جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهامریکا: له ټولو ممکنو لارو هڅه کوو، چې طالبان خبرو ته حاضر...

امریکا: له ټولو ممکنو لارو هڅه کوو، چې طالبان خبرو ته حاضر کړو

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۵) امریکا وايي له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي.

امریکايي رسنیو ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ديپلوماتانو خپلې هڅې پيل کړې څو طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي.

یوه امریکایي ديپلومات د نوم نه ښودو په شرط د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته ویلي، امریکا دې ته لېواله ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.

د هغه په خبره دوی له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي او تر څنګ یې هر ډول فشار ته هم تیار دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته راغلی و او دلته یې د خبرو له لارې د جګړې پر درولو ټینګار کړی و.

په ورته وخت د امریکا دفاع وزارت وایي دمګړی افغان هوايي ځواک پر قراردادیانو متکي دی چې د سرتېرو له وتلو سره ښایي دا برخه یو څه کمزورې شي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان هوایي پوځ ډېره برخه چارې پر قراردادیانو متکي دي، چې تر وتلو وروسته دا برخه ښایي کمزوري شي خو بیا هم د امریکا ملاتړ له ځان سره لري.

د هغه په خبره د امریکا ملاتړ به غیر ملموس وي او یوازې په مالي برخه کې به دا مرستې او همکارۍ دوام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب