه په اساس ځان ارامه کړي. ښايي موږ انسانان هم دې ته ورته تجربه ولرو. ایا زه خپل هغه ناسم احساس ته غبرګون ښیم چې د یوه خیرات خور په لیدو راته پيدا کیږي او ځکه هغه ته پيسې ورکوم؟ ایا زه په رښتیا د خیرات خور او بې وزله پروا لرم او که زه غواړم خپل احساس ښه کړم او د ارامښت احساس وکړم؟۱۶
له اره موږانسانان له موږکانو، سپیانو، ډولفینانو، او بیزو ګانو سره ډیر توپیر نه لرو او د هغوي په شان موږ هم روح نه لرو حیوانات هم زموږ په شان ذهن او باطني احساس او د احساساتو او عواطفو پیچلې نړۍ لري. هر حیوان په طبیعي توګه خاصه ځانګړتیا او کرکټر لري، همداسې انسان هم خپل ځانګړي استعدادونه او وړتیاوې لري. موږ باید حیواناتو ته انساني بڼه ورنه کړو او نه ېې د انسان په پرتله ټیټ وبولو. داسې نه شو ویلی چې حیوانات زموږ یوه بله بڼه ده چې د مثال په توګه بڼکې او څرمن لري. حیوانات په افراطي ډول داسې ګڼل چې تر انسانه یوه بله ټیټه بیلګه یا نمونه ده هم سم قضاوت نه دی. دا د حیواناتو یوه غیرمنطقي پیژندګلوي ده پر دې سربیره زموږ مخه نیسي چې حیوانات د هغوي له شرایطو سره سم درک کړو او د هغوي په ارزښت او غوره والي پوه شو.
د ۱۹۰۰ کلونو په لومړیو کې په جرمني کې یو اس د «ځیرک هانس» په نامه مشهوره شو(په جرمني ژبه کېDer kluge Hans ) او د جرمني په ډېرو کلیو او ښارونو کې وګرځید. ځیرک هانس د جرمني ژبې د پوهیدا وړتیا درلوده او دغه راز په ریاضیاتو کې ېې هم خپل استعداد خلکو ته ښودلی ؤ. که چا به ترې پوښتنه وکړه: هانس دا راته ووایه چې څلور ضرب په درې څو کیږي؟ نو هغه به سمدستي خپل سم پر ځمکه دولس ځله وواهه. که هغه ته به لیکلې پوښتنه ورکړاي شوه چې د مثال په توګه که له شلو څخه یولس کم شي څو کیږي؟ نو د جرمنیانو په خاصې ځیرتیا سره به ېې خپله پښه نهه ځله ووهله.
په ۱۹۰۴ کال کې د جرمني د لوړو زده کړو وزارت د یوه ارواپوه په مشري یوې ساینسي ډلې ته دنده وسپارله چې قضیه له نیږدې وڅېړي . د یوه ویټرنر او د سرکس د یوه مشر په ګډون دغه کمیسیون په سر کې ویل چې حتمن د دې کیسې تر شا کوم چل شته دی خوله ډیروهلو ځلو سره سره په دې ونه توانیدل چې ثابته کړي دا یوه دوکه او چل ول ؤ. حتي دوي اس له خپل خاونده جلا کړ او بیا بېلابېلو خلکو ترې پوښتنې وکړې خو ځوابونه ېې بیا هم سم وو.
۱۷ـ په ۱۹۰۴ کال کې کلاوګ هانس د خلکو په وړاندې.
په ۱۹۰۷ کال کې د اسکار فونګ په نامه یوه ارواپوه بیا څېړنه وکړه او د اس د هوښیارۍ له رازه ېې پرده پورته کړه. هغه وموندله چې ځیرک اس پوښتنو ته سم ځوابونه ورکول ځکه چې هغه به د پوښتونکي د بدن او د مخ حرکتونه په ځرتیا سره څارل. کله چې له هانس څخه پوښتنه وشوه چې څلور ضرب دریو څو کیږي. نو د تجربې په اساس هانس په دې پوهیده چې د دغه کس تمه دا ده چې د یوې میعنې شمېرې په اندازه خپله پښه په ځمکه ووهي. هغه به پر ځمکه د سُم له وهلو سره په یو وخت د پوښتونکي څیرې ته هم کتل. چې څومره به اصلي ځواب ته نیژدې کیده نو هومره به د پوښتونکي په څیره کې هیجان زیاتیده او چې کله به اصلي ځواب ته ورسید نو د پوښتونکي څیره به د هیجان اوج ته ورسیده. زیرک هانس په دې پوهیده چې څرنګه د انسان د څیرې او بدن حرکات وڅآري او له دې لارې پوه شي چې دغه کس څه غواړي. نو کله چې به هیجاني حالت پاي ته ورسید نو د انسان څیره به یا خوشاله وه چې سم ځواب ېې اخیستی او یا به له ناسم ځوابه نهیلی ؤ نو هانس به پوه شو چې ځواب ېې سم دی. د هانس له مثاله ډیرځله ګټه پورته کیږي چې حیوانات انسان ته نیژدې کړاي شي او داسې ښودل کیږي چې حیوانات خارق العاده وړتیاوې لري او تر هغه څه چې په رښتیا دي لوړ وښودل شي. په حقیقت کې باید موږ بیخي برعکس نتیجه واخلو. تاریخ د دې ښودنه کوي چې کله موږ حیوانات انساني کوو په حقیقت کې د حیواناتو په خپلو ذاتي وړتیاوو سترګې پټوو. د مثال په توګه د ځیرک هانس د ریاضۍ د استعداد په اړه ویلی شو چې هانس یو نابغه اس نه ؤ. ځکه چې یو اته کلن ماشوم تر دغه اسه په ریاضۍ کې ښه پوهېږي. خو کله چې د هانس دغه وړتیا ارزوو چې د څیرې او د بدن له حرکتونو د انسان په عواطفو او هیجاناتو پوهېږي او د دغو حرکتونو په اساس خپل ځواب وايي نو ویلی شو چې دغه ځیرک اس نابغه ؤ. که یو چینايي په چینايي (مانډرین) ژبه له ما پوښتنه وکړي چې څلور ضرب په دریو څو کیږي نو زه به کله هم سم ځواب ورنه کړای شم او کله به یوازې د دغه کس څیرې او د بدن حرکاتو ته په کتوسر دولس ځله پښه په ځمکه ونه وهلی شم. خو ځیرک هانس دغه وړتیا درلوده او په اصل کې اسان له یو بل سره د بدن او د څېرې د حرکاتو په اساس خبرې کوي. د هانس ځانګری صفت دا دی چې هغه له نابلدو کسانو سره په تماس کې د احساساتو او عواطفو ترجماني کوي او له یو بل اس سره نه بلکه له انسان سره دغه اړیکه ټینګوي. که حیوانات په رښتیا هم هوښیاران واي نو ښايي اسونو به انسانان په ګاډیو پورې تړل، موږکانو به پر موږ تجربې کولې، او ډولفینونو به موږ هڅولو چې د اوبو په منځ کې له دایروي کړیو ټوپونه ووهو. ولې دوي دغه کارونه نه شي کولی؟ خو هومیو ساپیینس یا ننی انسان باید داسې یوه وړتیا او ځانګړتیا ولري چې پر نورو ټولو حیواناتو اغیز لري او کنټرول کړي ېې دي.
اوس چې موږ وایو او دغه ذهنیت مو تداعی کړی چې هومیو ساپینس له نورو حیواناتو بیخي بیله نړۍ لري او له نورو حیوانات بره په یو بل پلاټ فورم کې اوسي، او یا دا چې وایو انسان د روح او احساساتو په درلودلو سره تر نورو حیواناتو او مخلوقاتو ځانګړی او استثنايي دی نو کولی شو له خیالونو تیر شو او ځمکنیو واقعیتونو ته راشو او له دغه استثنايي موجود سره اړیکه ونیسو او د انسان فریکي او ذهني جوړښت وڅېړو چې څرنګه ېې زموږ ذات ته دغسې امکانات او نعمتونه ورکړي دي.
زیاتره څېړنې د وسایلو جوړول او ذهن هغه مهم عوامل بولي چې انسان ته ېې د ژویو په طبقه بندۍ کې لومړنۍ مقام ورکړی دی. له دې سره سره چې نور حیوانات هم وسایل جوړوي خو دا خبره ډیره څرګنده ده چې انسان په دې برخه کې تر نورو ټولو ژویو مخکې دی. خو د ذهن په هکله خبره لا سمه نه ده روښانه شوې. تر اوسه پورې په دې هکله د کلي موافقې لپاره ډیره لویه لار په مخکې پرته ده. له نیکه مرغه موږ اړتیا هم نه لرو چې له ماینونو په دې ډکه ځمکه پښه کیږدو او خطره ومنو. ځکه چې دا مهمه نه ده چې موږ ذهن څه ډول تعریفوو خو دا خبره څرګنده ده چې نه د وسایلو جوړول او نه به هم هوښیاري او نه به ذهنیت په یوازې سر پر ځمکه د انسان د حاکمیت دلیل وي. د ذهنیت او هوښیارۍ په اړه د زیاترو سپړنو او توضیحاتو په اساس انسان له کابو یو ملیون کالونو راهیسې تر ټولو هوښیار مخلوق دی او د ټولو حیواناتو په پرتله د وسایلو په جوړلو کې مخکښ دی خو له دې ټولو سره سره ېې اهمیت دومره نه ؤ لکه په وروستیو لسیزو کې چې دی او پر شاوخوا ژواک چاپریال ېې اغیز هم ډیر محدود ؤ. نو ښکاره ده چې له هوښیارۍ او د وسایلو له جوړولو پرته یو بل عامل هم باید دلته رول ولوبوي.
ښايي انسان یوازې د دغه دریم نامعلوم عامل له امله پر ځمکه حاکم شوی نه وي خو ایا له ساده حالته د لا پیچلو ابزارو جوړول او لا پرمختللي ذهنیت ته رسېدل ېې اصلي عامل دی؟ دغه احتمال ډیر کم دی ځکه چې که موږ خپل تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه وکړو د انسان له واک سره د دغه مخلوق د هوښیارۍ او د وسایلو جوړولو د وړتیا ترمنځ کومه مستقیمه اړیکه نه لیدل کیږي. کابو شل زره کاله مخکینی انسان یا هومیو ساپینس ښايي تر نني انسان یا هومیوساپیینس د وسایلو په جوړولو او هوښیارۍ کې ډیره وړتیا درلوده. موډرنه ښوونځي او کارخاوندان ښايي وخت نا وخته زموږ وړتیا وازمايي چې څومره کار کولی شو خو دې ته له پامه پرته چې څومره په دې ازموینه کې کامیابه کیږي. اصلي خبره دا ده چې د رفاه ننی ریاست «welfare state» زموږ لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي. خو د ډبرې په طبیعي زمانه کې انسان کابو هره ورځ له طبیعي ازميښتونو سره مخامخ ؤ او که څوک به په دغو ازمیښتونو کې بریالی نه شو نو د تکامل د تیورۍ په اساس به له ډګره ووت. له دې سره سره چې د ډبرو په زمانه کې زموږ پلرونه تر موږ هوښیار او د وسایلو په جوړولو کې تکړه وو خو شل زره کاله مخکې انساني ټولنه تر ننۍ هغې ډیره کمزورې وه. په تیرو شل زره کلونو کې انسان د ډبرو له څوکو سره په غشیو د ماموت له ښکاره په فضا کې د موجود تلسکوپ د شمسي نظام تر څیړلو پورې رسیدلی دی. په دغو ټولو پرمختګونو کې نه انسان د لاسونو او پښو مهارت زیات شوی او نه ېې مازغه غټ شوي دي. په حقیقت کې د انسان اوسني ماغزه تر پخوان کوچني شوي هم دي.۱۸ نو د انسان وړتیا او هوښیاري پر نړۍ د دغه مخلوق د حاکمیت اصلي علت نه دی بلکه د انسان په وسیله د ځمکې د خپلولو اصلي علت د ټولنو په جوړولو کې د انسان وړتیا ده. ۱۹
زموږ د پېر انسان پر نړۍ تر ټولو ډیر اغېز پریښی دی ځکه چې هوميوساپینس یوازینی حیوان دی چې په لویه پيمانه له یو بل سره تعامل او کار کولی شي. په ګډه د کار کولو وړتیا او د ټولنې جوړول د انسان د برلاسي اصلي علت دی نه د نورو بیزوګانو او لویانو په پرتله د ګوتو مهارت او د ذهن او هوښیارۍ زیاتوالی. هوښیاري او د وسایلو د جوړولو وړتیا هم مهمه ده خو که انسان په لویه پیمانه له یو بل سره د کار کولو او د لویو ټولنو د جوړولو وړتیا نه درلودای نو دغو ځیرکو ماغزو او ماهره لاسونو به د یورانیمو د اټوم د ماتولو په ځاي لا هم د چقماق له ډبرو وسایل جوړل.
که له یو بل سره همکاري او ګډ کار اصلي کونجي وي نو ولې میږتون او د شاتو موچیو تر موږ مخکې اټم بم جوړ نه کړاي شو دې ته په پام سره چې دوي تر موږ ګډ کار کول میلیونونو کاله مخکې زده کړي وو؟ دا د دې لپاره چې د دوي ګډکار انعطاف نه لري. مچۍ ډیره ظریفه او ژوره همکاري لري خو دوي په یوه شپه کې په خپل ټولنیز ژوند او سیستم کې بدلون نه شي راوستلی. د مثال په توګه که د شاتو د مچیو یو کندو له یو ګواښ او خطر سره مخامخ شي نو سمدستي خپله ملکه نه شي اعدامولی او جمهوریت نه شی اعلانولی. ټولنیز تي لروونکي حیوانات لکه فیلان او بیزوګانې تر موچیو په ګډ کار کې تکړه دي خو د دوي ملګرتیا تر محدودو ملګرو او د کورنیو تر غړیو نه پورته کیږي، یانې همکاري تر ډیره وګړنیزه وي. که زه یوه بیزو واي او ته هم یوه بیزو واي او ما غوښتل له تا سره ګډ کار وکړم زه باید په فردي توګه له تا سره پیژندګلوي ولرم چې ته څه ډول بیزو ېې؟ ایا ته مهربانه ېې؟ که ظالمه ېې؟ که زه دې نه پیژنم نو څنګه در سره ګډ کار وکړم. نو څومره چې موږ پوهیږو دا یوازې انسان دی چې له ډېرو نا پیژندل شویو انسانانو سره منعطفه ملګرتیا او ګډ کار کولی شي. یوازې او یوازې دغه معلومه وړتیا ده چې انسان ېې په دې خاورینه ځمکه باچا کړی دی. نه تلپاتې روح، او نه هم د هوښیارۍ او ذهن یو خاص ډول له انسان سره په دې برخه کې مرسته کړې.
ژوندی دې وي انقلاب او اوښتون
تاریخ ډیر داسې شواهد او ثبتونه وړاندې کوي چې ښيي په لویه پيمانه ګډکار او همکاري څومره مهمه ده. بریا تل د هغو کسانو په برخه وي چې ښه همکاري کوي. دغه خبره نه یوازې له نورو حیواناتو سره د انسان د سیالۍ په برخه کې سمه ده، بلکه په انساني ګرپونو او قومونو کې هم هغه کامیابه دي چې ښه همکاري او له یو بل سره ملګرتیا کوي. رومیانو یونان فتح کړ دغه بریا د دې لپاره نه وه چې رومیانو لوي مازغه درلودل او یا د وسایلو په جوړولو کې تکړه وو بلکه د بریا اصلي راز ېې فعاله او منعطفه همکاري او ګډکار ؤ. په ټول تاریخ کې منظم او با ډسپلینه پوځیان پر نامظمنو ډلو بریالي شوي دي او منظمو پوهانو او مخکښانو تل پر نامنظمو ولسونو او پرګنو حکومت کړی دی. په ۱۹۱۴ میلادی کال کې درې میلیونه روسي اشراف زادګانو، خانانو او افسرانو پر ۱۸۰ میلیون کروندګرو او کارګرانو حکومت کاوه. دغه روسي مخکښان او خواص په دې پوهېدل چې څنګه له یو بل سره همکاري وکړي او خپلې ګټې خوندي کړي او دغه ۱۸۰ میلیونه عوامو فعاله ملګرتیا او تحرک نه درلود. په حقیقت کې خواصو یا اشراف زادګانو او اربابانو خپله ټوله انرژي او وخت په دې لګاوه چې څنګه د عوامو د ګډکار او همکارۍ مخه ونیسي.
کله چې انقلابونه کیږي اړتیا نه شته چې ډیر کسان پکې وي. په اکثره انقلابونو کې عام خلک نه بلکه د انقلابیانو یوه شبکه یا یوه منظمه شورا وي چې د انقلاب تر شا ولاړه وي. که ته غواړې انقلاب وکړې اړتیا نه شته چې وپوښتې څومره کسان ستاسو د نظريې ملاتړ کوي بلکه په دې فکر وکړه چې ستا څومره پلویان او یا همنظره کسان په کوم حد کې ګډکار او فعاله همکاري کولی شي. د روسيې انقلاب له دې امله بریالی نه شو چې ۱۸۰ میلیونه ګارګرو او بزګرو بلوا پيل کړه بلکه ګوته په شمارکمونیستان وو چې په سم وخت او سم ځاي کې راپورته شول. په ۱۹۱۷ کال کې د لوړې پرګنې او منځنۍ پرګنې شمېر لږ تر لږه درې میلیونه ؤ خو کمونیست ګوند تر درویشت زره زیات کسان نه درلودل. ۲۰
کمونیسټان بریالي شول او د ټولې روسي امپراټورۍ واګې ېې ترلاسه کړې. دا ځکه چې کمونیسټان ډیر منظم او سره همکاره وو. کله چې قدرت د تزار له کمزورو لاسونو د کرینسکي موقته خو لړزانه لاسونو ته لېږدیده نو کمونیستانو په ډېرې لېوالتیا لاس ور واچاوه او واګې ېې ترلاسه کړې او قدرت ېې داسې ټینګ کړ لکه چې وږی سپی په ټول قوت هډوکی په خوله کې ونیسي.
کمونیستانو تر نولسوه اتیایمو کلونو پورې خپلې منګولې د قدرت په واګو کلکې نیولې وي. منظم سیسټم او ګډه همکاري وه چې کمونیستانو اویا کاله پر شوروي حکومت وکړ. او کله چې کمونیستي شوروي ړنګیدله نو علت ېې د نظم او کوټلي سیسټم نه شتون ؤ.
د ۱۹۸۹ کال د دسمبر په یو ویشتمه د رومانیا کمونیسټ دیکتاتور نیکولاي چایسسکو د بخارست په مرکز کې د خپل حکومت په ملاتړ یوه لویه غونډه جوړه کړه. تر دې څو میاشتې مخکې پخواني شوروي د شرقي اروپا د کمونیستي رژیمونو له ملاتړه لاس اخیستی ؤ. د برلین دیوال نړیدلی ؤ او په پولند، ختیځ جرمني، هنګري، بلغاریا، او چکسلواکیا کې بدلونونه رامنځته شوي وو. چایسسکو چې له ۱۹۶۵ کاله د قدرت په ګدۍ ناست ؤ فکر کاوه د دې سونامي په وړاندې به مقاومت وکړي. کله چې د دسمبر په اوولسمه د ټیمیورا په ښار کې د رژیم په خلاف خلک راِغونډ شول نو چایسسکو د دې لپاره چې د رومانیا ولس او ټولې نړۍ ته ور وښيي چې لا هم په خلکو ګران دی او یا هم خلک ترې ویریږي نو په بخارست کې ده ستره غونډه راوبلله. د رومانيا حکومتي بنسټ چې د نړېدا چاکونه پکې پيدا شوي وو وتوانید اتیا زره کسان د بخارست په مرکز کې راغونډ کړي او د رومانيا ټول ولس ته پیغام ورکړل شوی ؤ چې هرڅه پریږدي او راډیو او ټلویزیون ته دې غوږ شي.
۱۸- هغه شیبه چې یوه نړۍ ونړېده: هک حیران پاتې چایسسکو په خپلو سترګو او غوږونو هم باور نه شو کولی.
چایسسکو د ولسمشرۍ له ماڼۍ برنډې ته ووت چې تر مخې ېې په لوي چوک کې په زرګونو لیواله کسان ولاړ وو. پخوا هم دغه دیکتاتور همدغسې کار څوځله کړی ؤ. د خپلې میرمنې الینا، د حزب له مشرانو او خپلو باډیګاردانو په ملګرتیا بالکون ته راووت او له معمول سره سم ېې خپله ستومانه کوونکې وینا پیل کړه. هغه د رومانیايي سوسیالیزم نارې وهلې او چې کله به ېې د خلکو مصنوعي چکچکې لیدلې نو ډیر راضي ښکاریده.خو شیبه وروسته لویه ستونزه را ولاړه شوه. که په یوټیوب کې د (چایسسکو وروستۍ وینا) ولټوې نو دغه تاریخي شیبه به په خپله وګورې. ۲۱
د یوټیوب ویډیو کې ښکاري چې چایسسکو یوه اوږده جمله پیلوي. دی وايي:
«زه د هغو کسانو مننه کوم چې په خپل دغه نوښت سره ېې د بخارست په مرکز کې د دې لوې او پرتمینې غونډې په جوړولو کې زیار ګاللی دی ، داسې غونډه چې…» همدلته هغه غلی شو. په ناباورۍ کې ېې سترګې پرانیستلې او هک حیران ودرید لکه یخ چې وهلی وي. هغه خپله جمله هم بشپړه نه کړاي شوه. تاسو ېې کتلی شئ په څو ثانیو کې څنګه یوه نړۍ نسکوریږي. د خلکو له منځه یو کس د «بووو» نارې وکړې. تر اوسه پورې خلک بحث کوي چې دغه د مخالفت غږ لومړی چا پورته کړ. خو د بووو له همدې یوه غږ سره نور هم ملګري شول او په څو ثانیو کې خلکو هغه وشاړه او د شپیلیو او ښکنځلو باران پرې پيل شو. خلکو شعار ورکاوه موږ درنه ستړي شوي یو« Ti-mi-ûoa-ra! Ti-mi-ûoa-ra!».
دغه ټول بهیر د رومانیا په ټلویزیون کې ژوندی خپور شو په داسې حال کې چې د ټول نفوس له څلورو دریمه برخه په ناکراره زړونو په ټلویزونونو کې سترګې ګنډلې وي. استخباراتي مامورینو د ټلویزیون کسانو ته خبرداری ورکړ چې خپرونې بندې کړي خو هغوي دغه حکم ونه مانه. د ټلویزیون عکاسانو د کمرو مخونه د اسمان لوري ته کړل چې خلک د کمونیست ګوند د غړیو ترهیدلي څیرې ونه ګوري خو د غږونو د ثبتولو کسانو خپل کار کاوه او خلکو ټول غږونه اوریدل. له څو دقیقو وروسته خپرونې بیرته پيل شوې او د رومانیا ټولو خلکو د چایسسکو په خلاف نارې او اوازونه واوریدل. په داسې حال کې چې چایسسکو نارې وهلې «هلو … هلو… هلو» ته وا مایکروفون خراب شوی دی. میرمنې ېې پر خلکو غږ کاوه چې« غلې شئ… ارامه شئ». چایسسکو خپلې میرمنې ته وویل چې ارامه شي ځکه د ټلویزیون پروګرام لا هم مراسم خپروي. ورپسې چایسسکو په چوک کې ناارامه خلکو وویل «ملګرو ! ملګرو! وه ملګرو! هیله ده خاموشه شئ». خو ملګرو غوږ نه وو نیولی. کمونیستي رومانیا ړنګه شوه په داسې حال کې چې د بخارست په مرکزي چوک کې اتیازره موجود کسان پوه شول چې په بالکن کې له قره قلي پر سر بوډا سړي څخه پیاوړي دي. دا ښايي عجیبه خبره نه وي چې یو سیسټم ونړید او هر څه ګډوډ شول خو اصلي معجزه دا وه چې داسې رژیم په څو ثانیو کې نسکوره شو چې په لسګونو کاله واکمن ؤ.
ولې انقلابونه ډیر کم رامنځته کیږي؟ ولې په سلګونو کلونه پرګنې چکچکې کوي او جشنونه جوړوي او په بالکن کې د ولاړ سړي هر حکم ته غاړه ږدي تر هغه چې کله هم وغواړي هغه ښکته ګوزارولی شي.چایسسکو او د هغو پلویانو پر شل میلیونه رومانیاوالو کابو څلوېښت کاله حکومت وکړ. دا ځکه چې دوي درې وارمخکې شرطونه ورته برابر کړي وو. تر هرڅه وړاندې دوي پر ټولو مهمو ادارو لکه پوځ، کارګري اتحادیو او سپورتي شوراګانو کمونیست ګوند ته وفاداره کسان وګمارل، دویم دا چې دوي د ټولو هغو اتحادیو او موسسو د جوړېدا مخه ونیوله چې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه ېې کولای شول ځکه چې دغسې اتحادیو او موسسو کمونیسټي ضد شرایط برابرولی شول، او دریمه زمینه یا وارمخکې اقدام ېې د شوروي اتحاد او د ختیځې اروپا د نورو کمونیستي حزبونو د ملاتړ تر لاسه کول ؤ. له دې سره سره چې کله ناکله به لوړې ژورې وي خو په ټول کې دغو لورو پام کاوه چې له بهره څوک سوسیالیستي جنت ته تاوان ونه رسوي. له دې سره سره چې یو محدود شمېر خواصو پر خلکو هر ډول نارواوې کولې په دغسې شرایطو کې شل میلیونه رومانیانو نه شواي کولی فعاله او کمونیستي ضد خوځښت رامنځته کړي. تر هغه چې دغه درې زمینې او شرایط ختم شوي نه ؤ چایسسکو له واکمنۍ لیرې نه شو. د نولسوه اتیایمو کلونو په وروستیو کې پخوانی شوروي له خپل ملاتړه په شا شو او کمونیسټي رژیمونه یو په بل پسې نسکوره شول. د ۱۹۸۹ کال په دسمبر کې چایسسکوله بهره د کوم ملاتړ هیله نه درلوده. برعکس په شاوخوا هیوادونو کې بدلونونو خلک هم سیمه ییزو مقاومتونه ته هڅول. له بلې خوا د رومانیا کمونست ګوند په سیالو ډلو وویشل شو. منځلارو غوښتل د چایسسکو له شره خلاص شي او مخکې تر دې چې خبره وشړیږي اصلاحات رامنځته کړي. کله چې چایسسکو په بخارست کې د لویې غونډې تیاری ونیو او په رسمي ټلویزیون کې ېې د ژوندۍ خپرونې امر وکړ هغه په حقیقت کې بدلون غوښتونکو ته چانس په لاس ورکړ چې د هغه په خلاف خپل توان او اعتراض څرګند کړي. د یوه انقلاب لپاره په ټلویزیون کې له ژوندۍ خپرونې پرته به کومه اسانه لار موندلی شو؟ کله چې واک په بالکن کې د ولاړ بېکاره او زاولن له لاسه ووت نو نېغ په نېغه هغو خلکو ته ونه رسید چې په چوک کې راغونډ شوي وو. په غونډه کې ډیر خلک لېواله وو خو نه پوهېدل چې څنګه ځان سمبال کړي. نو قدرت د روسيې د ۱۹۷۱ کال د انقلاب په شان د یوې بلې لږه کۍ یا خواصو لاس ته ورغی چې د تنظیمولو په چل پوهیدل. د رومانیا انقلاب د ژغورنې د ملي جبهې لاس ته ورغی چې ځانونه ېې د ژغورنې منجیان بلل خو په حقیقت کې د کمونیست ګوند د منځلارې ډلې غړي وو. د ژغورنې ملې جبهې په حقیقت کې په مظاهرو کې خاص رول نه درلود خو د ګوند له منځنیو مشرانو جوړه جبهه وه چې مشري ېې د ایون الیشکو په غاړه وه. نوموړی مخکې د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې غړی او د تبلیغاتي ادارې مشر ؤ. الیشکو او د ژغورنې په ملي جبهه کې د هغه نورو ملګرو ځانونه د ډیموکراتیکو مشرانو په توګه مطرح کړل او له هر تربیونه ېې ګټه واخیستله چې وښيي دوي د انقلابیونو مشري کوله. له هغه وروسته دوي له خپلو تیرو تجربو ګټه پورته کړه. دې ډلې پر ټول هیواد منګولې خښې کړې او ملي شتمني ېې خپلو جیبونو ته واچوله.
په کمونیستي رومانیا کې کابو هرڅه د حکومت تر ولکې لاندې ول. ډیموکراتیکې رومانیا هر څه خصوصي کړل او په ډیره ارزانه بیه ېې پر پخوانیو کمونیستي مشرانو وپلورل. دا یوازني کسان وو چې پوهېدل کیسه کوم لور ته روانه ده او د یو بل د کیک او ونډې په وېشلو کې ېې ښه ملګرتیا کوله. حکومتي موسسې چې د ملي بنسټونو او طبیعي زېرمو اداره او کنټرول ور په غاړه وو د کمونیست ګوند پر مشرانو د لیلام په بیه خرڅ شول او د ګوند عادي غړیو اپارتمانونه او کورونه واخیستل.
ایون الیشکو د رومانیا د لومړي وزیر په توګه غوره شو او ملګري ېې وزیران، د پارلمان غړي، د بانکونو مشران، او میلیونران شول. د نوې رومانیا مشران او خواص په حقیقت کې پخواني کمونیستان او د هغوي کورنۍ دي. په تیموارا او بخارست کې عام ولس چې له مرګ سره ېې لوبې وکړې مجبوره دي پاتې شوني وخوري ځکه چې دوي نه پوهیدل څنګه له یو بل سره همکاري او ګډ کار وکړي چې یوه فعاله اداره جوړه او خپلې ګټې خوندي کړي۲۲
په ۲۰۱۱ کال کې د مصر انقلاب هم په ورته برخلیک اخته شو. هغه څه چې په ۱۹۸۹ کال کې ټلویزیون وکړل په ۲۰۱۱ کې دغه دنده فیسبوک او ټویټر په غاړه واخیسته. دغو نویو رسنیو له ولس سره مرسته وکړه چې خپل فعالیتونه منظم کړي او په دې ډول په زرګونو کسان واټونو او چوکونو ته راووتل او د مبارک رژیم ېې نسکور کړ. دا چې په سلګونو زره کسان د تحریر چوک ته را ایستل کیږي دا یوه خبره ده خو د یو سیاسي ماشین جوړول او په حرکت راوستل، او یا د قدرت او مشرۍ په لویو هالونو کې روغبړ کول دا بېله خبره ده. کله چې حسن مبارک له واکه لیرې شو مظاهرچیانو د هغه تشه ډکه نه کړاي شوه. مصر یوازې دوه ادارې درلودې چې منظمې وې او د هیواد د اداره کولو وړتیا ېې درلوده. پوځ او اخوان المسلمین. نو دلته هم انقلاب ولوټل شو لومړی د اخوان المسلمین له لوري او بیا پوځ پرې منګولې خښې کړې.
په رومانیا کې پخواني کمونیستان او په مصر کې پوځي جنرالان په بخارست او قاهره کې تر پخوانیو دیکتاتورانو او مظاهرچیانو هوښیار او کاریګر نه وو خو د دوي یوازینۍ ځانګړتیا منعطفه ملګرتیا او ګډ کار ؤ. دوي د مظاهرچیانو د لوي ټولي په پرتله ښه ملګرتیا او ګډ کار کولی شواي. دوي وښودل چې له مبارک او تنګ نظري چایسسکو څخه نور انعطاف هم ښودلی شي او ښه ملګرتیا هم کولی شي.
تر سکس او خشونت وراخوا
که هومیوساپیینس له دې امله پر نړۍ واک چلوي چې په لویه پیمانه له یو بل سره ګډکار او منعطفه ملګرتیا کولی شي نو دغه چاره د انسان پر سپېڅلتیا زموږ باور کمولی شي. موږ فکر کوو چې انسان ځانګړی او اشرف مخلوقات دی ځکه خو باید ټول امتیازات زموږ وي. د ثبوت لپاره د بشریت سترې بریاوې رامخکې کوو. د مثال په توګه وایو انسان اِهرامونه جوړ کړي، د چین دیوال ېې ودان کړی، موږ د اټوم جوړښت تشریح کړ، او ډي این اې مو وسپړله، او انسان قطبونو او سپوږمۍ ته سفرونه وکړل. که دغه لاس ته راوړنې د یوه انسان د وړتیا نتیجه واي لکه ابدي روح نو بیا خبره زړه ته لوېدله چې انسان سپېڅلی دی. خو دغه ټول پرمختګونه او بریاوې د یوې پراخې همکارۍ او ګډ کار نتیجه ده او دا د یوه ځانګړي کس یا فرد بریا نه ده او انسان د فرد په توګه د داسې ستاینې وړ نه دی.
د شاتو مچۍ تر پتنګ ډیر توان لري خو دا باید په دې مانا نه وي چې مچۍ له تر پتنګ سپېڅلې ده. د رومانیا پخواني کمونیست ګوند د دغه هیواد پر نامنظم ولس واک وچلاوه نو ایا دا په دې مانا ده چې د کمونیست ګوند د یوه غړي ژوند تر عادي کسه سپیڅلی دی؟ انسان تر بیزوګانو په لویه پيمانه د ګډکار او همکارۍ وړتیا لري ځکه خو انسان سپوږمۍ ته فضايي بیړۍ استولای شي او بیزوګانې په ژوبڼ کې نندارچیان په ډبرو ولي. خو ایا یوازې په همدې دلیل دی چې انسان تر بیزو لوړمقام ولري؟ ښايي همداسې وي. خو دا په دې پورې اړه پيدا کوي چې څه شي انسان ته دغه وړتیا ورکړه چې ګډکار او همکاري وکړي او ولې یوازې انسان وکړاي شول دومره منظم ټولنیز سیسټم رامنځته کړي؟ د بیزوګانو، لیوانو، او دولفینانو په شان د حیواناتو ترمنځ ګډ کار او همکاري په ډیرې محدودې کړۍ کې یعنې د نیژدې خپلوانو ترمنځ وي.عادي بیزوګانې یوازې له ډېرو نیژدې خپلوانو سره ښکار کوي او کله چې ېې له ډیرې مودې وروسته یوه وړه ټولنه او پرګنه راټوله کړه چې مشر او کشر لري بیا ګډ کار کولی شي.ځکه خو تر نورو حیواناتو زیات د ټولنیز موقیعیت او قدرت لپاره ډیر وخت لګوي. کله چې بېګانه بیزوګانو سره مخامخ شي ډیر لږ لیدل شوي چې همکاري سره وکړي. د ملګرتیا په ځاي پر یو بل نارې وهي، او یا یو بل وهي او له یو بله تښتي.
یو بل ډول بیزو چې پیګمي یا بونوبو بلل کیږي بل ډول عمل کوي. پیګمي بیزوګانې په خپلو کې د ستونزو د کمولو او د ټولنیز موقیعیت د مذبوتولو لپاره له یو بل سره جنسي اړیکي نیسي او ځکه خو په دغه ډول بیزوګانو کې له همجنس سره سکس کول هم د حیرانۍ خبره نه وي. کله چې د دغو بیزوګانو دوه ډلې سره مخامخ شي لومړی ویرېږي او خشونت کوي او په ټول ځنګل کې شورماشور جوړ شي لږه شیبه وروسته ښځینه بیزو د بیګانه ګروپ په لور ځي او د جګړې په ځاي ېې سکس ته رابولي. ډېر ځله پردۍ بیزوګانې بلنه مني بیا نو بیزوګانې په مختلفو پوزیشنونو کې سکس کوي حتي په ونو کې په ځوړند حالت کې جنسي اړیکه نیسي.
هومیو ساپینس د دغه ډول همکارۍ په چل ښه پوهېږي. ځینې وخت د بیزوګانو په شان وړې پرګنې جوړوي چې مشر او کشر لري. او ورپسې دغه ټولنیز بندونه او درجه بندۍ مذبوتوي خو دغه شخصي روابط او پیژندګلوي که هغه جګړې په بڼه وي او یا جنسي اړیکې په بڼه وي د ښې ملګرتیا لپاره بنسټ نه شي کیداي. د مثال په توګه د یونان مالي ستونزې او پورونه د یوناني سیاستوالانو او د جرمني بانک مشرانو په ګډه میلمستیا، عیاشۍ او یا جنجالونو نه شو اوارولی. څېړنو ثابته کړې چې ننی انسان یا هومیو ساپینس دا وړتیا نه لري چې په یو وخت تر یوسلوپنځوسو زیاتو کسانو سره د دښمنۍ او یا دوستۍ نیژدې اړیکې ولري. ۲۳
مونږ لا په دې نه پوهیږو چې څنګه انسان دا توان پيدا کوي چې د همکارۍ او ګډ کار پراخه شبکه یا نیټورک رامنځته کړي خو دغه خبره روښانه ده چې د ډېرو نیژدې اړیکو په جووړولو کې انسان ستونزه لري.
دا د ارواپوهانو، ټولنپوهانو، اقتصادپوهانو، او نورو پوهانو لپاره چې انساني تولنه د لابراتواري تجربو په مرسته تشریح کوي ښه خبر نه دی. د ارګانایزیشنس یا مډیریټي او اقتصادي دلایلو په اساس ټولې تجربې په فردي ډول او یا د انسانانو په یوې وړې ډلې شوي دي خو که د یوې لوېې ټولنې په جوړښت او چال چلند د پوهېدا لپاره په یوې ډلې ازموینه کیږي او بیا د مشت نمونه خروار په توګه ېې پر لویې تولنې تطبیقوو دا چاره خطرناکه ده. یو ملت چې سل میلیونه نفوس لري د یوې سل کسیزې ډلې په پرتله بیخي بل ډول نظام او سیستم لري او بیخي په بل ډول چلیږي. په بله وینا وړې انساني ډلې یو ډول او لوېې ټولنې بل ډول سیسټم او نظام لري.
د مثال په توګه د «Ultimatum Game» ته پام وکړئ چې د اقتصادي چال چلند او یا اخلاقیاتو په ډګر کې یوه مشهوره تجربه ده. دغه تجربه عموماً په دو کسانو ترسره کیږي. یو کس ته پکې سل ډالره ورکول کیږي. دغه کس خپلې خوښې ته پرېښودل کیږي چې دغه سل ډآلره تولې په خپله اخلي که ېې له ملګري سره ویشي. هغه ټولې پیسې ځانته اخیستلی شي او یا ېې په دواړو په مساوي توګه ویشلی شي او یا څرنګه چې ېې زړه غواړي پر بل لوبغاړي ېې ویشلی شي. دویم ګډونوال دوه انتخابه لري. هغه باید د ویش دغه روده چې هغه بل ګډونوال وړاندې کوي ومني او یا دغه وړاندیز رد کړي. که وړاندیز ردوي نو دواړه ګډونول به هیڅ هم نه ترلاسه کوي.
کلاسیکه اقتصادي تیوري ادعا لري چې انسان د حساب منطقي ماشین دی. د دغې تیورۍ په اساس اکثره انسانان په دغې تجربه کې ۹۹ دالره ځانته او یوازې یو ډالر بل ګډونوال ته ورکوي. دوي وايي دغه بل ګډونوال به همدغه یو ډالر مني. یو منطقي انسان ته چې د یو ډالر وړاندیز وشي هیڅکله ورته «نه» نه شي ویلی. دغه کس ته دا هیڅ مهمه نه ده چې بل ګډونوال ولې ۹۹ ډالره ترلاسه کوي؟
کلاسیک اقتصاد پوهان ښايی کله هم له خپلو لابراتوارونو او د درس له ټولګیو بهر نه وو راوتلي چې بهر واقعي نړۍ هم وګوري. په «Ultimatum Game» کې اکثره ګډونوال د لږو پیسو وړاندیز ردوي او وايي دا «بې انصافي ده». دوي غوره ګڼي دغه یو دالره له لاسه ورکړي خو چې کم عقله ښکاره نه شي. نو کله چې حقیقي نړۍ داسې وي په لوبه کې به ډیر محدود کسان وي چې دویم ګډونوال ته دومره لږې پسې ورکړي. زیاتره ښايي پیسې سمې نیمايي کړي او یا هم ممکن په خپله لږ زیاتې او دویم ګډونوال ته دیرش یا څلویښت دالره ورکړي.
«Ultimatum Game» لوبې په حقیقت کې د کلاسیک اقتصاد تیوري نوره هم وسپړله او د نوي اقتصادي نظریې بنسټ ېې کېښود چې په وروستیو لسیزو کې مطرح شوه:
هومیو ساپینس یا ننی انسان د حساب یوه منطقي ماشین ته ورته نه دی بلکه انسان د یوه منعطفه ټولنیز منطق په اساس عمل کوي. انسان د احساساتو او عواطفو تر اغیز لاندې دی. لکه چې مخکې وویل شول دغه عواطف او احساسات په حقیقت کې منظم او پرمختللي الګوریتمونه دي چې هغه ټولنیز میکانیزمونه منعکسوي چې په پخوانیو ښکاریانو او د بوټو او رېښو په راټولوونکيو انسانانو کې موجود وو. که دیرش زره کاله مخکې ما له تاسو سره مرسته کړې واي چې مرغه ښکار کړئ خو زما په مرسته نیول شوی مرغه تاسو ټول ځانته ساتلي واي او یوازې یو وزر مو ماته ډالۍ کړې واي نو له ځان سره به مې نه ویل چې راځه د مرغه یو وزر هم تر هیڅ ښه دی بلکه تکاملي الګوریتمونه به مې فعالیدل. په بدن کې مې د ټسټسترون او اډرنالین هورمونونه زیاتیدل او له کاوړه به ایشدلم او له غوصې به مې په ټول زور چیغې وهلې. په لنډ مهال کې ممکن زه وږی پاتې واي او یا مو نس ته یو سوک ورکړی واي چې خیر دی خو په اوږد مهال کې به دغه غبرګون زما په ګټه واي او له تا سره په معامله کې به مې دوه ځله فکر کاوه چې پیا مې ونه غولوې. موږ هغه وړاندیز ردوو چې بې انصافي پکې وي ځکه هغو کسانو چې غیرعادلانه وړاندیزونه منلي دي د ډبرو په زمانه کې له منځه تللي. د اوسنیو کروندګرو او بوټو او ریشو ټولوونکو ټولنو څېړنه دغه خبره تائیدوي. زیاتره ټولنې مساوات غوښتونکې دي. کله چې یو ښکاري له ښکاره کلي ته ستنیږي او یوه څربه غرڅه ېې ښکار کړي وي نو ټولو ته خپله برخه ورکوي. بیزوګانې هم همدا کار کوي. کله چې یوه بیزو د خنځیر بچی وژني نو ټولې بیزو ګانې په خلاصو لاسونو ترې چارپیریږي او هر یوه ته خپله برخه رسیږي.
په یوې بلې تجربې کې د پخوانۍ زمانې څیړونکي «فرانس ډې وال» د کوپوسین بیزوګانو دوه بچي یو بل ته مخامخ په قفسونو کې واچول داسې چې یو بل وکتلی شي. ډې وال او ملګرو ېې په هر قفس کې وړې وړې ډبرې هم کیښودې او بیزوګانو ته ېې ورزده کړل چې ډبرې دوي ته ورکړي. کله چې یوې بیزو به یوه ډبره دوي ته ورکړه نو په بدل کې به بیزو خواړه تر لاسه کړل. په پيل کې هڅوونکي خواړه د بادرنګو وړه ټوته وه. دواړه بیزوګانې په دې خوړو راضي وې او خپل بادرنګ به ېې خوړ. څو ځله وروسته ډې وال د تجربې بلې مرحلې ته ولاړ. په دې پړاو کې کله چې یوې بیزو ډبره ورکړه نو انګور ېې ترلاسه کړل او انګور تر بادرنګو ښه خوند لري. بلې بیزو دا ځل هم د ډبرې په بدل کې بادرنګ ترلاسه کړل. دغه بیزو چې مخکې په بادرنګو راضي وه دا ځل غوصه شوه. بیزو د بادرنګ ټوټه واخیسته لږ ېې ورته وکتل او بیا ېې په کاوړ د څیړونکي پر لور وویشتله. ورسره ېې په قفس کې نارې سورې پیل کړې. د دغې بیزو ضمیر دا نه شوای منلی او دا دومره کم عقله هم نه وه.۲۴
دغه خوندور ازمیښت تاسو په یوټیوب کې هم موندلی شئ. دې تجربې او دغه راز « Ultimate game» ډیر کسان دې ته قانع کړل چې د انسان لومړنیو نسلونو په خپل طبیعیت کې اخلاق او مورال درلودل او مساوات یو ابدي او عمومي ارزښت دی. انسان په خپل ذات کې مساوات غواړي او ټولنیزه نا انډولي کله هم د منلو نه ده.
ایا په رښتیا هم کیسه همداسې ده؟ دغه نظریه ممکن د بیزوګانو، د کاپوسین بیزوګانو او د ښکاریانو او ریښو او بوټو راټلونکو وړو ګرپونو په هکله سمه وي. دا چاره په لابراتوارونو کې هم ممکن سمه ښکاره شي چې د انسانانو په وړو ګروپونو ېې ترسره کولی شو. خو کله چې د انسانانو د لوېې ډلې او پرګنو چال چلند او کړچار ارزوو حقیقت بیخي بل څه ښيي. د انساني تاریخ په باچاهیو او امپراتوریو کې طبقاتي درز او توپیر ډیر زیات ؤ خو زیاتره پکې په عجیبه توګه ارامه او باثباته ټولنې هم وې. په پخواني مصر کې فرعونان به په نرمو بالښتونو او یخو ماڼیو کې اوسیدل، د سرزرو بوټان به ېې اغوستل او کالي به ېې په ګران بیه ډبرو ښایسته شوي وو، ښکلو وینځو به ېې په خوله کې انګور ورکول. فرعون به د خپلې ماڼۍ له کړکیو تر سره لمر لاندې په زړو جامو کې کروندګر لیدل چې په کرندو کې کار کوی. که په دغو بې وزلو کې به کوم یوه د ورځې په پاي کې د خوړلو لپاره یو بادرنګ هم خوړلی واي نو نیکمرغه به ؤ. خو له دې سره سره کله هم کروندګرو بلوا ونه کړه. په ۱۷۴۰ کال کې د پرویشیا باچا دویم فردریک د شلیسیا سیمه ونیوله نو د یو لړ خونړیو جنګونو مشري ېې وکړه چې له امله ېې د ستر فریډریک لقب ورکړل شو. نوموړي پرویشیا په یو ستر ځواک بدله کړه او په لکونو مړه ژوبل او معیبوبین ېې تر شا پرېښودل. د فریډریک زیاتره عسکر په زوره جلب شوي وو او له سختو تمرینونو او دسپلین سره مخامخ ؤ. ځکه خو عسکرو له خپلو قوماندانانو سره چندانې جوړه نه وه. کله چې له برید مخکې فریډریک خپل پوځ ته وکتل خپل یو جنرال ته ېې وویل زه حیران دې ته یم چې موږ دلته خوندي او په ښه امنیت کې ولاړ یو خو خپلو شپیتوزرو عکسرو ته ګورم چې ټول له موږ سره دښمني لري او طبیعي خبره ده چې تر موږ په ښو وسلو هم سنبال دي، خو له دې ټولو سره سره چې کله موږ ګوري نو له ډاره ریږدي او موږ هیڅ داسې دلیل نه لرو چې له دوي وډارشو. ۲۵
په حقیقت کې فریډریک چې چېرته ولاړ ؤ بیخي خوندي ؤ. له دې سره سره چې په جنګونو بوخت ؤ دغو شپیتوزرو وسله والو په څو کلونو کې د هغه په خلاف کومه بلوا ونه کړه. ډېرو پکې د خپل سر په بیه د هغه ملاتړ هم وکړ. ولې د مصر بې وزلو کروندګرو او د پرویشیا عسکرو د «ultimate game» او د کاپوچین بیزوګانو له تجربې بیخي متفاوت عمل وکړ؟ دا ځکه چې د خلکو لوېې پرګنې د وړو ټولیو په پرتله بل ډول غبرګون ښيي. که د«ultimate game» لوبه له دو داسو ډلو سره وشي چې هره یوه ېې یو میلیون نفوس ولري او باید سل میلیارډ ډالره سره وویشي نو نتیجه به ېې څه وه؟
څېړاند ښايي له عجیب او غریب ډینامیک سره مخامخ شوي واي. له دې چې یو میلیون انسان ګډه پرېکړه نه شي کولی نو ښايي په هره ډله کې یوه اندازه نخبګان یا خواص راپورته شي. که د یوې ډلې مخکښانو د بلې ډلې مشرانو ته لس میلیارډ ډالره ورکړي واي نو نوي میلیارډ ډالره به ېې له ځان سره نه ؤ ساتلي؟ د دویمې ډلې مشرانو به حتمن دغه ناعادلانه معامله منلې واي او دغو خواصو به خپلې پیسې د سویس په بانکونو کې زیرمه کړې واي او د خپلو پلویانو ترمنځ د بلوا د مخنیوي لپاره به ېې د تمې او ګوزار (Carrot and stick) له سیاسته کار اخیسته. که چابه مقاومت کاوه ګواښل به ېې او هغو ته به ېې ویل د صبر میوه خوږه ده او انعام او بدله به ېې په اخرت کې درکول کیږي. په پخواني مصر او د اتلسمې میلادي پيړۍ په پرویشیا کې همدغسې کار وشو او لا هم په ډېرو هیوادونو کې همدغه چلول روان دی. تر هغو چې انسان باور لري چې دغه سیسټم او نظام د طبیعیت روان قوانین او د خدايي احکامو پلي کول دي او دا انساني غرایز او غوښتنې نه دي نو همدغسې ګواښونه او انعامونه به د انسان پرګنېز ویش ته زمینه برابروي او په دې ډول به د لویو پرګنو ګډ کار ته لاره برابریږي. د لویو پرګنو تر منځ د ګډ کار اساس پر خیالي احکامو او قوانینو د باور او عقیدې په بنسټونو ولاړ دی. دغه خیالي احکام او بنسټونه یو لړ قوانین او اصول دي چې موږ فکر کوو واقعي دي او د جاذبې د قانون په شان ېې منو. له دې سره سره چې دا ټول زموږ په خیالونو او فکرونو کې د یوې فانټیزۍ په شان موجود دي لکه: «که ته د اسمانی خداي لپاره لس غوایي حلال کړې نو باران به واوري. که د مور او پلار درناوی وکړې جنت ته به لاړ شې، که ته په هغه څه چې زه ېې درته وایم عقیده او باور ونه لرې نو دوزخ به دې ځاي وي».
تر هغه چې هومیو ساپینس یا ننی انسان چې په یو خاص ځاي کې ژوند کوي ، په یو شان کیسې باور او عقیده لري نو په یو شان قوانینو او احکامو به عملي کوي او له نا بلدو سره به ګډ کاو کوي دغه راز د همکارۍ د پراخو چینلونو جوړول به هم ورته اسانه وي. انسانان غالبن له ظاهري یا بصري نښو نښانو لکه پټکي، چپنې، ږیرې استفاده کوي چې نورو ته وروښيي چې« پر ما باور وکړئ او زه په همغې کیسې عقیده لرم په کومې چې تاسو عقیده لرئ». د انسان نیژدې خپلوان بیزوګانې په پراخه پیمانه د ګډکار او همکارۍ وړتیا نه لري ځکه چې دوی دغسې کیسې او خیالي افسانې نه شي جوړولی.