سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+چاغښت، ټکرونه او سرطان، د مرګ لوی عوامل

چاغښت، ټکرونه او سرطان، د مرګ لوی عوامل

 تاند- په عربي متحدو  امارتو کې د روغتیا په اړه یو رسمي رپورټ خلکو ته خبرداری ورکوي چې که د سره کړیو کچالانو او چپسو په ځای مېوه او ترکاري ډېره ونه خوري، د زړه د ناروغیو خطر به نور هم زیات شي.

 د ګلف نیوز له رپورټ سره سم، د اماراتو د روغتیا وزارت یو مقام، د اماراتي ماشومانو په اړه هم وویل چې دوی تلویزېون ته ډېر کښېني او په کمپیوټري لوبو باندې ډېر وخت تېروي چې دغه ځای په ځای ناسته یې د چاغېدو او ناروغۍ سبب ګرځي.

 د روغتیا نړیوال سازمان وګړیو ته سپارښتنه کوي چې په شواروز کې دې تر دوه ساعته ډېر تلویزېون نه ګوري. حال دا چې په امارتو کې ماشومان په متوسط ډول درې ساعته تلویزیون ته ناست وي.

 په امارتو کې د روغتیایي حالت په باب رپورټ د خوشحالۍ خبرې هم لري. په امارتو کې د ماشومانو د مړینې کچه نوره هم راټیټه شوې ده او د ماشومانو  ګوړڼ یا پولیو او دغه راز مالاریا تر دې وروسته په ختمو شویو ناروغیو کې حسابېږي.

 د اماراتو په روغتیایي رپورټ کې اندېښنه څرګنده شوې ده چې ګڼ زلمکي سګریټ څکوي. که څه هم په اماراتو کې له سګریټو سره د مقابلې لپاره ځینې مهم اقدامات شوي دي او په دغو کې یو دا اقدام دی چې که څوک په داسې موټر کې سګریټ څکوي چې هورې ماشوم ناست وي، نو دا عمل یې قانوني جرم او خلاف کاري ګڼل کېږي او دغسې کس به جزا ویني. خو له دې سره سره، ماهران وایي چې له سګریټو سره د مقابلې لپاره لا جدي اقداماتو ته مثلا  د سګریټو د بیې لا لوړولو ته اړتیا ده.

 د عربي متحدو اماراتو په روغیتایي رپورټ کې راغلي دي چې په دغه ملک کې د وینو د لوړ فشار او د زړه په ناروغیو باندې د لازیاتو کسانو د مبتلا کېدو امکان شته. دغه راز د شکرې ناروغي د پخوا په شان اوس هم یوه عامه ناروغي ده.

 رپورټ وایي چې په متحدو عربي اماراتو کې د زړه  مرض د مرګونو لوی عامل دی او په هرو سلو کسانو کې شپږویشت کسه د زړه د ناروغیو په وجه سا ورکوي. په دویمه درجه کې ترافیکي پېښې د مړینو لوی سبب  ګڼل کېږي. په دغه هیواد کې په سلو کې اوولس نیم کسه د ترافیکي پېښو په وجه د ژوند له نعمته بې برخې کېږي. د اماراتو په هرو لسو اوسېدونکو کې یو کس د سرطان له لاسه مري او په سلو کې د شپږو یا اوو کسانو د مړینې علت ارثي او پیدایشي نیمګړتیاوې بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب