جمعه, مې 10, 2024
Homeداسې هم شتهیوې امریکایي کمپنۍ داسې ماشین جوړ کړی چې له کښتونو بې ضرورته...

یوې امریکایي کمپنۍ داسې ماشین جوړ کړی چې له کښتونو بې ضرورته بوټي او ناپاک شیان راباسي

تاند  –  راپورونه وایي، یوې امریکایي کمپنۍ کاربن روبېټکس چې د عصري او پرمختللی ټکنالوژۍ برخه کې هڅې کوي تازه یو داسې ماشین اختراع کړی چې په کرل شویو ځمکو کې له فصل څخه بې کاره او ناپاک بوټي او شیان راټولوي.

د دغې کمپني مسوولانو ویلي چې دا تازه هڅه یې اوس کولی شي له ځمکوالو – بزګرانو سره په کر کیله کې فوق العاده مرسته وکړي.

د معلوماتو له مخې، اختراع شوی ماشین کولای شي یوه ورځ کې له شاوخوا شل جرېبه ځمکې څخه خراب بوټي او ورته نور هغه څه چې فصلونو او کښت ته زیان رسوي، راټول کړي.

د کاربن روبېټکس کمپني مسوولان وایي، دا ماشین په یو ساعت کې لس زره بوټي پاکوي او په ورته توګه د ډېرو کمو ډیزلو په مصرف سره کولی شي، له کښتونو څخه اضافي بې کاره بوټي او همدا راز کثافات راغونډ کړي.

د جي پي اېس په نوم دې ماشین کې د هغو خرابو بوټو او کثافاتو عکسونه هم لګول شوي چې کرل شویو فصلونو ته زیان اړوي.

د معلوماتو پر اساس، د دې ماشین په لاندینۍ برخه کې یوه کمره لګیدلې چې پر مټ یې همدا بوټي ليدل کېږي، بیا یې دا ماشین له بېخه په باسلو سره ځان سره ټولوي.

د کاربن روبېټکس کمپني مسوولان بزګرانو ته زېری ورکوي چې اوس دوی اړ نه دي، څو پل په پل په خپلو فصلونو کې ځان ستړی او ګوتې خوږ کړي، چې بیا په سختۍ سره له فصلونو بې کاره او زیان اړوونکي بوټي ــ توکي په خپله لمن کې راغونډ کړي.

دوی وایي، دا ماشین به د ځمکوالو – بزګرانو د رمبي کولو په څېر ډیری ستونزې حل او کارونه ورته لا اسانه شي.

د معلوماتو له مخې، د امریکایي کمپني له لوري نوی اختراع شوی ماشین په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی؛ خو روان کال له نویو زیاتونو سره بازار ته وړاندې شوی دی.

راپورونه دغه راز زیاتوي چې د جي پې اېس په نوم د کروندګرو او بزګرانو د کارونو د اسانتیا په موخه دا نوی جوړ شوی ماشین تر اوسه پورې د ننه په امریکا او یو شمېر نورو پرمخ تللیو هېوادونو کې کارول شوی چې مثبتې پایلې یې لرلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب