جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهافغانستان له ایران سره د کورونا د تازه بڼې د خپرېدو له...

افغانستان له ایران سره د کورونا د تازه بڼې د خپرېدو له امله پوله وتړله

تاند ( پنج شنبه، د ثور ۹مه)  د کورونا د تازه بڼې د خپرېدو له امله افغانستان له ایران سره خپله پوله وتړله.

د هرات ځايي چارواکي وايي، د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر یې د اسلام کلاه بندر له لارې ایران سره د مسافرو پر تګ را تګ بندیز ولګاوه.

د هرات د ولایت مقام وایي، لاره یواځې د مسافرو د تګ را تګ پر مخ وتړل شوه.

د سرچینې په خبره ترانسپورټي او ټرانزیټي فعالیتونه به د دواړو هیوادونو ترمنځ دوام ولري.

د یادونې ده، چې د کورونا تازه څپې په هېواد کې یو وار بیا اندېښنې را ولاړې کړې دي.

روغتیاپالان له عامو خلکو غواړي څو روغتیايي لارښوونې عملي کړي چې له دې ناروغۍ وساتل شي.

عام خلک هم له مسوولانو غواړي، چې له هغو هېوادونو سره پر تګ راتګ محدودیتونه وضع کړي، چې تازه د کورونا درېيمه څپه په کې په تېزۍ د خپرېدو په حال کې ده.

دوی هند او پاکستان هغه هېوادونه یاد کړی، چې ډېری افغانان ورته تګ راتګ کوي او په یادو هېوادونو کې د کورونا له امله د مړو شمېر ورځ نه بلې ته ډېرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب