سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد افغانستان حکومت د ترویکا غونډې د ګډونوالو له څرګندونو هرکلی وکړ

د افغانستان حکومت د ترویکا غونډې د ګډونوالو له څرګندونو هرکلی وکړ

تاند (شنبه د ثور ۱۱) د افغانستان حکومت د ترویکا په چوکاټ کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان غونډې له وروستي دريځ هرکلی وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه په یوه بیان کې ویلي چې دغو هېوادونو ټینګار کړی چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او دایمي اوربند ته لار هواره کړي.

په بیان کې راغلي چې د تاوتریخوالي کمېدل، د جګړو له منځه تلل، دایمي اوربند، د تېرو لاس ته راوړنو ساتل د افغانانو ستره هیله ده غواړي.

بیان زیاتوي، افغانان غواړي چې ژر تر ژره یې په هېواد کې روانې خونړۍ جګړې پای ته ورسېږي او په دې برخه کې د نړیوالو له ملاتړ او هڅو مننه کوي.

بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې هدفي بریدونه پای ته ورسوي، تاوتریخوالی کم کړي او د مذاکراتو پر مېز د سیاسي حل پر مټ افغان جګړه ختمه کړي.

د ترویکا پلس غونډه چې پرون په دوحه کې پیل شوې ده، ګډونوالو یې ویلي چې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د طالب مشرانو نومونه په دې شرط لرې کوي چې دغه ډله تاوتریخوالی کم کړي او د افغان کشالې سوله ییز حل ته غاړه کېږدي.

د دې غونډې ګډونوالو هېوادونو دغه راز د افغانستان حکومت او طالبان دواړه د سولې په خبرو کې پرمختګ ته هڅولي دي.

امریکا، روسیې، چین او پاکستان د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی