شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمحب:که طالبان د خپلو بندیانو خوشې کېدل غواړی، خبرو ته دې حاضر...

محب:که طالبان د خپلو بندیانو خوشې کېدل غواړی، خبرو ته دې حاضر شي

تاند(شنبه، د ثور ۱۱) د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، چې که چېرته طالبان د خپلو نورو بندیانو خوشې کېدل غواړي نو باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې ګډې امنیتي غونډې ته خبرې کولې د حکومت د سقوط په اړه اوازو ته په اشارې وویل چې افغان حکومت به هیڅکله سقوط ونه کړي ځکه چې افغان ځواکونه د هر ډول ګواښ د دفع کولو وړتیا لري او دغه راز به له افغان امنیتي ځواکونو څخه د امریکا او نړیوالې ټولنې ملاتړ هم دوامداره وي.

محب زیاته کړې، چې طالبانو لا هم له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې نه دي پرې کړې.

هغه وویل چې ځینې نورې ډلې هم شته، چې ځینې بریدونه او فعالیتونه کوي؛ خو دغه ډلې د طالبانو له همکارۍ پرته فعالیت نه ‌شي کولی.

محب په لوګر کې شوې پرونۍ موټربم چاودنې ته په اشارې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې، ده دغه ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې لاسپوڅې وبلله چې په وینا یې پر افغانانو هیڅ رحم نه لري.

د یادونې ده چې د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د پرون ورځې د موټر بم برید په پایله کې د اوښتې مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس حیسب الله ستانکزي ویلي چې په پرونۍ پېښه کې ۲۶ کسه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، لا هم ځینې قربانیان تر خاورو لاندې دي او ښایي د وژل شویو شمېر تر دې هم ډېر شي.

د ویلو ده چې پرون ماښام د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د روژه ماتې پر مهال یو شخصي میلمستون ته څېرمه درنه موټربم چاودنه وشوه چې په پایله کې یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر اوسه د یادې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب