سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد هرات ولایت په ګذره ولسوالي کې د چشمه خوني چکډم عملي...

د هرات ولایت په ګذره ولسوالي کې د چشمه خوني چکډم عملي کار ٨٦ سلنه پرمختګ کړی

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱۵)  د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره د هرات ولایت په ګذره ولسوالي کې د چشمه خوني چکډم د عملي کار د پرمختګ خبر ورکوي.

له دغې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چشمه خوني چکډم عملي کار ۸۶ سلنه پرختګ کړی او راتلونکې کمه موده کې به یې په بشړ ډول کارونه خلاص شي.

خبرپاڼه وایي، دا پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له خوا د موسمي سیلابونو د کنټرول، اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه د هرات ولایت په ګذره ولسوالي کې تطبیق کیږي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په تطبیق سره به له ١٠٠ هکټاره څخه زیاته ځمکه خړوبه شي.

یاده اداره همدا راز زیاتوي چې د دغه پروژې په تطبیق سره به د ٣٠٠ په اندازه کورنۍ په مستقیمه او ٧٠٠ نورې هغه یې په غیر مستقیم ډول ترې ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره هڅې ګړندۍ شوي او د سلما بند د افتتاح سربېره یو شمېر نور ستر بندونه تر کار لاندي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب