دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهارکې د شفتالو سږنی حاصل ۵۵۴۶ ټنه آتکل شوی

ننګرهارکې د شفتالو سږنی حاصل ۵۵۴۶ ټنه آتکل شوی

تاند ( پنج شنبه، د ثور ۹مه) د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولان  وایي، سږکال به د اټکل له مخې د دې ولایت له باغونو ۵۵۴۶ ټنه حاصل ترلاسه کړي.

د کرنې رئیس وایي، د دې ولایت په  ۱۵ ولسوالیو کې په نږدې ۳۰۶۹ جریبه ځمکو د شفتالو باغونه کرل شوي،چې ۱۸۷۰ جريبه يې په حاصل راغلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د شفتالو د حاصل د راټولو پرمهال به شاوخوا درې زره کسانو ته په مستقیم او غېرې مستقیم ډول کاري فرصت هم برابر شي.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال په ننګرهار کې ۲۲۴۰ ټنه د شفتالو حاصلات تر لاسه شوي وو.

د کرنې ریاست وايي په ننګرهار کې د شلیل یا وا وایټ، ایرلي ګرینډ، فلاوایټ او فلا ګولډ نوعه شفتالان کرل شوي، چې د شلیل یا وا وایټ نوعه یې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کیږي.

د ننګرهار بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، شېرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور،کوټ او مومندره هغه ولسوالۍ دي، چې شفتالو باغونه به کې جوړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب