دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهجو بایډن کانګریس ته؛ امریکا خپل هدف ترلاسه کړی، افغان جګړه باید...

جو بایډن کانګریس ته؛ امریکا خپل هدف ترلاسه کړی، افغان جګړه باید ختمه شي

تاند (پنجشنبه د ثور ۹) د امریکا ولسمشر، کانګرس ته د ولسمشر په توګه په خپلې لومړۍ وینا کې پر نورو مسایلو سربېره له افغانستان څخه د ځواکونو اېستلو پرېکړې ته په اشارې وویل، چې ځواکونه یې په افغانستان کې خپل هدف ته رسېدلي دي.

جوبایډ وویل، امریکا شل کاله مخکې د القاعدې د ختمولو لپاره افغانستان ته لاړه او هلته یې د اسامه بن لادن په وژلو سره خپل هدف ترلاسه او په افغانستان کې یې د القاعدې تروریستي ګواښ تر ډیره کم کړ.

بایډن وویل، اوس نو له ۲۰ کلونو وروسته ددې وخت را رسیدلی چې امریکایي ځواکونه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

هغه وویل، «له ۲۰۰۱ کال راهیسې د تروریزم ګواښ د افغانستان له پولو اووښتی اولا ډیر شوی خو دا یې هم وویل چې مونږ به امریکا ته د هر ډول راتلونکي ګواښ څارنه کوو که هغه له هر ځای څخه وي. القاعده په یمن، سوریه، سومالیا او نورو افریقايي هیوادونو کې هم شتون لري.»

نوموړي وویل چې دده د پرېکړې له مخې یې ځواکونه د راتلونکي سپټمبر تر  ۱۱ له افغانستانه ووځي او د افغان جګړې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي دوه اونۍ مخکې اعلان وکړ چې پاتې ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري به د مۍ له لومړۍ نیټې څخه د افغانستان څخه د وتلو لړۍ پیل او د سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې نیټې پورې بشپړ شي.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ بریدونو پړه پر القاعده واچوله او وروسته یې په افغانستان یرغل وکړ، خو ځواکونو یې اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ په ۲ د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې وواژه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب