شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهامریکا: له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو لړۍ دوام لري

امریکا: له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو لړۍ دوام لري

تاند (چهارشنبه د ثور ۱۵) امریکايي چارواکي وایي، له افغانستان څخه یې د سرتېرو د ایستلو لړۍ دوام لري او تر دې مهاله یې نیږدې شپږ سلنه سرتېري او پوځي تجهیزات ایستلي دي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومنداني له لوري په تازه خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکايي پوځ کارګو الوتکو په تېرو څو ورځو کې نیږدې شپېته پروازونه کړي او له درېیو تر شپږ سلنې توکي او سرتېري یې له دغه هېواد ایستلي دي.

د سرچینې په خبره، دوی ځینې نظامي تجهیزات افغان پوځ ته ورکوي، ځینې له ځان سره لېږدوي خو تر څنګ یې ۱۳۰۰ قلمه داسې توکي هم په نښه شوي دي چې باید امریکايي پوځ یې په افغانستان کې له منځه یوسي.

دوی دغه راز ویلي چې ټول توکي او سرتېري امریکا ته نه لېږدوي بلکې ځینې اروپايي هېوادونو او شاوخوا سیمو ته هم لېږدوي او هلته یې په خپلو اډو کې ځای پر ځای کوي.

وروسته له هغې، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن، تر راتلونکې سپټمبر میاشتې پورې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، د ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوه، چې په کور دننه د افغان حکومت، سیاسیونو او عام ولس له هرکلي سره مخ شوه.

په همدې حال کې بیا ولسمشر غني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان پوځ به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په پوره ځواکمنتیا سره د خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب