پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهننګیالدیني ارزښتونه باید د واک په منډه کې د کمپاین پښو ته...

دیني ارزښتونه باید د واک په منډه کې د کمپاین پښو ته ټیټ نکړای شي

څه فرمايي علمای کرام دین، و مفتیان عظام  شرع متین اسلام په جواز او عدم جواز د دې کې چې قرآنکریم ټاکنیزه نښه ګرځېدلی شي؟

ليکوال: شهرت ننګيال

شهید عزیز الرحمن الفت چې د دموکراسۍ لسیزې په آزادو خپرونو کې فعال نقش درلود، په افغان ملي جریده کې یې (دین را از خدمت ارتجاع و استبداد نجات داد) تر سرلیک لاندې یوه انقلابي لیکنه راغلې، چې سیاست، سیاسي موخو اوګټو ته یې د دیني ارزښتونو د استخدام یو تحقیقي مستند وړاندې کړی او ددربار له چوپړ یې د ملایانو او دین د ژغورنې نسخه ښودلې ده. په دغه لیکنه کې د دغه چوپړ خطرناکه پایلې او په اوږده مهال کې ټولنیز او سیاسي زیانونه په ګوتو شوي، چې ناوړه عواقب یې اوس موږ د سر په سترګو لیدلی او لایې ګورو.

د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې جماعت اسلامي «کتاب» خپله ټاکنیزه نښه ګرځولې وه، که څه هم ظاهر ته په کتو، تړلی کتاب برېښېده خو نقشه او انځور یې قرانکریم ته ورته ګرځولی و، بین السطور او بادی النظر کې داسې ښودل کېده، بلکې تبلیغ کیده چې کتاب ګنې قرانکریم دی. دا هغه هڅه ده چې دین یې سیاست ته د استخدام په شر اړولی او دیني مقدسات یې د خپلو سیاسي اوکمپایني موخو لپاره د سیاست او اقتدار پښو ته ټيټ کړی دی. هماغه وه چې په محکمه کې د کتاب په بڼه د جماعت ټاکنیزه نښه له حقوقي او قانوني اړخ چیلنج کړای شوه او محکمې د جماعت لپاره دغه نښه ممنوع وګرځوله.

لوړه یادونه د دې لپاره ده چې د ټاکنوکمسیون، دولت جوړوونکی یا په بله وینا د محمد اشرف غني ټیم ته کتاب نه بلکې په رحیل کې پرانیستې قرانکریم د ټاکنیزه نښې په توګه منظور کړی دی.

دا هغه تاریخي تیر ایستنې ته ورته ده چې د هند په وېش کې یې د پښتنو د وېش د توطئې پلې کولو ته په ټولپوښتنه کې یوې خوا ته قرانکریم او بلې ته د هندوانو مذهبی کتاب ایښی و، د همدغه توطئې له امله وه چې پښتانه اود لوی افغانستان سیمې پر پاکستان پورې وتړل شوې، چې له امله یې نن هم پښتانه د هغه توطئې له عذاب او غضب ځانونه نشي ژغورلی.

سیاست، سیاسي موخو او ګټو ته د دین او مذهب استخدام زموږ هېواد نه بلکې ټوله سیمه ناکراره ساتلې او له تاریخ سره یې د جګړې ډګر تود ساتلی دی، د واک او سیاسي موخو لپاره د  وسیلې په توګه د دین او مذهب چوپړ د همدغسې ذهنیت زېږنده ده، چې دین یې د واک منډې، د سیاست خدمت او د کمپاین چوپړ ته ټیټ کړی دی.

د کالم لکۍ، بېله شرحې:

میرویس میدان ته څېرمه دهبوري کې پر دېوال یو شعار ډوله لیکنه راغلې: (مرګ به امریکا و حمایت‌ګران آن، بغیر استاد سیاف).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب