سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهننګرهاریان: د لوګر د وروستۍ خونړۍ پېښې عاملین باید سزا وویني

ننګرهاریان: د لوګر د وروستۍ خونړۍ پېښې عاملین باید سزا وویني

تاند ( شنبه، د ثور ۱۱مه) د ننګرهار ولایت مدني فعالانو او ځوانانو د یوه خبري کنفرانس پرمهالد لوګر ولایت وروستۍ خونړۍ پېښه وغندله او د پېښې عاملينو ته يې د سزا ورکړې غوښتنه وکړه.

مدني فعال شريف الله ناصري د دې کنفرانس پرمهال له حکومت، نړيوالې ټولنې، بشري بنسټونو، اسلامي هېوادونو، د سولې له ښکېلو غاړو او افغان ملت  څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د لوګر ولايت وروستۍ پېښه چې له امله يې بې ګناه ولس ووژل شول چپ پاتې نه شي.

دوی د سولې له پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې جګړه ودروي او د بې ګناه افغانانو له وژلو لاس واخلي.

د مدني ټولنو استازو همدا راز  وويل؛ که د لوګر جنايت عاملين مجازات نه شي او روان ناورين ونه درول شي؛ نو دوی به په ټول هېواد کې د هغو خلکو پر وړاندې سوله ییز لاریونونه پیل کړي، چې د روانې غميزې عاملين دي.

بل لورته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په لوګر ولایت کې د تېر ماښام پر موټر بم چاودنې خواشیني څرګنده کړې ده.

پښتین د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د وینې بهولو پر ځای دې د سولې لپاره سره راټول شي او جګړه ځپلي افغانان دې له روانو ناخوالو وژغوري.

پښتین زیاته کړې، چې افغان ولس له څو لسیزو راهیسي د جګړو له امله د ګڼو بدبختیو شاهد دی او د سولې ارمانجن وګړي یې باید نور دغه ارمان ته ورسېږي.

منظور پښتین ویلي، دوی په لر او بر کې د سولې غوښتونکي دي او د ډیورنډ دواړو غاړو ته د مېشتو افغانانو د سوله ییز ژوند لپاره به په ګډه پیل کړې مبارزې ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام د لوګر په مرکز پل عالم کې موټربم چاودنې ۳۰ تنه ووژل او تر ۶۰ ډېر یې ټپيان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب