یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸ طالبان وژل شوي

تاند ( پنج شنبه، د ثور ۹مه) د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې افغان ځواکونو د هېواد په یو شمېر ولایتون کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۱۴۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده موده کې ۱۱۸ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

خبرپاڼه کاږي، چې په یاده موده کې غه راز ۴ طالبان ژوندي هم نیول شوي دي.

د سرچینې په حواله دا عملیات افغان ځواکونو په لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، غور، بلخ، هلمند او تخار ولایتونو ترسره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو په زیات شمېر درنې اوسپکې وسلې هم له منځه وړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب