چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهمجاهد: طالب جنګیالي د خپلو مشرانو تصمیم ته په تمه دي

مجاهد: طالب جنګیالي د خپلو مشرانو تصمیم ته په تمه دي

تاند(شنبه، د ثور ۱۱) طالبان، دا چې د دوی او امریکا ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه د مې میاشتې لومړۍ ټاکل شوې وه خو د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره، امریکا له شوې هوکړې په سرغړونې سره طالبانو ته د هر ډول مناسب اقدام لاره خلاصه کړې ده.

د نوموړي په خبره، طالب جنګیالي د خپلو مشرانو تصمیم ته په تمه دي چې هغوی څه ډول پرېکړه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې هر ډول پرېکړه طالب مشرانو وکړه طالب جنګیالي به د هغه په رڼا کې عمل کوي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې یو ځل بیا تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی خو په ډېریو بریدونو کې طالبانو لاس لرل رد کړي دي.

په ورته وخت کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د اډو د ساتنې خبرونه رد کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي، چې د طالبانو له لوري د بهرنیو ځواکونو د اډو د ساتنې په اړه په یو شمېر رسنیو کې خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي او حقیقت نه لري.

د ویلو ده چې یو شمېر رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګوندې د امریکا- طالبانو تر هوکړې وروسته طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اډو ساتنه کړې ده.

4 COMMENTS

  1. طالب دروغ وایی په فاحشه اعتبار پکار دی په طالبانو نه ، د ا اوس هم د پنجاب مزدوران طالبان او د افغانستان پلورونکی کافر طالبان د امریکا یانو د بیسونو امنیت ساتی او مشران یی ډالر اخلی، زه بیا هم وایم د طالبانو په ضد بای یو ملی پاڅون وشی چ د پاکستان مدرسه یی ویلی وی له منځه یووړل سی. او دا غیرت باید افغانان وکړی مرو خو ولی چی دا یهوده ډله طالبان چی قرآن نه منی تر مخ کړو

  2. د افغانستان ملايان وايي دا وژل شوي لوګريان د خدای وبښي جنت فردوس د ځاي شي بله خو په پنجاب کي روزل شوي طالب واييي موږ غازيان يو ملايکي يو جنت ته ځو د بي وزلو افغانانو قتل ورته جايز بريشي.
    عجبه معما ده.
    ښه تالب مړ تالب ده چه جنت ته لاړ شي

  3. طالب یو غیر اسلامي او غیر افغاني تروریستي سازمان دی. د دوی هېڅ عمل له اسلام سره مطابقت نه لري . د دوی هر عمل د مرتددو پنجابیانو سره همږغی دی . په تېر یوه کال کې دوی په اثبات ورسوله چې له 49 خارجي دولتونو سره کومه ستونزه نه لري ، د هغوی نظامي اډې یې ورته وساتلې . نظامي کاروانونه یې بدرګه او په وسایطو یې پیره هم وکړه . خود افغان اسلامي جمهوریت او مسلمانانو ، خصوصا د پښتنو اصلي دښمنان همدوی دي . په بې وسلې ملکي خلکو حمله کول د پنجابسپيو ویاړ دی .
    ښه به دا وي چې د مجاهد پرځای منافق او خوارج لقب ځان ته اختیار کړي .

  4. ملا وردګه،
    ځان مه شرموه، دا اوس ستا او دا ستا په شان ددې نورو غټ سريو او غټ کونيو ملایانو مصرف چې په دوحې که پراته دي څوک درکوي. تاسو د قدرت، پیسو او خپل پنجابي بادرانو د خوشحالولو لپاره له هر انسانی، افغانی او اسلامی ارزښت او معیار نه تېر یاست. شرم وکړه. نور ځان ته مه ډاکتر خطاب کوه مه وردک. د نرسانو او وردګو له نوم جار شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب