پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeټولنیزارواپوهنههمدا اوس سم ژوند وکړئ | روبین شرما

همدا اوس سم ژوند وکړئ | روبین شرما

ژباړه: ګلاب بهار
ډېری انسانان په دې توګه ژوند تېروي، چې فکر کوي چې ګواکې موږ به خپل غوره ژوند ولرو؛ خو کله چې موږ ډېر وخت ولرو یا کله چې موږ فشار لرونکې پروژې پای ته ورسوو او خپلو شاوخوا خلکو ته هم دا ژمنه ورکوي، چې موږ به ډېره مینه او جذبه ولرو، خو کله چې کارونه زموږ پر خوښه ترسره شي او وخت ته منتظر پاتې شو. همدا ډول داسې انګېري چې موږ به د نړۍ په کچه غوره فزیکي حالت رامنځته کړو، خو کله چې موږ ته وخت راکړل شي؛ خو دا او دې ته ورته افکار مو ټول ناسم لوري ته سوق کوي. پس زه له تاسو سره ژمنه کوم، چې هېڅکله به د نن په پرتله زموږ لپاره د یو ښه ژوند کولو لپاره غوره وخت نه وي. او که نن نه وي، نو بیا کله؟
زموږ له ډلې ډېری کسان داسې ژوند کوي، چې ګواکې دوی د وخت له محدودیت څخه استثناء دي. خو نه؛ وخت تېریدونکی دی او د ورځې څخه اونۍ، د اونۍ څخه میاشت او د میاشتې څخه کال زموږ ارزښتمندې شیبې دي او مخکې له دې چې د ژوند وروستي حد ته ورسیږو، باید پر دې پوه شو چې وخت فتحه کړو، نه دا چې وخت موږ فتحه کړي.
ډېری خلک، کله چې دوی د خپلې مړینې په ځای کې وي، ورته افسوسونه لري، چې دوی کافي خطرونه نه دي اخیستي، خپلې شخصي وړتیا نه یې ګټه نه ده پورته کړې او په کافي اندازه یې مینه نه ده کړې، خو د دوی دغه افسوسونه بې مانا دي، ځکه دوی اضافي ورځې نه لري او وخت یې نه دی اداره کړی. نوي او ایجادونکي ورځې نشته. همدا نن ورځ هغه ورځ ده چې تاسو کولی شئ د یو څه لوړ کېدو لپاره یې وټاکئ او هغه شخص واوسئ، چې تاسو یې په خپل زړه کې خوبونه لیدلي او تاسو یې تل غواړی. نن ورځ هغه ورځ ده چې تاسو پرېکړه کولی شئ، چې د فزیکي روغتیا ترلاسه کولو یا په کار کې د رښتیني رهبر کېدو لپاره او یا هم د یو انسان په توګه ډېر مستند واوسئ. نن ورځ هغه ورځ ده چې ډېر خطرات واخلئ او خپلې وېرې ته ورشئ. زما له نظره ، دا هغه څه دي چې کامیاب رهبر یې باید په اړه معلومات ولري. همدا نن د نن څخه ګټه واخلئ او خپل ژوند نورو ته د مثال په توګه ور وپېژنئ. د داسې مثال چې د انسان ارامیدلو امکان لري او د دې په اړه فکر کولو ته دوام ورکړئ چې ستاسو غوره ژوند به څنګه ښکاري. لکه څنګه چې زه په ډېری ویناوو او ورکشاپونو کې دا خبره کوم، چې:((د غوره پوهاوي سره تاسو کولی شئ غوره انتخابونه وکړئ او کله چې تاسو غوره انتخاب وکړئ، نو تاسو به غوره پایلې ولری.))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب