پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+آی پي اېل: نن ممبی له راجستان او ډیلي له کلکتې سره...

آی پي اېل: نن ممبی له راجستان او ډیلي له کلکتې سره لوبېږي

تاند ( پنج شنبه، د ثور ۹مه) د هند په سوداګریزو لوبو ( آی پې اېل) کې نن دوه لوبې ترسره کېږي.

په ۲۴ مه لوبه کې نن ماسپښین ممبی انډینز له راجستان رایلز سره او په ۲۵ مه لوبه کې بیا نن ماښام ډیلي کاپيټلز له کلکته نایټ رایډرز لوبدلې سره لوبه ترسره کوي.

له دې وړاندې د یاد لیګ په ۲۳ مه لوبه کې چینای سوپرکېنک، سنرایزر حیدر آباد لوبډلې ته ماته ورکړه.

حیدر آباد لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې وکړې.

چینای لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډېرې اسانۍ د ۳ لوبغاړو پوره او د ۳ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۲ منډې وکړې.

رتوراج ګیکواد ۷۵ او ډوپلیسي ۵۸ منډې وکړې.

افغان ګوګلي ماسټر راشدخان یواځینی لوبغاړی وو چې د چینای ۳ توپ وهونکي یې وسوځول.

په ۲۳ مه لوبه کې وارنر د نړۍ د هغو لوبغاړو نوملړ کې هم ځان شامل کړ کوم، چې په شل اوره لوبو کې یې له ۱۰ زرو زیاتې منډې ترسره کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب