شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاد حساسیت په اړه د روغتیا پوهانو څرګندونې

د حساسیت په اړه د روغتیا پوهانو څرګندونې

تاند  –  طبي ماهرین وایي، حساسیت یوه عامه ناروغي ده چې ډیری خلک پرې اخته دي.

څېړوونکي وایي، حساسیتي غبرګون هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې بدن له کوم بې ضرره شي څخه د خطر احساس وکړي، لکه ځینې د خوراک او څښاک توکي، ګرد او د حیواناتو لمس کول.

د روغتیایي کارپوهانو د معلوماتو له مخې، حساسیتي غبرګون یوازې پوستکی نه اغېزمنوي، بلکې پوزه، ستونی، سږي، غوږ، هډوکي او کولمې هم تر خپل اغېز لاندې راولي.

د دوی په وینا، د بدن دفاعي سیستم دغه سخت غبرګون ځکه له ځان څخه ښکاره کوي څو د یادې شوې مادې له زیان څخه خوندي وي.

د دوی د معلوماتو پر اساس، د پوستکي حساسیت د اندېښنې وړ ګڼل کېږي چې باید له نظره ونه غورځول شي.

پوهان زیاتوي، د پوستکي حساسیت عموماً په درې ډوله وي چې یو یې هم ایکزیما یادیږي.

دوی وایي، د ایکزیما حساسیت د غټانو پر پرتله ماشومان زیات وي چې په وینا یې شل سلنه ماشومان تر اغېز لاندې راولي او یوازې تر درې سلنو پورې بالغ کسان تر خپل اغېز لاندې راولي.

روغتیا پوهان د ایکزیما حساسیت نښې خارښت، حساس پوستکی، سپور پوستکی، سوځېدونکی پوستکی، رنګین پوستکی او پړسېدلی پوستکی په ګوته کوي.

د معلوماتو له مخې دا حساسیت هغه وخت رامنځته کېږي کله چې له حساسیتي مادو سره اړیکه پیدا شي چې متحرک کوونکي یې شامپو، میک آپ او ځانګړي د سینګار توکي یاد شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب