شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاوچا:۵۰ سلنه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اوچا:۵۰ سلنه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

تاند ( پنج شنبه، د ثور ۹مه) د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې د بېکارۍ او کورونا ویروس له امله د غذایي خوندیتوب نشتوالي او دغه راز د خوراکي توکو د بیو لوړوالي له امله په زیات شمېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دهمغږۍ دفتر وایي، چې په افغانستان کې د غذايي خوندیتوب په اړه تازه ارزونې ښيي، چې څه باندې ۱۴ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

سرچینه زیاتوي، چې شاوخوا ۱۰ میلیونه د خوړو د خوندیتوب له پلوه په ناورین کې او ۴.۲ میلیونه په بیړني حالت کې دي.

د سرچینې د تازه معلوماتو له مخې اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۱ز کال کې به پنځوس سلنه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

د خوارځواکۍ سربېره، درانه کارونه، روانه جګړه، بیکاري هغه څه دي ، چې ډېری ماشومان یې له خپلو حقونو بې برخې کړي.

د نظر د خاوندانو په باور افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې د ټولنې د نورو قشرونو تر څنګ، لوی شمېر ماشومان پکې د جګړې له امله قرباني کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب