چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد ازرې اوسېدونکي: تر څو چې ځمکنۍ لاره خلاصه نه شي د...

د ازرې اوسېدونکي: تر څو چې ځمکنۍ لاره خلاصه نه شي د بېګاني برید جسدونه نه انتقالوو

تاند (شنبه د ثور ۱۱) وروسته له دې چې د تېرې شپې موټربم چاودنې په لوګر کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله د پېښې قربانیان وايي، د خپلې کورنۍ د غړیو او عزیزانو جسدونه ازرې ولسوالۍ ته نه انتقالوي.

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ  خلکو نن د کابل  په څلورسوه بسترېز روغتون کې پرېکړه وکړه تر څو چې ځمکنۍ لاره خلاصه نه شي د بیګاني برید خپل ۲۳ جسدونه نه انتقالوي.

د معلوماتو پر اساس شاوخوا شل کاله کېږي چې ازرې ولسوالۍ ته درېواړه غځېدلې لارې بندې دي.

بله خوا د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د پرون ماښام د موټر بم برید په پایله کې د اوښتې مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي ویلي چې په پرونۍ پېښه کې ۲۶ کسه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، لا هم ځینې قربانیان تر خاورو لاندې دي او ښایي د وژل شویو شمېر تر دې هم ډېر شي.

د ویلو ده چې پرون ماښام د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د روژه ماتې پر مهال یو شخصي مېلمستون ته څېرمه درنه موټربم چاودنه وشوه چې په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ځايي چارواکو په خبره، وژل شوي کسان ټول هغه زده کوونکي او محصلین و چې د دغه ولایت له ازرې ولسوالۍ مرکز پل علم ته کانکور ازموینه کې د ګډون په هدف راغلي وو، خو کور ته تر ستنېدو مخکې ماښام شااوخوا ۷ بجې چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې پر روژه ماتي بوخت وو، موټر بم برید ووژل.

‎د دوی په خبره، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی خو د افغانستان حکومت یې د طالبانو کار بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی